مهم معلومات
د .....................سره د La Cantine du Midi سره

په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
په پخلنځي یا اشپزې کې روزنه
دا څه دي ؟
لا کانتین دو میدي (La Cantine du Midi) یوهمکار رستورانت دی چې د هرچا لپاره خلاص او د لاس رسي وړ دی. د دوشنبې څخه تر جمعې پورې، موږ د مینو جوړولو او خواړو تیارولو په موخه ورکشاپونه او روزنه رهبري او په مخ وړو چې ورسته چمتو شوي خواړه د غرمي په وخت توضیع کیږي .
یادونه: په ورکشاپونو کې ګډون په اونۍ کې یوه ورځ د سهار له 8:30 بجو څخه تر 4:00 بجو پورې ترسره کیږي.
- د پخلي د اساساتو زده کړه،
- د مسلکي مهارتونو زده کړه،
- د ژبې زده کړه، لوستل، لیکل او ریاضی...
ورکشاپونه د ایلوفونونو کسانو لپاره خلاص دي (څوک چې په فرانسوي ښې خبرې نه کوي).
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- د پخلي او اشپزۍ په مختلفو برخو کې اساسات زده کړئ ( د پخلي کولو لپاره تیارۍ، چمتو او ترتیب کول، د وسایلو منځل، پخلی کول، او داسي نور)
- د ورځني مینو جوړول، د پخلي ترکیبونو یا ریسپګانو لستونو تیارول
- د امر اخیستل او د میز په سر د میلمنو خدمت
- د خوړو د حفظ الصحې قواعدو او د تغذیې اصولو پوهاوی
- د کار قواعدو او مقرراتو په اړه پوهاوی
- د ټیم کار، خپلواکۍ او مسؤلیت په اړه زده کړه
- په مسلکي شرایطو کې د پوهې او تجربي پراختیا
- د کار موندلو لپاره ملاتړ
- د مختلفو شالیدونو او چاپیریالونو لرنکو خلکو سره لیدنه
- په ډله ایزو خبرو اترو کې ګډون
- په اداري پروسیجرونو او مسلکي پروژې کې ملاتړ
- د اتباعو او پیوستون نوښتونو وړاندیز
څنګه یې وکړو ؟
که تاسو غواړئ ګډون وکړئ، تاسو کولی شئ موږ سره اړیکه ونیسئ:
- د بریښنالیک له لارې cafecause@enchantier.org
- یا د تلیفون له لارې په 0783535695 شمیره
تاسو همداراز کولی شئ راشئ او د پنجشنبې او شنبې په سهار د سهار له 9 بجو څخه تر 11 بجو پورې د قهوې په وړاندې کولو سره ستاسو هرکلۍ کیږي او له مونږ سره وګورئ، په کانټین دو میدي کې په لاندې پته:
36, rue Bernard 13003 Marseille
(د رخصتیو له ورځو څخه پرته)
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي