د طبي مرستیال په توګه کار کول - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د طبي مرستیال په توګه کار کول

د.........لخوا وړاندیز شوي JRS France ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 10 jours

د طبي مرستیال دنده تاسو ته اجازه درکوي چې د ډاکټر سره یوځای کار وکړئ او د فرانسې روغتیا پاملرنې سیسټم وپیژنئ.
دا د هغو روغتیايي مسلکي کسانو لپاره یوه حل لاره کیدی شي چې د اروپايي اتحادیې څخه بهر یې زده کړې او ډپلومونه ترلاسه کړي او غواړي د خپلو زده کړو پرمهال کار وکړي ترڅو په فرانسه کې خپل مسلک بیا پیل کړي.

طبي مرستیال د ډاکټر سره یوځای کار کوي، په ځانګړې توګه په شخصي کلینک یا روغتیایی مرکز کې.

هغه د ناروغانو په هرکلي، د درملنې د بهیر په تنظیم او ځینو اداري چارو کې مرسته کوي. همدارنګه، د ډاکټر د معاینې پر مهال په ځینو طبي کړنو کې ورسره مرسته کولی شي.

د طبي مرستیال په توګه د کار کولو لپاره ، تاسو مناسب مسلکي وړتیاو ته اړتیا لرئ. معیاري روزنه د طبي مرستیالانو لپاره د مسلکي وړتیا سند (CQP) لپاره چمتووالی دی.

دا هم ممکنه ده چې د فرانسې د دولت لخوا پیژندل شوي د روغتیا پاملرنې مسلکي ډیپلومونو په لرلو سره هم د روغتیايي مرستیال په توګه کار وکړئ. په شمول د نرسانو ، نرسنګ مرستیالانو یا د ماشومانو پاملرنې مرستیالانو لپاره د دولتي ډیپلوم.

د اروپايي ټولنې څخه بهر ترلاسه شوی طبي ، نرسنګ یا بل روغتیایی مسلکي ډیپلوم یو کس ته اجازه نه ورکوي چې په مستقیم ډول د طبي مرستیال په توګه کار وکړي.
په هرصورت، دا ډیپلوم کولی شي تاسو سره مرسته وکړي چې یو کار ورکوونکی قانع کړي چې تاسو استخدام کړي.

د CQP روزنه 279 ساعته دوام کوي، چې د 10 څخه تر 12 میاشتو پورې دوام کوي او د کار او زده کړې ( مالترنانس په ډول ترسره کیږي.

د طبي مرستیال د CQP روزنیز پروګرام ته د داخلېدو لپاره، د فرانسې په مقرراتو کې د فرانسوي ژبې کومه مشخصه ملي کچه په څرګند ډول نه ده ټاکل شوې.

یادونه: د ناروغانو سره د کار کولو، ډاکټرانو سره د اړیکو او په روزنه کې د ګډون لپاره د فرانسوي ژبې ډیرې ښې کچې ته اړتیا ده. د B2 کچه سپارښتنه کیږي، په ځانګړې توګه د فرانسوي ژبې شفاهي کچه کې.

څنګه یې وکړو ؟

که تاسو په بهر کې د ثانوي ښوونځي ډیپلوم ترلاسه کړی وي، نو سپارښتنه کیږي چې د ENIC-NARIC فرانسې مرکز څخه د معادلي سند ولرئ، که څه هم دا سند تل نه غوښتل کیږي.

دا سند تاسو ته اجازه درکوي چې ثابت کړئ چې تاسو د ثانوي زده کړو څلورمه کچه بشپړه کړې ده.

د Refugees.info معلوماتي پاڼه ولولئ: " په فرانسه کې د بهرني ډیپلوم ترلاسه کول (ENIC-NARIC) "

په حقیقت کې، د معادلي سند غوښتنه کول د کډوالو، د فرعي محافظت ګټه اخیستونکو، او پناه غوښتونکو لپاره وړیا ده. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې ځواب تر څلورو میاشتو پورې وخت نیولی شي.

په ځانګړي ډول لاندې اسناد چمتو کړئ:

  • ستاسو د لیسې ډیپلوم او د ENIC-NARIC د پرتلې سند؛
  • ستاسو د لوړو زده کړو ډیپلومونه؛
  • ستاسو د نتایجو سند، که تاسو یې لرئ؛
  • ستاسو سي وي CV؛
  • ستاسو د مسلکي تجربې په اړه اسناد؛
  • یو انګیزه لیک؛
  • د هویت سند (د استوګنې جواز، پاسپورټ...)؛
  • هر څومره ژر چې ممکن وي : د ډاکټر لخوا د ژمنې یا سپارښتنې لیک چې چمتو دی تاسو د کار او زده کړې په ګډ پروګرام یا الترنانس کې مني؛
  • د غوښتل شویو اسنادو فرانسوي ژباړه.

د Refugees.info معلوماتي پاڼه ولولئ: " د سند د رسمي ژباړې غوښتنه کول "

دا روزنه زده کونکي د CQP طبي مرستیال سند لپاره چمتو کوي.

د یوې داسې ادارې په لټه کې پیل وکړئ چې دا روزنه وړاندې کوي ترڅو ومومئ:

  • د راتلونکو روزنیزو دورو د پیل نیټې؛
  • د بهرنیو ډیپلوم لرونکو اشخاصو لپاره د داخلې شرایط؛
  • غوښتل شوي اسناد؛
  • د نوم لیکنې او غوښتنلیک پروسه؛
  • د روزنې مهالویش.

تاسو کولی شئ د فرانس تخوی ویب پاڼې کې د CQP طبي مرستیال سند لپاره د چمتووالي روزنیز کورسونه ولټوئ.

د لټون په برخه کې، د "طبي مرستیال " پرځای "CQP assistant médical" ولیکئ . بیا تاسو کولی شئ خپل ښار یا سیمه مشخص کړئ او د اوسني روزنیزو پروګرامونو له مخې فلټر کړئ.

د کار لپاره تطبیقي روزنه (FAE) د هغو خلکو لپاره ده چې د فرانسې ځینیې مسلکي دولتيي دپلومونه لري،د بیلګې په توګه د نرس، نرسنګ مرستیال یا د ماشومانو د پاملرنې مرستیال دولتي ډیپلوم، او څوک چې غواړي طبي مرستیال شي.

یادونه: تاسو کولی شئ د کار ورکوونکي موندلو دمخه له څو روزنیزو سازمانونو سره اړیکه ونیسئ.

د طبي مرستیال روزنه د کار او زده‌ کړې په ګډه بڼه (alternance) ترسره کېږي.

له همدې امله، تاسو باید د یوه کارورکوونکي تر څنګ کار وکړئ او په عین وخت کې روزنیز پروګرام هم تعقیب کړئ.

تاسو کولی شئ په لاندې ځایونو کې د کار په لټه کې شئ:

  • په یوه کلینک کې؛
  • د څو ډاکټرانو په ګډ مطب کې؛
  • په یوه روغتیايي مرکز کې.

تاسو کولی شئ د فرانس تخوی France Travail په وېب‌پاڼه کې د کار اعلانونه ولټوئ.

د بېلګې په توګه، د لټون لپاره لاندې کلیمې وکاروئ:

د مثال په توګه، د "طبي مرستیال"، "طبي مرستیال زده کړې" یا "په روزنه کې طبي مرستیال" کلیدي کلمې وکاروئ.

کار ورکوونکي ته تشریح کړئ چې تاسو یو روزنیز سازمان موندلی دی او تاسو کولی شئ د خپل استخدام وروسته روزنه کې ګډون وکړئ.

یادونه: د کار او زده کړې روزنې ترسره کولو لپاره دوه ډوله قراردادونه کارول کیدی شي:
د زده کړې قراردادونه ( په عمده توګه د 30 کلونو څخه کم عمر لرونکو خلکو لپاره)؛ د مسلکي روزنې قراردادونه (د 16 څخه تر 25 کلونو پورې ځوانان او د 26 کلونو او پورته عمر لرونکي کار غوښتونکي).
د 30 کلونو څخه پورته خلکو لپاره، د مسلکي روزنې قرارداد ممکن د حل لاره وي.
په هرصورت، ممکن د کار ورکوونکي قانع کول ډیر ستونزمن وي، په ځانګړې توګه د معاش لګښت او شته مالي مرستو له امله.

د کار ورکوونکي په لټه کې کیدو دمخه، د روزنې سازمان څخه وپوښتئ چې ستاسو په وضعیت کې کوم ډول قرارداد ممکن دی او د کومو مالي مرستو غوښتنه کولای شئ.

تاسو کولی شئ د CQP ترلاسه کولو دمخه کار پیل کړئ

تاسو کولی شئ د طبي مرستیال په توګه استخدام شئ، مخکې له دې چې د طبي مرستیال CQP سند ترلاسه کړئ.

وروسته باید د استخدام له نېټې څخه د دوو کلونو په موده کې دغه مسلکي وړتیا ترلاسه کړئ.

دا امکان تاسو ته اجازه درکوي چې کار پیل کړئ او د روزنې له پیل مخکې یا د روزنې پر مهال د فرانسې په روغتیايي نظام کې کاري تجربه ترلاسه کړئ.

خو سپارښتنه کېږي چې د استخدام له کېدو سره سم په روزنیز پروګرام کې نوم‌ لیکنه وکړئ، څو اړین مهارتونه ژر ترلاسه کړئ.

دا روزنه اوس مهال 279 ساعته ده او عموماً له 10 څخه تر 12 میاشتو پورې دوام کوي.

دا یو کس ته اجازه ورکوي چې په لاندې برخو کې مهارتونه ترلاسه کړي:

  • د ناروغانو هرکلی او ملاتړ؛
  • د مشورې لپاره چمتووالی ونیسئ؛
  • د ډاکټر سره د ځینو پروسیجرونو سره مرسته کول؛
  • د درملنې بهیر تنظیمول؛
  • د ځینو اداري چارو ترسره کول؛
  • د حفظ الصحې او محرمیت قوانین پلي کول.

تاسو د خپل مسلکي مسیر په اوږدو کې د یو کارمند په توګه معاش ترلاسه کوی.

مخکې له دې چې قرارداد لاسلیک کړئ، له کارورکوونکي او روزنیز مرکز سره لاندې موارد وڅېړئ:

  • د کاري قرارداد ډول؛
  • ستاسو معاش؛
  • کاري ساعتونه؛
  • د روزنې دورې؛
  • د روزنې لګښت؛
  • د لګښتونو د پوښښ او تمویل شرایط.

د روغتیا بیمې اداره هغو ځینو ډاکټرانو ته مالي مرسته چمتو کوي چې طبي مرستیال استخداموي.

یادونه: دا مرسته د ځانګړو شرایطو لاندې کار ورکوونکي ته ورکول کیږي.

او ورپسې څه وکړو؟

کله چې اړین مسلکي سند ترلاسه کړئ، کولی شئ له یوه ډاکټر سره د طبي مرستیال په توګه کار وکړئ، په ځانګړي ډول په لاندې ځایونو کې:

  • د ډاکټر په کلینک کې؛
  • په هغه ګډ صحي مرکز کې چې څو ډاکټران پکې کار کوي؛
  • په یوه روغتیايي مرکز کې.

دا تجربه همدارنګه ستاسو د اصلي مسلک پر لور د بېرته تګ لپاره یو پړاو کېدای شي.

10 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • irایډیټر او کره کتونکی
  • jrsfranceایډیټر او کره کتونکی
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles