Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

د مهاجرینو لپاره د اروپایی وړتیا پاسپورټ لپاره غوښته کول (EQPR)

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 6 mois

دا څه دي ؟

د کډوالو لپاره د اروپا د وړتیاو پاسپورټ چې د EQPR په نوم هم یادیږي (د مهاجرینو لپاره د اروپا د وړتیاو پاسپورټ) یو رسمي سند دی چې ستاسو د لوړې کچې زده کړې او ستاسو مسلکي مهارتونه ثابتوي چې فرانسې ته ستاسو له رسیدو دمخه ترلاسه شوي.

دا د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکو (کډوالو، د فرعي محافظت لرونکي اشخاصو، بې تابعیته اشخاصو)، پناه غوښتونکو او لنډمهاله خوندي اشخاصو لپاره تخصیص شوی چې د ملاتړ اسناد نلري.

حتی که تاسو خپل ډیپلومونه یا مسلکي سندونه له ځانه سره نلرئ، ځکه چې تاسو د خپل هیواد پریښودو دمخه د دوی د اخیستلو توان نه درلود یا دا چې دوی د سفر په جریان کې ورک شوي وي، EQPR دا امکان برابروي چې بیرته ښوونځي ته لاړ شي یا په فرانسه کې کار ومومي، پرته له دې چې ټول ډیپلومونه بیرته ترسره کړئ.

د EQPR غوښتنه په 2 مرحلو کې ترسره کیږي:

- آنلاین غوښتنه

- شفاهي مرکه.

مهمه یادونه: EQPR وړیا دی او په نورو اروپایی هیوادونو کې کارول کیدی شي.

د EQPR پریزنټشن سند یا لارښود په څو ژبو کې شتون لري: عربي ، انګلیسي ، دري ، فرانسوي ، الماني ، یوناني ، ایټالوی ، پولنډي ، رومانیايي ، هسپانوي ، اوکراین .

څنګه یې وکړو ؟

په لومړی مرحله کې تایو باید ځان چمتو کړئ او خپل شته اسناد سکین کړئ :

  • ستاسو د هویت اسناد

- د پناه غوښتونکي سند یا د OFPRA رسمي لیک چې د کډوال حیثت ورکړل شوی

- د استوګنې جواز یا ریسپسي یا د استوګنې جواز لپاره د غوښتنلیک سند

- عکس د پاسپورټ اندازه

د لوستلو لپاره: Refugees.info پاڼه " د برېښنايي عکس اخیستل او کارول "

  • ټول هغه اسناد چې تاسو فرانسې ته له رسیدو دمخه په خپل هیواد کې د خپل ښوونځي ، پوهنتون او مسلکي ژوند په اړه له ځان سره لرئ

- سندونه یا ډیپلومونه (تحصیلي، مسلکي، ژبه، او داسي نور)

- د زده کړو نتایج

- ډیپلومونه

- د زده کونکي کارت

- مقاله، منوګرام / څیړنیز کار

- سي ويCV…

د لوستلو لپاره: د ریفیوجي.انفو Refugees.info پاڼه " د سند سکین کول " هم ولولئ.

  • د اروپا شورا ویب پاڼې ته لاړ شئ: https://coe.diplo-me.eu
  • "نوی حساب جوړ کړئ" "Create a new account" باندې کلیک وکړئ
  • خپل نوم، تخلص او خپل بریښنالیک ولیکئ، او په "نوم لیکنه" کلیک وکړئ

تاسو به د اکونټ یا حساب فعال کولو لینک او پاسورډ سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ ( دخپل ایمل په انبوکس کې یا ځینې وختونه په سپیم کې وګورئ).

په دې بریښنالیک کې، د ننوتلو پاڼې ته د رسیدو لپاره "اکاؤنټ فعال کړئ" "Activate Account" باندې کلیک وکړئ. ستاسو د بریښنالیک آدرس ستاسو کارن نوم دی او ستاسو پټنوم یا پاسورډ په ترلاسه شوي بریښنالیک کې دی.

