مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
د روغتون بیړنۍ څانګي ته تلل
دا څه دي ؟
په فرانسه کې شاوخوا 650 د بیړنۍ خدمتونه څانګي په روغتونونو او کلینیکونو کې شتون لري. دا خدمتونه د هغو خلکو لپاره ځانګړې شوي چې بیړنۍ طبي پاملرنې او درملني ته اړتیا لري.
څنګه یې وکړو ؟
بیړنۍ یا ایمرجنسي څانګي هغو ستونزو ته ځانګړي شوي چې بیړنۍ پاملرنې او درملنې ته اړتیا لري.
⇒ د مثال په توګه، تاسو باید بیړنۍ څانګي ته لاړ شئ که تاسو لاندې نښې نښانې لرئ:
- په سینه یا چپ لاس کې درد
- خونریزي، د وینې سره اسهال
- فلج
- تبه چې دوامداره وي، یا ډیره لوړه وي
- سوځیدل، بریښنا نیودل
- سر چکر خوړل، اختلال او اضطرابات
- په تنفس(ساه) اخیستو، خبرو کولو یا تګ کې ستونزي لرل
- د سړک حادثه (حتی د درد پرته)
- د یو څیز بدن ته داخلیدل او نشئ کولای چې وایستیل شي
- نشه کیدل، مسموم کیدل
- د احتمالي کسر له کبله لویدل
- د پړسوب سره ناڅاپه حساسیت ښودل
- سخت او مشخص درد (سر، خیټه، ...)
- د ځان وژنې هڅه...
⇒ دا اړینه نده چې بیړنۍ څانګي ته لاړ شئ که چیرې تاسو کومه روغتیایی ستونزه ولرئ چې تر بلې ورځې انتظار وکړئ (یا دوشنبه که د اونۍ پای وي) انتظار وکړئ، ترڅو وکولای شئ له خپل شخصی معالج یا ډاکټر سره د لیدو وخت ونیسئ.
د مثال په ډول :
- درد چې د څو ورځو لپاره دوام کوي
- طبي سند ته اړتیا لري / د نسخې نوي کول
- واکسين کول
- د کار څخه د رخصتۍ موده غځول...
⇒ که تاسو شک لرئ، د پریکړې لپاره چې آیا تاسو باید بیړنۍ خونې ته لاړ شئ او که نه نو لاندې کارونه ترسره کړئ:
- د اونۍ او ورځې په جریان کې، خپل ډاکټر سره اړیکه ونیسئ که تاسو یې لرئ
- که ستاسو شخصي ډاکټر شتون ونلري، د 15 (سامیو) سره اړیکه ونیسئ که تاسو په فرانسوي ژبه خبرې کولی شئ. که نه نو، په انګلیسي یا بله ژبه خبرې کولو لپاره 112 (اروپایي بیړني حالت) سره اړیکه ونیسئ. تاسو باید خپلې نښې تشریح کړئ او یو تنظیم کوونکی ډاکټر به تاسو ته معلومات درکړي:
- که تاسو اړتیا لرئ چې بیړنۍ څانګي ته لاړ شئ،
- که تاسو اړتیا لرئ چې نوکریوال ډاکټر ته لاړ شئ،
- که تاسو اړتیا لرئ په کور کې د مشورې یا مداخلې څخه ګټه پورته کړئ.
- په ماښام یا د اونۍ په پای کې، تاسو کولی شئ د تلیفون له لارې د طبي خدماتو سره مشوره وکړئ. په کوم ځای کې چې تاسو ژوند کوئ، خدمتونه توپیر لري. دلته د اړیکو ځینې ټکي دي:
- د روغتیايي مرکزونو سره د تلیفون له لارې اړیکه نیول (په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې). په پاریس کې د طبي مرکزونو موندلو لپاره دلته کلیک وکړئ. دې مرکزونو ته د تګ لپاره د ملاقات اخیستو اړتیا نشته.
- د SOS ډاکټران (که تاسو مشورې ته اړتیا لرئ، مګر په بیړني حالت کې نه یاست): که تاسو په پاریس کې اوسیږئ یا په 92، یا 93، یا 94 څانګه کې، نو د استوګني ځای ته د ډاکټر راتګ لپاره دې (0147077777) شمیرې ته زنګ ووهئ.
په ډیری روغتونونو او کلینیکونو کې عمومي بیړني خدمتونه شتون لري.
تاسو کولی شئ وګورئ چې آیا تاسو ته نږدې بیړني خدمت شتون لري: خپل ښار یا خپله څانګه پدې سایټ کې ولیکئ، د پاڼې ښي طرف ته د لټون په خانه کې.
دلته ځانګړي بیړني خدمتونه هم شتون لري:
- د ماشومانو لپاره بیړنۍ څانګي (د ناروغو ماشومانو یا حادثې قربانیانو لپاره)
- د نسایی او ولادي بیړنۍ څانګي (د امیندوارو میرمنو لپاره یا د وینې بهیدنې، زخمي کیدل، درد، او داسې نور)
- د غاښونو بیړني مرکزونه (که تاسو د غاښ درد لرئ)
- د سترګو ، قلبي (د زړه لپاره)، رواني ناروغي (د رواني ستونزو لپاره)، ډرماتولوژیکي (د پوستکي لپاره) بیړني مرکزونه ...
