Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د موټر چلولو جواز یا لایسنس تبدیلول

د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي 14 днів тому

تاسو د موټر چلولو لایسنس لرئ (ستاسو په اصلي هیواد کې ترلاسه شوئ دئ) او تاسو غواړئ په فرانسه کې موټروچلوئ؟ د فرانسوي جواز لپاره ستاسو د جواز تبادله اجباري ده.

په یاد ولرئ چې د غیر اروپایی هیوادونو لخوا صادر شوی جواز یا لایسنس په فرانسه کې یوازې ستاسو په فرانسه کې د شتون یا استوګنې په لومړي کال کې پیژندل کیدای شي.

مهمه یادونه: د اجازې د تبادلې پروسې بشپړولو لپاره تاسې د افپرا OFPRA د پریکړې (د کډوال حالت، فرعي محافظت یا بې وطنه شخص (اپارټاید) وضعیت ترلاسه کولو) څخه وروسته اعظمي یو کال وخت لرئ .

څنګه یې وکړو ؟

د تبدیلي لپاره ستاسو جواز باید لاندې شرایط پوره کړي:

  • ستاسې جواز د اعتبار وړ وي
دا ممکنه ده چې د موټړچلولو جواز د تبدلي درخواست وکړئ که ستاسو جواز یا لیسنس فرانسې ته ستاسې له رسیدو وروسته د صلاحیت یا اعتبار موده پای ته رسیدل وي. که ستاسې د جواز صلاحیت مخکې پای ته رسیدلی وي، د تبدلي غوښتنه به ممکنه نه وي.
  • د فرانسې سره د موټر چلولو جوازونود تبادلې دوه طرفه تعامل لرونکي هیواد لخوا صادر شوی وي.
یادنه: تاسو کولی شئ دا آنلاین سمیلیټر وکاروئ (دلته کلیک وکړئ) ( ce simulateur en ligne (cliquez ici)) ترڅو معلومه کړئ چې تاسو کولای شئ خپل بهرنۍ لایسنس (موټر چلولو جواز) د فرانسوي جواز سره تبادله کیدی شي.
  • د هغه هیواد لخوا صادر شوی وي چې تاسو فرانسي ته له راتګ څخه مخکې په کې ژوند کاوه.
  • په فرانسوي کې لیکل شوی وي او یا رسمي ژباړه ورسره مل وي.
  • د ریفوجي.انفو لاندې معلوماتي فایل ولولي چې څرنګه رسمي ژباړه د خپلو اسنادو ترسره کړئ.
  • > A lire : la fiche Réfugiés.info "Demander la traduction officielle d'un document"
مهمه یادونه : که تاسو دا شرایط پوره کړئ نه وي، تاسو باید په فرانسه کې د موټر چلولو د جواز کورس ترسره کړئ او ازموینه ورکړئ. د ریفوجي.انفو لاندې معلوماتي فایل ولولي چې د لایسنس اخیستنې یو مرکز سره د موټر چلولو جواز څنګه ترسره کړئ یا هم په ازاده توګه یې ترلاسه کړئ:
"Passer le permis de conduire avec une auto-école", "Passer le permis de conduire en candidat libre".

تاسو باید د خپل جواز یا لیسنس د تبادلې پروسه له یو کال څخه کمې مودې څخه پیل کړئ، وروسته له دې چې تاسې د اسنادو دجوړیدنې د تمدید سند (API) ترلاسه کړئ، دا د استوګنې یو لنډمهاله سند دی، کله چې تاسې د استوګنې کارت یا کارت دی سیجور صادریدو ته انتظار یاست چې د کډوال یا د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا بې تابعیته شخص حالت پکې په ګوته شوی وي.

مهمه یادونه: د یو کال وروسته، د جواز د تبادلې غوښتنه نه منل کیږي.

ستاسو د لایسنس یا موټر چلولو جواز د تبدیلولو لپاره تاسو اړتیا لری چې لاندې اسناد سکین کړئ او په انلاین بڼه یې ولیږئ:

  • د موټرچلولو د لایسنس اصلي رنګینه فوتو کاپي (شا او مخ)

> دا ریفیوجي.انفو انټرنیټ پاڼه کې «یو سند سکین کول» په نامه معلوماتي فایل هم ولولئ: "Scanner un document"

  • په فرانسوي ژبه کې د جواز رسمي ژباړه
  • د هویت سند (ریسپسي یا د اوسیدنې د جواز سند (د اسنادو دجوړیدنې د تمدید سند (API) یا تتخ دی سیجور)
  • د خپل د اوسیدنې د ځای ادرس ثبوت چې له 6 میاشتو څخه کمې مودې وي : منل شوي اسناد دلته وګورئ (documents acceptés ici)
  • د خپلې عادي استوګنې ثبوت، که چیرته تاسو دهغه هیواد تابعیت ونلری، چې ستاسو لایسنس یې صادر کړئ، تاسو کولای شئ په اړونده هیواد کې د اوسیدني یو سند یا ثبوت وړاندې کړئ، لکه ( په اړونده هیواد کې ستاسو د کار قرارداد چیرته چې تاسو مخکې ژوند کول او تاسو پکې د موټر چلولو جواز ترلاسه کړئ )
  • د 40 یورو مالي ټاپه یا تمبر فیسکال اخیستل

> د ریفوجي.انفو معلوماتي پاڼه وګورئ: د مالي ټاپه اخیستل : "Faire et utiliser une e-photo"

> دا ریفیوجي.انفو انټرنیټ پاڼه کې «ای فوتو اخیستل او کارول» په نامه معلوماتي فایل هم ولولئ: "Faire et utiliser une e-photo"

یادونه: هغه کسان چې د نړیوال خوندیتوب ګټه‌اخیستونکي دي (رسمي کډوال، د فرعي ساتنې ګټه‌اخیستونکي یا بې‌تابعته کسان) اړتیا نه لري چې "د موټر چلولو د حق تصدیق" (attestation des droits à conduire) وړاندې کړي. دا سند یوازې د هغو بهرنیو کسانو څخه غوښتل کېږي چې د موټر چلولو د جواز د تبادلې غوښتنه کوي.

د موټر چلولو جواز تبادله یوازې د ANTS ویب پاڼې کې آنلاین ترسره کیږي.

یادونه: تاسو کولی شئ د خپل فرانس کونکټ FranceConnect پیژندونکو سره هم وصل شئ، د هغه حساب په کارولو سره چې تاسو یې دمخه لرئ (د بیلګې په توګه د مالیې یا روغتیا بیمې حساب).
> د لوستلو لپاره: د Refugees.info پاڼه کې "فرانس کنیکټ له لارې د سایټ سره وصل کیدل". معلوماتي فایل ولولئ.

وروسته لدې چې ستاسو حساب جوړ شي، تاسو کولی شئ دې آنلاین خدماتو ته لاسرسی ومومئ کوم چې تاسو ته اجازه درکوي چې خپله غوښتنه ترسره کړئ.

مهمه یادونه: که تاسو غواړئ چې د آنلاین غوښتنې کولو ترسره کولو کې لارښونه ترلاسه کړئ، تاسو کولی شئ د خپلې څانګې ډیجیټل پوائنټونو یا د فرانسې خدماتو ځای ته مراجعه وکړئ او مرسته ترلاسه کړئ. دا اړینه ده چې مخکې له مخکې وخت واخلئ.

او ورپسې څه وکړو؟

د خپلې غوښتنې تعقیبولو لپاره، تاسو کولی شئ خپل حساب ته په ننوتلو سره د ANTS ویب پاڼې ته لاړ شئ.

مهمه یادونه: د اسنادو ارزیابي او څیړنه کیدایشي میاشتي وخت واخلي. په ورته وخت کې تاسو حق لری چې د خپل خارجي لایسنس سره موټر وچلوی.

تاسو کولی شئ د دې لینک په کلیک کولو سره د ډیری پوښتل شویو پوښتنو ځوابونه ومومئ.

تاسو کولی شئ د ANTS سره هم اړیکه ونیسئ:

  • که تاسو په پاریس کې اوسیږئ: د دې فورمې له لارې.
  • که تاسو د پاریس څخه بهر اوسیږئ: د پاڼې په پای کېد دې فورمې له لارې.
  • د ټیلیفون له لارې په فرانسه کې د 3400 په فرانس میټروپولیټن کې (بې مالیې یا وړیا شمیره / دوشنبه تر جمعې د سهار له 7:45 څخه د ماښام تر 7 بجو او شنبه د سهار له 8 څخه د مازدیګر تر 5 بجو پورې)

که ستاسو دوسیه ومنل شي،تاسو ته به ستاسې د ANTS حساب له لارې او همدارنګه د ایس ام ایس (SMS) او بریښنالیک له لاري به له تاسو سره تماس ونیول شي.

له تاسو په وغوښتل شې چې څنګه خپل بهرنۍ جواز ولیږئ او خپل نوی جواز ترلاسه کړئ.

کله چې اداره ستاسو د جواز اصلي سند ترلاسه کړي، تاسو کولی شئ د ANTS ویب پاڼې څخه د خوندې تسلیمۍ سند (ADS) ډاونلوډ کړئ.

مهمه یادونه : اي ډي ایس (ADS) د 4 میاشتو لپاره اعتبار لري.

دا سند تاسو ته اجازه درکوي چې په فرانسه کې موټر وچلوی، کله چې تاسې د فرانسوي جواز ترلاسه کولو لپاره انتظار کوئ، دا یوازې ستاسې د بهرني جواز د پیژندنې مودې په وخت کې د اعتبار وړ ده.

که ستاسو دوسیه رد شي نو د استیناف یا د پریکړي په مقابل کې د شکایت کولو لارې چاري به په پریکړه کې ذکر شوې وي.

تاسو کولی شئ د موټر چلولو جواز ازموینه بیا ترسره کړئ. د بهرني موټر چلولو جواز لرونکي په توګه تاسو کولای شئ د "آزاد نوماند" په توګه ځان ثبت او راجستر کړئ او اړتیا نلرئ چې د موټر چلولو د زده کړې لپاره 20 ساعته عملي روزنه ترسره کړئ. ( دا پدې معنی ده چې تاس اړتیا نلرئ چې دموټر چلوني د زده کړي مرکز سره ځان ثبت کړئ).

نوټ: لاندې معلوماتي فایل د ریفیوجي.انفو صفحه کې ولولئ:

Passer le permis en candidat libre.

مهمه یادونه: که ستاسو اصلي جواز د 5 کلونو څخه کمي موده کې د اروپایی اتحادیې یا د اروپا اقتصادي ساحې هیواد لخوا صادر شوی وي، نو تاسو به همدارنګه د ټرافیکي قوانینو ازموینې ترسره کولو څخه هم معاف شئ.

د حقوقي جزیاتو سره یوه بشپړه معلوماتي پاڼه د مرکز اپوئي سرچینو ( Centre Appui Ressources) (پخوانۍ ریلوریف Reloref) ویب پاڼه کې شتون لري.

یادونه: د مختلفو مقالو او معلوماتو د لوستلو لپاره د مرکز اپوئي سرچینو ( Centre Appui Ressources) (پخوانۍ ریلوریف) ویب پاڼه کې یو مسلکي حساب درلودل یا جوړول اړین دي.

24 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • fatma.aaاډمین
  • a mugnierاډمین
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • mohamedد صفحي پورته برخه
  • alhindi nourد صفحي پورته برخه
  • emyanamد صفحي پورته برخه
  • shamد صفحي پورته برخه
  • aman expertد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • utilisateur_93887086ایډیټر او کره کتونکی
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • taher-azimiد صفحي پورته برخه
  • utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
  • lanie456د صفحي پورته برخه
  • claireد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • oksanka_blazeد صفحي پورته برخه
  • utilisateur_92556286ایډیټر او کره کتونکی
  • utilisateur_90145802ایډیټر او کره کتونکی
  • nalothmanد صفحي پورته برخه
  • marianne georgesد صفحي پورته برخه

Liens utiles