مهم معلومات
د .....................سره Inter Langues Val de Garonne

په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
فرانسوي ژبه زده کول
دا څه دي ؟
دا د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونه دي چې د دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې ستاسو د کچې سره سمون لري (الفبا، A1.1، A1، A2 او B1). هره ټولګي یو نیم ساعت (1h30) دوام کوي.
ستاسو د کچې او غوښتنو سره سم، تاسې کولی شئ د اونۍ په جریان کې له یوې څخه په زیاتو ټولګیو کې برخه واخلئ.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
رضاکاران به له تاسې سره ملاتړ کوي، کوم چې به له تاسې سره د ژبې په شفاهي او لیکلي توګه زده کړه کې مرسته کوي: د اوریدلو، اړیکي نیولو، د لیکلو تمرینونه او نور.
تاسو به له نورو زده کونکو سره وپیژنئ او له هغوی سره به اړیکه ونیسئ.
کلتوري فعالیتونه د کال په اوږدو کې تنظیم کیږي: سینما ته، د رسنیو کتابتون ته، میوزیم ته، تیاتر ته تګ...
څنګه یې وکړو ؟
د نوم لیکنې یا راجستر کولو لپاره موږ سره اړیکه ونیسئ:
- د تلیفون له لارې: 0553944727
- یا د بریښنالیک له لارې: ilvgmarmande@orange.fr
د معلوماتو لپاره زموږ سایټ څخه لیدنه مه هیروئ: https://interlangues-marmande.fr/
تاسو همدارنګه کولی شئ په مستقیمه توګه زموږ مرکز ته په لاندې پته راشئ او نوم لیکنه په محل کې ترسره کړئ:
Association Inter Langues Val de Garonne
Square de Verdun
1er et 2ème étages de la Maison des séniors
47200 Marmande
د استقبال دفتر په لومړي پوړ کې دی او ټولګي په دوهم پوړ کې د دهلیز په پای کې دي.
د نوم لیکنې لپاره، تاسو باید خپل د هویت اسناد راوړئ (د بیلګې په توګه: ریسپسي، د استوګنې جواز، او نور).
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
16 مرسته کونکي فعالیت کوي