مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
شرایط
دا چېرته دی ؟
پوهنتون کې ځان ثبتول او داخله کول
دا څه دي ؟
په پوهنتون کې ثبت نام یا داخله کول تاسو ته اجازه درکوي چې په فرانسه کې زده کړې پیل یا دوام ورکړئ.
په فرانسه کې د لوړو زده کړو درې ډوله تاسیسات شتون لري :
- عامه پوهنتونونه
- خصوصي پوهنتونونه
- لوی عامه او خصوصي ښوونځي.
د فرانسې په خاوره کې شاوخوا 80 عامه یا دولتي پوهنتونونه شتون لري، په ټولو برخو کې، لکه (ساینس، ادبیات، ژبې، هنرونه، انساني علوم، روغتیا، سپورت، او نور).
دوی د فرانسې د دولت لخوا تمویل کیږي او ملي ډیپلومونه (لیسانس، ماستري، دوکتورا) ورکوي.
په پوهنتون کې د نوم لیکنې اصلي شرایط په لاندې ډول دي:
- د بکلوریا سند یا د هغې معادل لرل (د لیسي یا 12 صنف څخه د فراغت سند)؛
- لږترلږه د فرانسوي B2 کچه ولرئ (دوهمه مرحله).
د پوهنتونونو او روزنیزو کورسونو په اړه د موندلو لپاره وخت ونیسئ (دریم ګام)، او د خپلې دوسیې لپاره اسناد مخکې له مخکې چمتو کړئ (۴ ګام).
د دوسیې لیږلو لپاره د نوم لیکنې یا راجسټریشن نیټې او طرزالعملونه د پوهنتونونو او کورسونو پورې اړه لري: دا اړینه ده چې د پوهنتون مهالویش په اړه معلومات ولرئ (پنځم ګام).
څنګه یې وکړو ؟
⇒ تاسو باید د بکلوریا یا لیسي معادل سند ولرئ یا په خپل اصلي هیواد کې عالي لیسه (12 کاله ښوونځي) بشپړ کړي وي.
- که تاسو بهرنۍ ډیپلوم لرئ، تاسو کولی شئ د ENIC-NARIC مرکز (په فرانسه کې د بهرنیو ډیپلومونو د اکادمیک پیژندنې ملي معلوماتو مرکز) څخه د خپلې دیپلوم پرتله کولو یا معادلي سند غوښتنه وکړئ. تاسو اړتیا لرئ رسمي اسناد وښایئ (ډیپلوم، د امتحانونو نتایج، د روزنې سند، او نور). د ENIC-NARIC مرکز لخوا ورکړل شوی دا سند رسمي دی، مګر هیڅ حقوقی ارزښت نلري او لازمي ندي. هر پوهنتون د نوم لیکني لپاره د دې سند غوښتلو، منلو یا رد کولو اختیار لري.
> د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه "په فرانسه کې د بهرنۍ ډیپلوم پیژندل"
- که تاسو د خپلو ډیپلومونو یا نتایجو ثبوت نلرئ، ځکه چې تاسو د خپل هیواد پریښودو دمخه و نشوی کولای چې له ځان سره یې راوړئ یا دا چې له تاسو ورک شوي وي، تاسو د پاسپورت لپاره د غوښتنلیک امکان لرئ. د مهاجرینو لپاره اروپایی وړتیاوې ( EQPR ).
> د لوستلو لپاره: د Refugees.info پاڼه "د مهاجرینو لپاره د اروپا د وړتیاو پاسپورټ لپاره غوښتنه کول (EQPR)"
- که تاسو لیسه نه وي بشپړه کړې، تاسو کولی شئ د پوهنتون زده کړو (DAEU) ته د لاسرسي ډیپلوم ترسره کړئ، چې د بکلوریا په څیر ورته کچې په توګه منل کیږي.
> د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه کې "په پوهنتون کې زده کړو ته د لاسرسي ډیپلوم (DAEU)" معلوماتي پاڼه ولولئ.
په فرانسوي ژبه کې د B2 کچه لرل په پوهنتون کې د ثبت نام کولو لپاره غوښتل کیږي.
مګر ځینې لوړې زده کړې، لکه قانون یا ټولنیز علوم او په عمومي توګه د ماسټرۍ په کچه زده کړې کول، په فرانسوي کې د C1 کچې ته اړتیا لري.
د فرانسوي ژبې د کچې تصدیق کولو لپاره ډیری میتودونه شتون لري:
- رسمي ازموینې : د فرانسوي ارزونې ازموینه (TEF)، د فرانسوي پوهې ازموینه (TCF)، د دوو کلونو لپاره اعتبار لري.
- ډیپلومونه : د فرانسوي ژبې مطالعاتو ډیپلوما (DELF)، د فرانسوي ژبې پرمختللي ډیپلوما (DALF)، ستاسو د ژوند په اوږدو کې د اعتبار وړ.
د ژبې کچې تصدیق یا ډیپلوم ترسره کولو کې اسانه او سخته ازموینه شتون نلري، هر یو خپلې ځانګړتیاوې لري.
> د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه "د فرانسوي کچې رسمي تصدیق درلودل"
که تاسو د رسمي ژبې تصدیق کولو توان ونلرئ، ځینې وختونه د دې اماکانات لرئ چې له پوهنتون څخه وغواړئ چې ستاسو د فرانسوي کچې ارزونه وکړي (د ارزونې مرکه، لیکلي ازموینه، او نور).
> هرڅه د Réfugiés.info په پاڼه کې تشریح شوي "د پوهنتون پاسیرل DU Passerelle روزنه ترسره کول"
> په فرانسه کې د DU Passerelle روزنې کورسونه دلته حواله شوي دي .
> د DU Passerelle d'Île-de-France لپاره د درخواست کولو فورمه دلته ده.
روزنه په فرانسه کې د ډیری پوهنتونونو لخوا وړاندیز کیدی شي، او ځینې پوهنتونونه ځانګړتیاوې لري. له همدې امله دا مشوره ورکول کیږي چې د خپل کور، ستاسو مهارتونو، ستاسو پروژې، د شته ځایونو شمیر، او داسې نور سره سم انتخاب کړئ.
- د لیسانس کچه (bac +1، bac + 2، bac +3) دلته په کلیک کولو سره ،
- د ماسټرۍ کچه (bac + 4, bac + 5) دلته.
تاسو کولی شئ د مرستې غوښتنه هم وکړئ:
- په SUIO کې (د پوهنتون د معلوماتو او لارښونې خدمت)
- په CIO کې (د معلوماتو او لارښونې مرکز)
- د ځوانانو د معلوماتو او اسنادو په مرکز کې
- زما ماسټر ویب پاڼه کې د تلیفون یا بریښنالیک له لارې
- د Onisep په ویب پاڼه کې (د پوهنې او مسلکونو په اړه د معلوماتو ملي دفتر) د تلیفون، چاټ یا بریښنالیک له لارې
- د UniR ټولنې - Universités Réfugié.es یا تاسو ته نږدې بلې اتحادیې سره اړیکه نیول.
کډوال زده کونکي همدارنګه د ثبت نام یا راجسټریشن وروسته د CROUS مشاور له لارې ملاتړ کیدای شي.
د نوم لیکنې دوسیې لپاره غوښتل شوي اسناد اکثرا په لاندې ډول دي:
- یوه سي وي CV
- یو پوښښ (انګیزه) لیک
- د فرانسوي ژبې رسمي کچې سند
- ستاسو په اصلي هیواد کې ترلاسه شوي ډیپلومونه چې په فرانسوي ژبه ژباړل شوي وي
- یا د ENIC-NARIC پرتله یا معادله شوی سند
یا د کډوالو لپاره د اروپا د وړتیاو پاسپورټ (EQPR)
> د لوستلو لپاره: د Refugees.info پاڼه "د مهاجرینو لپاره د اروپا د وړتیاو پاسپورټ لپاره غوښتنه کول (EQPR)"
تشریح کړئ چې تاسو مخکې څه کړي دي او ولې تاسو غواړئ دا روزنه ترسره کړئ، حتی که تاسو خپل د زده کړو بخش بدل کړې یا د یو څه مودې لپاره زده کړې بندې کړې وي.
نور اسناد ستاسو د وضعیت په پام کې نیولو سره غوښتنه کیدی شي (د سپارښت لیکونه، اکادمیک کار چې تاسو ترسره کړئ، د انګلیسي کچه، او نور).
که تاسو اړتیا لرئ خپل فایل یا دوسیه د بریښنالیک له لارې واستوئ یا د هغه پوهنتون ویب پاڼې ته یې اپلوډ کړئ چې تاسو غواړئ چې زده کړې پکې ترسره کړئ، تاسو باید ټول اسناد په بریښنایی نسخه (PDF بڼه) کې ولرئ.
د لوستلو لپاره: د ریفوجي.انفو پاڼه کې "د سند سکین کول"هم ولولئ
> د لیسانس په لومړي کال کې د نوم لیکنې یا راجستریشن لپاره
د جنوري او مارچ ترمنځ، د ثبت نام یا راجستریشن غوښتنې باید په " پارکورس اپ " "Parcoursup" کې ترسره شي، یوه ویب پاڼه چې راتلونکي زده کونکي سره یوځای کوي او توزیع کوي. هر زده کونکی څو پوهنتونونه او څو زده کړې غوره کوي ("د هیلو جوړول").
د مارچ او اپریل ترمینځ، هر زده کونکی خپلې "هیلې" تاییدوي او خپله د کاندیداۍ دوسیې لیږي.
د جون او جولای ترمنځ، پارکورسپ زده کونکي او غوره شوي پوهنتونونه ویشي ("د داخلې اصلي مرحله").
که تاسو ومنل شي، ټولګي د سپتمبر او اکتوبر ترمنځ پیل کیږي.
> د لیسانس په دوهم کال کې نوم لیکنه یا راجستریشن کول
دا اړینه نده چې د پارکورسپ له لارې نوم لیکنه ترسره کړئ، تاسو کولی شئ د روزنې مدیر یا د eCandidat ویب پاڼې کې د اړیکې توضیحاتو په کارولو سره مستقیم له پوهنتون سره اړیکه ونیسئ. په ویب پاڼه کې نیټې په احتیاط سره وګورئ.
> د ماسټرۍ کچې د ثبت لپاره
تاسو باید زما ماسټر ویب پاڼې ته لاړ شئ پداسې حال کې چې دې مهال ویش ته درناوی وکړئ.
> د DU Passerelle روزنې لپاره د نوم لیکنې یا راجسټریشن لپاره
هر څه د Réfugiés.info په پاڼه کې تشریح شوي "د پوهنتون پاسیریل DU Passerelle روزنه ترسره کول"
په فرانسه کې د DU Passerelle روزنې کورسونه دلته حواله شوي.
د ایل دی فرانس پاسیرل پروګرام DU Passerelle d'île-de-France لپاره د غوښتنلیک فورمه دلته ده.
او ورپسې څه وکړو؟
د نړیوال خوندیتوب ګټه اخیستونکي (کډوال، د فرعي یا لنډمهاله محافظت ګټه اخیستونکي، او بې دولت کسان) په عامه پوهنتونونو کې د نوم لیکنې فیس نه ورکوي.
- تاسو د دې امکان لرئ چې د خپلو زده کړو په جریان کې د سم ژوند کولو لپاره د مالي مرستې غوښتنه وکړئ .
> هرڅه د Réfugiés.info پاڼه کې تشریح شوي " د بورس لپاره غوښتنه وکړئ "
- ستاسو د وضعیت او شته ځایونو پورې اړه لري، دا هم ممکنه ده چې د زده کونکو د استوګنې غوښتنه وکړئ.
> د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه کې "د CROUS زده کونکو د استوګنې ځای"معلوماتي فایل ولولئ
- که تاسو دمخه د استوګنې ځای لرئ، د CAF (د کورنۍ د تخصیص فنډ) کولی شي تاسو سره ستاسو د وضعیت او ستاسو سرچینو پورې اړوند د کرایې په ورکولو کې مرسته وکړي.
> ولولئ: د Réfugiés.info پاڼه "د کور د مرستې غوښتنه وکړئ"
- که تاسو د خپلو زده کړو دمخه په فرانسه کې کار کړی وي او د فرانس تخوی France Travail (پخوانی Pôle emploi) سره راجستر شوي یاست، دا هم ممکنه ده چې د بیکارۍ ګټې ترلاسه کړئ.
> د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه کې "د فرانس تخوی سره ثبت کیدل (پخوا د Pôle Emploi)" معلوماتي فایل ولولئ
که د نوم لیکنې نیټې تیرې شوې وي، ځینې وختونه بیا هم نوم لیکنه یا راجستر کول امکان لري: تاسو باید په مستقیم ډول د پوهنتون سره اړیکه ونیسئ (د راجستریشن خدمت، د روزنې مسؤول، د ګرځنده زده کونکو لپاره د استوګنې دفتر، او نور).
که تاسو نشئ کولی د روزنې کورس لپاره نوم لیکنه وکړئ یا که ستاسو دوسیه نه وي منل شوی، تاسو کولی شئ آنلاین کورسونه تعقیب کړئ، پداسې حال کې چې راتلونکي نوم لیکنې ته انتظار کوئ:
- سي این ای ډي CNED (د لیرې څخه د زده کړو ملي مرکز) تاسو ته اجازه درکوي چې د پوهنتون بشپړ زده کړې له لیرې تعقیب کړئ.
- سي این ای ایم CNAM (د هنرونو او صنایعو ملي محافظت) ډیری آنلاین روزنیز کورسونه، د کار مطالعې کورسونه وړاندې کوي ...
- فرانسه خپل MOOC (آنلاین خلاص کورسونه) پلیټ فارم لري: دا د فرانسې ډیجټل پوهنتون لپاره FUN نومیږي او د 600 څخه ډیر آنلاین کورسونه وړاندې کوي، وړیا او د ټولو لپاره د لاس رسې وړ دي.
- د لیرې فاصلې تعلیم لپاره د پوهنتونونو فدراسیون (FIED) : تاسو کولی شئ دلته په «لټون» کې خپل د علاقې وړ روزنه د ډسیپلین یا ډیپلوم او یا کوم بخش سره سم ومومئ.
- ای یو ایف AUF (Agence universitaire de la Francophonie) آنلاین (MOOC) او له لیرې (FOAD) روزنې او زده کړې وړاندې کوي
تاسو کولی شئ د راتلونکي روزنې لپاره ثبت نام یا راجستر کولو دمخه د پرمختګ لپاره د فرانسوي ژبې تمرینونو ته دوام ورکړئ:
- د TV5 Monde ویب پاڼې سره فرانسوي زده کړئ
- د فرانسوي Facile ویب پاڼه کې د RFI سره
- د ورځني ژوند اړوند اسناد ولولئ او واورئ (خبرونه، پوډکاسټونه، ورځپاڼې، راډیو خپرونې، ویډیوګانې، او نور) او په فرانسوي ژبې خبرې کوونکو خلکو سره خبرې اترې وکړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
16 مرسته کونکي فعالیت کوي