خصوصي سکتور کې د دایمي ښوونکي په توګه کار کول
د.........لخوا وړاندیز شوي JRS France ...میاشي کیږي چې نوي شوي 8 місяців томуپه فرانسه کې د تدریس لپاره ډیری امکانات شتون لري. د Réfugiés.info فایل "په فرانسه کې د ښوونکي کیدل" وګورئ.
یو دایمي ښوونکی په خصوصي ادارو کې دایمي دنده لري. اکثریت د دغو ادارو له دولت سره یو تړون لاسلیک کړی دی، چې دوی مکلفوي چې د عامه ادارو په څیر ورته تدریسي پروګرامونه تعقیب کړي.
دا " قراردادي تاسیسات " ډیری وختونه مذهبي تاسیسات دي، چې اکثریت یې کاتولیک، مګر نور هم شتون لري، مذهبي یا غیر مذهبي (دوه ژبي تاسیسات، نړیوال تاسیسات، د نوي پیداګوجۍ یا تعلیمي سیستم لرونکي ښوونځي، او نور).
د خصوصي زده کړو په لومړۍ کچه (نرسري یا لومړني ښوونځي) کې د تدریس لپاره، تاسو کولی شئ د خصوصي ښوونځيو د ښوونکو د ګمارنې کانکور (CRPE privé) کې برخه واخلئ کوم چې تاسو ته اجازه درکوي په خصوصي لومړني ښوونځي کې کار وکړئ.
د خصوصي زده کړو په دویمه کچه (منځنۍ او عالي لېسه) کې تدریس کول په اړونده ډیسپلین یا برخې پورې اړه لري او ددې لپاره بېلا بېلي د کانکور ازموینې شتون لري: CAFEP-CAPES، CAFEP-CAPET.
د یادو کانکورونو ازموینو ترسره کول د ځینو شرایطو پوره کولو ته اړتیا لري، یا د ډیپلوم یا په خصوصي یا عامه سکتور کې د مسلکي تجربې لرلو له لارې ترسره کولای شئ.
دا په کلکه سپارښتنه کیږي چې د یادو کانکورونو د ازموینو لپاره د مخکنیو ازموینو نسخو په کارولو سره یا د آنلاین یا مخامخ روزنې له لارې په نظارت شوي ډول چمتووالی ونیسئ.
د فرانسوي ژبې ډېره ښه کچه (B2 یا حتی C1) اړینه ده چې د کانکور په ازموینه کې بریالي شئ او په ښو شرایطو کې تدریس وکړئ.
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
14 مرسته کونکي فعالیت کوي
a mugnierاډمین
xavidumاډمین
emiliejrsایډیټر او کره کتونکی
charifeh aldabaghد صفحي پورته برخه
niknameد صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
igornrgد صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه
shayanroushanد صفحي پورته برخه
rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه