د محصلینو لپاره د ټولنیز استوګنځي لټون
د.........لخوا وړاندیز شوي Mon Logement Étudiant ...میاشي کیږي چې نوي شوي 4 місяці томуد محصلینو لپاره د استوګنځي موندل
محصلین کولی شي د بېلابېلو ډولونو استوګنځیو لپاره غوښتنه وکړي:
ټولنیزې یا پوهنتوني استوګنځۍ
دا استوګنځۍ عموماً د زده کوونکو لپاره په مناسبو بیو وړاندې کېږي، لکه: د CROUS استوګنځۍ، د ټولنیزو کورونو ادارې (Bailleurs sociaux)، د استوګنې اړوند ټولنې (Associations). د دغو استوګنځیو کرایه معمولاً د عادي کورونو په پرتله ټیټه وي، او ډېر وخت د CROUS بورس لرونکو محصلینو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
د محصلینو خدماتي استوګنځۍ
دا استوګنځۍ د خصوصي شرکتونو له خوا اداره کېږي. عموماً ښه خدمات لري، خو کرایه یې د ټولنیزو استوګنځیو په پرتله لوړه وي.
د استوګنځي د موندلو لپاره ځانګړی وېبپاڼه
د Mon Logement Étudiant وېبپاڼه د ټولنیزو او محصلینو استوګنځیو اعلانونه راټولوي او تاسو ته اجازه درکوي چې په ټوله فرانسه کې شته استوګنځي وګورئ.
نورې حللارې
تاسو کولی شئ:
- یو خپلواک کور یا اپارتمان له شخصي مالک څخه په کرایه واخلئ؛
- د املاکو د ادارې (Agence immobilière) له لارې کور ومومئ؛
- یا د یوې کورنۍ یا زاړه شخص په کور کې یوه خونه په کرایه ونیسئ.
د دې ډول استوګنځیو د موندلو لپاره:
- د ځانګړو انټرنېټي سایټونو څخه کار اخیستلای شئ؛
- د املاکو ادارو ته مراجعه کولای شئ؛
- یا د استوګنې په برخه کې له فعالو ټولنو او مؤسسو څخه مرسته غوښتلای شئ.
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
استوګنځای
اداري
په یو بل ولایت یا سیمه کې اوسیدل
د کور، استوګنځای لپاره اجراآت او کړني
د استوګنځای لپاره اجراآت او کړنې
د استوګنځي، کور موندل
10 مرسته کونکي فعالیت کوي
Aceاډمین
claudia mاډمین
Marine-MonLogementÉtudiantایډیټر او کره کتونکی
mariamد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
niknameد صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه