خپل کلتوري جواز ترلاسه کړئ

خپل کلتوري جواز ترلاسه کړئ

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)20 mai 2022

دا څه شی دی؟

د "کلتور پاس" "pass culture" یو اپلیکیشن دی چې 18 کلنو ځوانانو ته ددې فرصت ورکوي چې د کلتوري فعلیتونو په اړه ځان خبر او ترسره یې کړي.

هر ځوان €300 یورو ترلاسه کوي چې کولای شي د لاندې فعالیتونو لپاره یې مصرف کړي:

  • سینما او میوزیم ته تګ
  • کتابونه اخیستل، په یوه مجله کې ګډون کول ،
  • انټرنشپ یا ورکشاپونه ترسره کول،
  • میوزیک یا فلمونه ډاونلوډ کول او داسې نور

یادونه: د کلتور پاس کارولو لپاره، تاسو باید په فرانسه کې د یو کال څخه زیات ژوند کړی وي. د پاسپورت غوښتنه کیدی شي تر 19 کالو دمخه ورځې پورې. دا د راجسټریشن یا ثبت نام له نیټې څخه پیل کیږي او د 2 کلونو لپاره اعتبار لري.

د جواز تادیه د عمر سره سم زیاتیږي. ځوانان، تعلیم کونکي یا نه لاندې پیسي تراسه کوي:

  • د کال 20 یورو د 15 لکنۍ څخه
  • د کال 30 یورو د 16 کلنۍ څخه
  • د کال 30 یورو د 17 کلنۍ څخه
  • د کال 030 یورو د 18 کلنۍ څخه

دا د چا لپاره دی؟

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 15 ته 19 کاله
پرته له دې ناممکن دی
په فرانسه کې د اوسیدو سند
موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 15 ته 19 کاله
پرته له دې ناممکن دی
په فرانسه کې د اوسیدو سند
موقع

ټوله فرانسه

څنګه وکړو؟

1

اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ

په ګوګل پلی یا اپل سټور کې اپلیکیشن ډاونلوډ کړئ او تاسو ته نږدې ټول کلتوري وړاندیزونه ومومئ.

2

ځان ثبت کړئ

د راجستر او نوم لیکنې لپاره، تاسو باید لاندې اسناد سکین او واستوئ:

  • د پیژندني یا هویت پاڼه
  • په خپل نوم د پتې ثبوت لرل (د استوګنې په صورت کې، د کوربه پته ثبوت، د استوګنې سند او د کوربه پیژندنې سند ضمیمه کړئ).
3

خپل پاس وکاروئ

یوځل چې ستاسو راجسټریشن او ثبت نام کیدل تایید شي ، تاسو کولی شئ فعالیتونه (سینما ، میوزیم ، انټرنشپ ...) کې ځان ثبت کړئ یا تجهیزات لکه (کتابونه ، فلمونه ، میوزیک ...) په مستقیم ډول په غوښتنلیک کې واخلئ د 300 یورو په واسطه چې ستاسو په اکونټ وي.

او وروسته؟

د خپل پاس کارول مه هیروئ!

غواړئ تیاتر ته لاړ شئ، فلم یا ننداره وګورئ؟ د عکس اخیستني دوره د مجلې ګډون یا آنلاین میوزیک ته؟ د کلتور پاس کلتوري ملګري او همکار اړخونه تاسو ته په زرهاو وړاندیزونه وړاندې کوي، د خپلي علاقي سره سم یې حفظ او ریزرف کړئ.

هغه کسان چې عمرونه یې 18 کاله دي، د خپل حساب د فعالولو څخه ورسته دوو کلونو کې د خپل 300 یورو کارول مه هیروئ. وروسته، دا به ډیر ناوخته وي!

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
7 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Pass Culture

Pass Culture