Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکفرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان

قیمت

وړيا

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل

دا چېرته دی ؟

د ویزال VISALE ګرنټي ترلاسه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 5 mois

دا څه دي ؟

د VISALE تضمین یا ګرنټي (د هستوګنې او دندې ویزا) چې د اکسیون لوجما (Action Logement) لخوا د کرایې ورکولو برنامه ده. دا ستاسو د کور مالک ته د کرایې او کرایې لګښتونو تادیه تضمین او ګرنټي کوي که چیرې د تادیې یا کرایې په ورکولو که ستونزه ولری. دا خدامات وړیا دي، دا ستاسو د هستوګنې په لټنه کې مرسته او اسنتیاوې برابره وې او کرایه دار ته تضمین او ګرنټې ورکوې ستاسو په نمایندګي.

مهمه یادونه: د ویزال ګرنټي ترلاسه کولو شرایط فرق کوې چې ایا هستوګنځۍ د ایل د فرانس په منطقه کې موقعیت لري او کنه.

تاسو کولی شئ د نورو معلوماتو لپاره لاندې سایټ ته مراجعه وکړئ:

د VISALE برنامې په اړه تفصیلي توضیحات

څنګه یې وکړو ؟

1. زما اوسنۍ وضعیت:

  • زه د 18 او 30 کلونو ترمنځ یم: هرڅه چې زما مسلکي حالت وي.
  • زه له 30 کالو څخه ډیر عمر لرم او زه د یو خصوصي یا کرهنیز سکتور شرکت کارمند یم (یا د کار اخیستلو ژمنه لرم) او زما د ویزال (VISALE) تضمین یا ګرنټي غوښتنه د دندې له پیل څخه وروسته تر 6 میاشتو پورې همکاري او دخالت کوي (تایید شوي دایمي (CDI) قراردادونو پرته) یا زما له لیږد یا تبدیلي وروسته تر 6 میاشتو پورې.
  • زه زده کونکی یم یا په الترنانس (کار او زده کړه) کې یم
  • ما د هستوګنې قرارداد لاسلیک کړی. د متحرک اجارې په اړه د نورو معلومات ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ.

2. زما استوګنه یا کور

  • هستوګنځای یا کور به فرش او وسایل ولري او یا نه
  • باید د اجاره دارۍ د قانون 89 مادې مطابق وي
  • باید زما اصلي استوګنځای وي
  • باید په ایل دی فرانس کې تر € 1،500 یورو او په نورو سیمو کې د € 1،300 یورو څخه په زیاته اندازه کرایه (په شمول د نورو لګښتونو) ونلرئ.
مهمه یادونه: د VISALE تضمین یا ګرنټي څخه ګټه پورته کولو لپاره، تاسو باید د هستوګنخای د کرایه کولو له قراداد د لاسلیک کولو څخه دمخه خپله غوښتنه وکړئ.

تاسو کولی شئ دلته کلیک کولو سره یو تخمین ترسره کړئ او معلومه کړئ چې ایا تاسو د ویزال تضمین یا ګرنټي مستحق کیدی شئ.

د حساب یا اکونټ جوړول لپاره لاندې ویب سایټ ته مراجعه وکړئ:

  • د Visale.fr ويب پاڼې ته لاړشئ
  • په "زما د ویزال شخصې ځای" « Mon Espace Visale » خانه کلیک وکړئ بیا "زه ویزال کې ثبت نام کوم" « Je m’inscris à Visale » خانه کلیک وکړئ.
مهمه یادونه: له ځان سره خپل ایډي کارت لرل، د خپل مسلکي حالت په اړه او د خپلو عایداتو په اړه د ثبوت چمتو کولو په اړه باید فکر وکړې. ددې اسنادو لرل ستاسو په وضعیت پورې اړه لري او تاسو ته به معلومه شي کله چې تاسو خپل حساب یا شخصي ځای رامینځته کوی.

او ورپسې څه وکړو؟

تاسو کولی شئ په لاندې ویب پاڼه کې خپله دوسیه په آنلاین توګه تعقیب کړئ: Visale.fr

ستاسو د دوسیې له منلو او قبلیدو وروسته، تاسو ته به د بریښنالیک یا د ایس ایم اس له لارې د ویزي(visa) په اړه خبر در کړ شي.

بیا تاسو کولای شئ خپله ویزه په ویب پاڼه کې «زما له شخصي ځای« څخه ډاونلوډ کړئ او کولای شئ استوګنځي ومومئ.

تاسو باید د خپلې ویزې د اعتبار موده او همدارنګه د تضمین شوي کرایې اعظمي مقدار په پام کې ولرئ.

تاسو باید خپله ویزه راتلونکې مالک یا کرایه دار ته او همدارنګه د لټنې په ټولو اجراآتو کې و کاروئ.

د پاڼې سر

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
nalothmannalothmanد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
utilisateur_61623907utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
delphgatdelphgatد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
حسیب الله امرخیلحسیب الله امرخیلد صفحي پورته برخه
utilisateur_2134382utilisateur_2134382ایډیټر او کره کتونکی
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
dounia-cphdounia-cphایډیټر او کره کتونکی
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه