د کور لپاره د مرستو غوښتنه وکړئ
دا څه شی دی؟
کاف CAF (د کورنیو د تخصیص صدنق) کولی شي تاسو سره ستاسو د وضعیت او ستاسو سرچینو پورې اړه لري ستاسو د کرایې په تادیه کې مرسته وکړي.
د کور مرستې په درې ډوله دي:
- د کور په کرایه کې ځانګړې مرسته (APL) : د دولت سره د موافقې لاندې یا سوسیال کورنو کرایه کونکو لپاره.
- د کورنۍ د استوګنې تخصیص (ALF) . د هغو خلکو لپاره چې APL نه لري او د دوی د کورنۍ وضعیت سره سم (مثال: ماشومان، ترسرپرستي لاندې کسان او داسي نور).
- د ټولنیز کور تخصیص (ALS) : د هغو کرایه کونکو لپاره چې نشي کولی APL او ALF ترلاسه کړي.
یادونه: ستاسو د کور لپاره د مرستي اندازه په لاندې مواردو پورې اړه لري:
- له تاسو سره په کور کې د د ژوند کونکو کسانو شمیر
- د استوګنې ځای
- د کرایې قیمت
- په تیرو 12 میاشتو کې د کورنۍ سرچینې .
دا د چا لپاره دی؟
ټوله فرانسه
ټوله فرانسه
څنګه وکړو؟
معلومه کړئ چې تاسو د کور لپاره مرستې ترلاسه کولی شئ
تاسو مرسته ترلاسه کولی شئ که چیرې:
- تاسو د فرانسې تبعه یاست یا د اروپا د اقتصادي سیمې یا سویزرلینډ تبعه یاست
- یا تاسو د بهرني تابعیت لرونکي یاست چې د استوګنې معتبر جواز لري
- په کوم کور کې چې ژوند کوی ستاسو اصلي استوګنځی دی (چیرې چې تاسو په کال کې لږترلږه 8 میاشتې ژوند کوئ)
- تاسو د کور د خاوند د کورنۍ څخه نه یاست ( مور، پلار، نیکه، ماشوم یا لمسیان او نور)
- تاسو په یو ګډ کور (فویي)، هوټل، په یو تجهیز شوي استوګنځي کې یا د پوهنتون په استوګنځي یا لیله کې اوسیږئ
- ستاسو د استوګنې ساحه لږترلږه:
- د یو کس لپاره 9m2
- د دوو کسانو لپاره ( 16m2) چې (+ 9m2 د هر اضافي شخص لپاره)
- د اتو یا ډیرو کسانو لپاره (70m2)
- ستاسو سرچینې او هغه کسانو چې ستاسو سره ژوند کوي د ټاکلي حد څخه ډیر نه وي.
خپل اسناد چمتو کړئ
تاسو لاندې اسنادو ته اړتیا لرئ:
- د هویت سند (د هویت کارت، پاسپورټ یا د اوسیدو اجازه)
- ستاسو د ټولنیز امنیت (بیمي) شمیره که تاسو یې لرئ
- د ښوونځي سند که تاسو زده کونکی یاست
- د بریښنالیک پته یا د ګرځنده تلیفون شمیره
- ستاسو د کرایې اجاره یا قرارداد (هغه تړون چې د استوګنې د خاوند سره لاسلیک شوی)
- د کرایې سند چې ستاسي د کور خاوند لخوا بشپړ شوی وي
- د تیرو 12 میاشتو لپاره ستاسو د سرچینو مقدار (تنخواه، د خوارکي توکو مرستي، د بیکارۍ ګټې، د ناروغۍ رخصتۍ یا د کار حادثې ګټې، او نور)
- د بانکي حساب بیان یا معلوماتو سند ( RIB )
- ستاسو د بانکي حسابونو اوسني وضعیت سره د حساب بیان او معلومات.
یو تجربوي معلوماتي تمرین (سمولاسیون) ترسره کول
آنلاین سمیلیټر یا تجربوي تمرین ترسه کول له تاسو سره په لاندې مواردو کې مرسته کوي چې:
- ومومئ چې ایا تاسو مرسته ترلاسه کولی شئ
- پوه شئ چې تاسو کوم ډول مرسته ترلاسه کولی شئ
- د مرستې اټکل شوې اندازه محاسبه کول
که تاسو د مرستې مستحق یاست، تاسو کولی شئ مستقیم آنلاین درخواست وکړئ. د دې کولو لپاره، د سمیلیټر یا تجربوي تمرین په پای کې "غوښتنه وکړئ" باندې کلیک وکړئ.
خپل د کاف CAF حساب ته ننوځئ
که تاسو دمخه د CAF ګټه اخیستونکي یاست، خپل د کاف CAF حساب ته ننوځئ .
که تاسو لاهم د کاف CAF ګټه اخیستونکي نه یاست:
- "زه خپل حساب جوړه وم" برخه باندې کلیک وکړئ
- لاندې "تاسو ګټه اخیستونکي نه یاست"، برخه کې "غوښتنه وکړئ" باندې کلیک وکړئ
- د "کور" موضوع غوره کړئ بیا "د کور د مرستې غوښتنه" برخې باندې کلیک کړئ
- په "غوښتنلیک" کلیک وکړئ
- د "یو حساب جوړ کړئ" لاندې، د "جوړول" “Créer” برخي بټن باندې کلیک وکړئ
- د خپل حساب جوړولو لپاره ګامونه تعقیب کړئ
یادونه: > دا معلوماتي فایل هم ولولئ: د Refugees.info پاڼه کې "ځان ثبت کړئ او له CAF سره وصل شئ"
غوښتنه وکړئ
- یوځل چې تاسو خپل حساب ته ننوتلی، په "هستوګنې" برخه باندې کلیک وکړئ بیا په "غوښتنلیک" باندې کلیک وکړئ
- "پیل کول" برخه کلیک وکړئ او د درخواست کولو لپاره معلومات چمتو کړئ
او وروسته؟
خپل غوښتنلیک آنلاین تعقیب کړئ
- د خپل حساب څخه "زما ګامونه تعقیبول" “Suivre mes démarches” برخې ته لاړ شئ.
- کاف CAF تاسو ته خبر درکوي کله چې ستاسو غوښتنه پروسس یا وارزوي.
یادونه: مرستې د میاشتې له لومړۍ ورځې څخه د هغې میاشتې وروسته ورکول کیږي چې ستاسي دوسیه منل شوي او څیړل شوې وي. تادیه کولی شي شاوخوا 2 میاشتې وخت ونیسي. ورسته به تاسو د میاشتې په هره پنځمه نیټه کې مرستې ترلاسه کوئ.
په خپله غوښتنه کې د تېروتنې په صورت کې باید څه وکړئ
- د خپل حساب څخه " د خپل کاف سره اړیکه نیول" برخي ته لاړ شئ
- کاف CAF ته د تیروتني په اړه راپور ورکړي او خپله تېروتنه سمه کړی
په خپل حالت کې بدلون اعلان کړئ
کاف CAF ته ستاسو په وضعیت کې د بدلون په اړه راپور او معلومات مه هیروئ (نقل مکان، د بانک توضیحات، د کورنۍ ژوند، او نور).
د پورته کار ترسره کولو لپاره، د خپل آنلاین حساب څخه "بدلون اعلان کړئ" ته لاړ شئ. تاسو کولی شئ نږدې کاف CAF ته هم لاړ شئ ترڅو په اداره کې د وضعیت د بدلون راپور او معلومات ورکړئ.
که تاسو د کاف CAF د کومي پریکړي سره موافق نه یاست
- د خپل حساب څخه " د خپل کاف سره اړیکه نیول" برخي ته لاړ شئ
- په اړونده لست کې "ستاسو اړونده پوښتنې" غوره کړئ، "د یو حق، تادیه یا د کاف لخوا غوښتل شویو پیسو اړوند اعتراض کول" برخه غوره کړئ.
- خپل غوښتنلیک ډک کړئ بیا فورمه واستوئ
- کاف CAF به تاسو ته په 15 ورځو کې ځواب ووایی