لاندې اسناد باید له تاسو سره وي کله چې بیړني مرکز ته ځئ:
- ستاسو کارت ویتال یا ستاسو د روغتیا بیمې سند که تاسو یې لرئ
- ستاسو د روغتیا بیمې کارت (میچول) که تاسو یې لرئ
- د هویت کارت، آډي کارت
- ستاسو تلیفون او چارجر
- د انتظار په حالت کې د ځان مشغولتیا لپاره (مثال: یو کتاب که تاسو یې د لوستلو توان لرئ).
- د تادیې وسیله (کریډیټ کارت، نغدې پیسې، چک بک)
د موسم سره سمون لرونکي جامې له ځان سره واخلئ (کوټ، سویټر، ټي شرټ…) او ګرمي جامي یا زیر پوشي.
بیړنۍ څانګې ته لاړشئ. په روغتونونو او کلینیکونو کې بیړنۍ څانګې اکثرا په ښه توګه نښه شوي او پارکینګ لري.
د ریسپشن یا هرکلي ځای د تاسیساتو سره سم توپیر لري، ولي په ټولو حالاتو کې به تاسو له لاندې خدماتو څخه تیرېږئ:
- اداري ریسپشن: ستاسو د هویت او د کارت ویتال یا بیمې کارت په ورکولو سره تاسو ته دوسیه جوړیږي.
- د "لومړنۍ مرستې" ریسپشن: یو نرس به تاسو ته د اړتیا په صورت کې لومړنۍ مرستې چمتو کړي (د بیلګې په توګه: په لاس باندې د یو بند تړل)، ستاسو عمومي معاینات (ستاسو د وینې فشار، ستاسو د حرارت درجه، او نور) او په دې موخه چې ستاسو وضعیت څومره بیړنۍ او جدې دی کتنه او ارزونه به ترسره کړي. د وضعیت جدیت ته په کتو، هغه ممکن تاسو د درملنې خونې یا د انتظار خونې ته ولېږي. له هغې څخه د خپل وضعیت په هکله د پوښتنوکولو څخه ډډه مه کوئ.
که تاسو د انتظار خونې ته لیږل شوي یاست، هغه لارښوونې تعقیب کړئ چې تاسو ته د څښاک، خوړلو، درملو اخیستلو په اړه درکړل شوي.
ستاسو د انتظار وخت په دې پورې اړه لري چې:
- د نورو ناروغانو په څیر ستاسو د وضعیت جديتوب (که چیرې یو ناروغ د مرګ له خطر سره مخ وي، هغه لومړیتوب لري، ولو که له تاسو څخه ورسته هم راغلی وي)
- د معاینې، پاملرنې او نورو لپاره د روغتیا متخصصینو او تجهیزاتو شتون.
د انتظار وخت کیدای شي لنډ وي (له یو ساعت څخه لږ) یا اوږد (څو ساعته). صبر وکړئ او په آرامۍ سره انتظار وکړئ.
ورسته به تاسو د درملنې ځای ته وغوښتل شئ.
د درملنې په ځای کې، ستاسو وضعیت پورې اړه لري، تاسو به له لاندې خدماتو څخه ګټه پورته کړئ:
- د بیړني ډاکټر او احتمالي متخصص ډاکټر سره طبي مشوره (چې ممکن وخت ونیسي)
- معاینات (سکینر، ایکسری، د وینې معاینه، او نور)
د دې مختلفو خدماتو او کړنو په مینځ کې، تاسو باید په انتظار خونه کې یا په "بکس" (کوچنۍ خونه) کې انتظار وکړئ چیرې چې تاسو کولی شئ استراحت هم وکړئ.
د انتظار په وخت پورې اړه لري، ممکن تاسو ته لږ خواړه هم درکړل شي، که چیرې ستاسو صحي وضعیت ددې اجاز ورکړي.
او ورپسې څه وکړو؟
د وتلو اجازه باید د ډاکټر لخوا ورکړل شي.
ستاسو حالت پورې اړه لري، تاسو کولی شئ لاړ شئ که چیرې:
- د روغتون په خونه کې : که تاسو بستر کیدو یا نورو معایناتو ته اړتیا لرئ، تاسو به په یوه خونه کې ځای په ځای شئ. په دې حالت کې، تاسو کولی شئ د هغه چا څخه وغواړئ چې تاسو باور ورباندې لرئ چې ستاسو وسایل او سامان راوړي.
- په کور کې : که تاسو په بیړني روغتون کې بستر کیدو ته اړتیا نلرئ، تاسو د نسخې سره سره رخصت کوي، ممکن د لومړیو څو ساعتونو لپاره درمل درکړل شي، اداري کاغذونه او ستاسو شخصي ډاکټر ته یو لیک (که تاسو يې لرئ) درکړل شي.
که تاسو په روغتون کې بستر کیدو پرته بیړنۍ مرکز پریږدئ، تاسو باید €19.61 یورو تادیه کړئ. دا د "بیړني ناروغ مصارف" (FPU) په نامه یادیږي چې ستاسو د وضعیت په پام کې نیولو سره کم یا وړیا کیدی شي (مختلفي قضیې دلته مشخصي شوي).
تاسو کولی شئ پیسې په لاندې ډول ورکړئ:
- په مستقیم ډول د بیړنۍ څانګې څخه د تلو په وخت کې،
- کله چې تاسو د روغتون څخه بل ترلاسه کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
15 مرسته کونکي فعالیت کوي