  • خپل EQPR حساب ته د ننوتلو لپاره "انټر" کلیک کړئ.
  • د "پروفایل - حساب" برخه کې، غوښتل شوي معلومات بشپړ کړئ.
  • پوښتنلیک په مستقیم ډول ډک کړئ یا یې ډاونلوډ کړئ ترڅو دا په کاغذ کې بشپړ کړئ او بیا یې سکین کړئ.
مهمه یادونه: دا پوښتنلیک ستاسو د دوسې اصلي سند دی، تاسو باید په واضح ډول دخپل وضعیت په اړه تشریحات او مالومات ورکړئ.
  • "زما غوښتنلیک - EQPR" باندې کلیک وکړئ
  • تاسو باید لومړی هغه پوښتنلیک اپلوډ کړئ چې تاسو بشپړ کړی دی (دریم ګام).
  • بیا خپل د هویت اسناد اپلوډ کړئ (د لومړي ګام لومړۍ برخه)
  • د خپل ښوونځي، پوهنتون او مسلکي ژوند اسناد په "اختیاري اسناد" برخه کې پورته کړئ (د 1 ګام دویمه برخه)
  • وروستی ګام: د رضایت فورمې یوه بشپړه او لاسلیک شوې کاپي اپلوډ کړئ. تاسو کولی شئ د "معلوماتو – د رضایت فورمه" برخه کې یو بیلګه ومومئ.
  • بیا کلیک کړئ "تصدیق" برخه.
  • په اخیر کې ، کله چې ټول اسناد اپلوډ شي ، په "غوښتنه لیږلو" کلیک وکړئ.

ستاسو غوښتنه ولیږل شوه.

که ستاسو دوسیه ومنل شي، تاسو به د ارزونکي ټیم سره په مرکه کې برخه واخلئ.

دا ارزوني مسؤولین د وړتیا متخصصین دي (د ښوونځي مهارتونه، مسلکي پوهه). دوی د بهرنیو ډیپلومونو، د ښوونځي سیسټمونو او د اصلي هیوادونو مسلکي سکتورونو اړوند ښه مالومات لري.

مهمه یادونه: مرکه نږدې 45 دقیقې دوام کوي او مخامخ یا د ویډیو کنفرانس له لارې ستاسو په مورنۍ ژبه یا په بهرنۍ ژبه کې چې تاسو پرې خبرې کوئ ترسره کیږي.

او ورپسې څه وکړو؟

تاسو کولی شئ داړونده انټرنټ پاڼې له لارې د "زما طرزالعمل" برخې کې د خپلې غوښتنې پرمختګ تعقیب کړئ.

مهمه یادونه: د نورو معلوماتو لپاره یا که تاسو کومه پوښتنه لرئ، تاسو کولی شئ د اروپا شورا سره اړیکه ونیسئ:
- د بریښنالیک له لارې refugees.qualifications@coe.int
- د تلیفون له لارې 0388412000
- د اړیکې فورمې په واسطه، په سایټ کې د پاڼې په پای کې

که پریکړه مثبته وي، تاسو به د کډوالو لپاره د اروپا د وړتیاو پاسپورت ترلاسه کړئ.

مهمه یادونه : دا د منلو نیټې څخه د 5 کلونو لپاره اعتبار لري.

که پریکړه منفي وي، تاسو به د رد کیدو په اړه له توضیحاتو سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

مهمه یادونه: هیڅ اپیل یا استیناف شتون نلري، د بیلګې په توګه تاسو نشئ کولی د پریکړې په مقابل کې شکایت وکړئ، ولې د منل کیدو کچه په عمومي توګه ډیره لوړه ده.
د پاڼې سر

17 مرسته کونکي فعالیت کوي

claudia mclaudia mاډمین
fatma bouhejbafatma bouhejbaاډمین
hugo stéphanhugo stéphanاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
utilisateur_61623907utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
nalothmannalothmanد صفحي پورته برخه
nour alhindinour alhindiد صفحي پورته برخه
aman expertaman expertد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
sitora abdullaevasitora abdullaevaد صفحي پورته برخه
utilisateur_2134382utilisateur_2134382ایډیټر او کره کتونکی
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
utilisateur_72275219utilisateur_72275219ایډیټر او کره کتونکی