Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهB2, C1, C2

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
د عالي لیسې تر کچې زده کړې ترسره کړې وي
د موټړ چلولوجوازلرل (B)

دا چېرته دی ؟

د اورپايي اتحادې هیوادنو څخه بهر ترلاسه شوي ډیپلوم سره د امبولانس چلوونکي په توګه کار کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 mois

دا څه دي ؟

امبولانس چلوونکی یا کارکونکي د ټپیانو او ناروغانو د نقلولو مسؤلیت پرغاړه لري او دا کار د ځانکړي نقلیه وسایطو له لارې ترسره کوي. هغه باید د پاملرنې مرکز یا روغتون ته د ناروغانو د ژر تر ژره رسیدو لپاره د نقل او حرکت مسیرونو په اړه ښه پوهه ولري. په عامه روغتون کې هغه باید د اداري اسنادو او طرزالعملونو په اړه هم پوهاوی ولري.

په فرانسه کې، هغه خلک چې د اروپایي اتحادیې څخه بهر د امبولانس چلولو ډیپلوم لري باید خپلې زده کړې په یو تخصصي انسټیټیوټ کې بیا پیل کړئ، ترڅو د امبولانس چلونکي دولتي ډیپلوم ترلاسه کړئ.

د دې کار ترسره کولو لپاره، د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکی به وکوالی شي چې د 6 میاشتو دوامداره عملي کار او زده کړو (alternance) روزنه بشپړه کړي. دا په دې منا ده چې نوموړی کس کولی شي په یو وخت کې زده کړه وکړئ او هم د امبولانس چلونکي او کارمند په توګه کار وکړئ. روزنه وړیا ده او تاسو ته اجازه درکوي چې د امبولانس چلونکي دولتي ډیپلوم ترلاسه کړئ.

تاسو باید لږترلږه د فرانسوي ژبې B2 کچه ولرئ.

څنګه یې وکړو ؟

د امبولانس چلونکي په توګه د دولتي ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره چمتووالی د روغتیا وزارت لخوا تصویب شوي مرکزونو لخوا چمتو کیږي. دا روزنه د فرانسوي سره صلیب د روزنیزو انسټیټیوټونو لخوا وړیا چمتو کیږي.

د انتخاب پروسې کې د نوم لیکنې یا راجسترکیدو لپاره، تاسو باید یوه دوسیه مستقیم د خپلې خوښې روزنې انسټیټیوټ ته وسپارئ.

د کاندیدانو انتخاب په دوو مرحلو کې ترسره کیږي:

1 - د دوسیې له لارې وړتیا (مخکې انتخاب)

۲ – د داخلې لپاره مرکه

مهمه یادونه: په عموم کې، د سپتمبر په میاشت کې د روزنې پیل کولو لپاره د وړتیا دوسيې سپارلو وروستۍ نیټه د می 25 او جون 30 ترمینځ ده. د راجسټریشن موده د انسټیټیوټ پورې اړه لري.

لاندې اړین اسناد باید د خپلې دوسیې سره ضمیمه کړئ:

  • د هویت ثبوت
  • د موټر چلولو جواز یا لیسنس، د تجروبوي دورې څخه بهر (د 3 کلونو څخه زیات یا 2 کاله که چیرې موټر د یو ملاتړکونکي سره یو ځای چلولو شوی وي)
    د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه کې "د وړیا نوماند په توګه د موټر چلولو جواز اخیستل" ، "د موټر چلولو ښوونځي سره د موټر چلولو جواز اخیستل" فایلونه هم ولولئ.
  • د طبي معاینې وروسته د امبولانس چلولو لپاره د وړتیا سند
  • یو طبي سند چې د هغو کسانو لپاره چې غواړي امبولانس چلونکی یا کارمند کیدو رشته ترسره کړي اړین دی، چې د یو جواز لرونکي یا تایید شوي ډاکټر لخوا صادریږي (یوازې هغه ډاکټران چې د دولت لخوا ورته اجازه ورکړل شوي وي). تاسو کولی شئ د خپلې سیمې پریفکتور په ویب پاڼه کې د جواز لرونکو یا تایید شویو ډاکټرانو لیست ومومئ.

تاسو کولی شئ دلته په کلیک کولو سره د ټولو غوښتل شویو اسنادو بشپړ لیست ومومئ.

مهمه یادونه: ټول ملاتړکونکي اسناد چې تاسو یې له خپلې دوسیې سره یوځای لیږئ،هغه باید په فرانسوي ژبه لیکل شوي وي یا د تایید شوي او رسمي ژباړونکي لخوا ژباړل شوي وي.
> د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه کې "د سند د رسمي ژباړې غوښتنه کول" فایل هم ولولئ.

د دې لپاره چې د روزنې ترسره کولو لپاره وړ اعلان شي او د دې وړتیا ولرئ چې د داخلې مرکه ترسره کړئ، تاسو باید د شلو څخه لس (20/10) او یا زیاتي نمرې ترلاسه کړئ.

که ستاسو غوښتنلیک ومنل شي، نو تاسو باید د داخلې مرکه ترسره کړئ. د دې مرکې موخه ستاسو هڅونه یا علاقمندي، مسلکي پروژه او وړتیا ارزول دي.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې پدې ازموینه کې د شلو څخه اتو (20/8) نومرو څخه ټیټه نومره ترلاسه کول د ناکامي سبب ګرځي.

مهمه یادونه: مخکې لدې چې تاسو د داخلې مرکې کې برخه واخلئ، تاسو باید د روغتون په خدماتو کې د طبي ترانسپورت مسؤل یا د طبي ټرانسپورټ شرکت کې د نظارت ستاج ترسره کړئ. د ستاج یا عملي کار موده باید 70 ساعته وي.

روزنه 801 ساعته دوام کوي:

  • 556 ساعته عملي او نظري روزنه،
  • په مسلکي چاپیریال کې 245 ساعته روزنه (7 اونۍ 35 ساعته).
مهمه یادونه: تاسو ددې امکان هم لرئ چې روزنه په دوامداره توګه تعقیب نه کړئ، د بېلګې په توګه، په میاشت کې یوه اونۍ د 2 کلونو په موده کې.

د کار او زده کړې (alternance) روزنه تعقیب کړئ

دا ممکنه ده چې د 24 میاشتو لپاره د کار او زده کړې پروګرام په اساس د دولتي امبولانس ډیپلوم (diplôme d’État Ambulancier) ترلاسه کولو لپاره روزنه تعقیب کړئ.

د کار او زده کړې برنامه تاسو ته اجازه درکوي چې د روغتون یا طبي ټرانسپورټ شرکت لخوا استخدام شي چې ستاسو زده کړې تمویل کوي. په بدل کې، تاسو باید د روزنې وخت څخه بهر د ګمارونکي لپاره کار کولو ته ژمن وی او عملي کار وکړئ. د کار په بدل کې به تاسو ته به پیسې یا معاش در کول کیږي.

د کار او زده کړې پروګرام ترسره کولو لپاره، تاسو باید د روغتون خدماتو سره چې د طبي ترانسپورت مسولیت پرغاړه لري یا د طبي ترانسپورت شرکت سره د کار او زده کړې (alternance) تړون لاسلیک کړئ.

مهمه یادونه: دا قرارداد کیدای شي د زده کړې قرارداد وي (د 30 څخه کم عمر لرونکو لپاره) یا د مسلکي روزنې قرارداد (د 30 کلنو څخه پورته کسانو لپاره).

او ورپسې څه وکړو؟

دا ممکنه ده چې په مستقیم ډول په روغتون یا طبي ټرانسپورټ شرکت کې د امبولانس چلونکي یا یرامیډیکل پرسونل په توګه کار وکړئ.

امبولانس چلونکي یا د امبولانس پرسونل کولی شي په خپل مسلک یا رشته کې د خپل فعالیت، کارکردګۍ او سابقي پر اساس پرمختګ او ارتقا وکړي.

دلته 3 درجې شتون لري: دوهم کټګورۍ امبولانس چلوونکي، لومړۍ کټګورۍ او غیر کټګورۍ.

د نرس مرستیال یا په روغتون کې د ناروغانو د نقل او حرکت کارمند (brancardier) کیدو لپاره لنډې زده کړې ترسره کړئ:

  • د امبولانس چلونکي یا کارمند په توګه تاسې د دې فرصت لری چې ښوونځي ته د داخلي کانکور یا ازموینې ترسره کولو پرته د نرس مرستیال روزنې کې برخه واخلئ او د ځینو روزنې ځینو برخو څخه معاف او اثتثنا شئ. دا روزنه نږدې 33 اونۍ دوام کوي (9 اونۍ نظري زده کړې او 6 ستاجونه چې هر یو یې 4 اونۍ دی).

    > د Réfugiés.info پاڼه کې "په فرانسه کې د نرس مرستال کیدل" فایل هم ولولئ.
  • د روغتون امبولانس چلونکو یا کارمند لپاره چې په SMUR او یا په بیړنۍ څانګه کې کار کړی یا کار کوي، د دوی لپاره دا هم امکان لري چې د VAE له لارې د نرس مرستیال کیدو هڅه وکړئ.
  • دا هم امکان لري چې یو لنډ روزنیز کورس تعقیب کړئ ترڅو د ناروغانو د نقل او حرکت کارمند (brancardier) شي.
د پاڼې سر

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
niknameniknameد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
hadudmak19hadudmak19د صفحي پورته برخه
john14john14د صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
nurianuriaایډیټر او کره کتونکی
leo sennikovleo sennikovد صفحي پورته برخه
irirایډیټر او کره کتونکی
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه