Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

یو پوستي ادرس ترلاسه کړئ

د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

که تاسو یو ثابت ځای د اوسیدو یا پته نلرئ، تاسو بیا هم د خپلو پوستونو ترلاسه کولو لپاره پتې یا پوستي ادرس ته اړتیا لرئ. تاسو باید د ښاروالۍ له مرکز څخه چیرې چې تاسو ژوند کوئ او یا هم ورسره ارتباط لرئ لکه کار، د ماشومانو ښوونځۍ، یا هم روغتیايې او ټولنیز خدمات ترلاسه کوئ او داسې نورې اړیکې لری د ادرس غوښتنه وکړئ.

د ښاروالۍ مرکز د ټولینزوخدماتوڅانګه CCAS باید تاسو ته ستاسو دپوستونو ترلاسه کولو لپاره حل وړاندې کړي. هغه باید تاسو ته د استوګني سند درکړي. دا سند به ستاسو د ټولو پروسیجرونو لپاره ستاسو د پوستې پتې د تثبیت لپاره وکارول شي.

اتحادیې یا اسوسیشنونه هم کولی شي تاسو ته د یوې پتې یا ادرس پیشنهاد وکړي.

څنګه یې وکړو ؟

د لیدنې څرنګوالي موندلو لپاره د ښارولۍ تالار سره چیک کړئ. ډیری وختونه، دا د ښارد ټولنیزوچارو د خدماتو مرکز CCAS ته د مراجعې په صورت کې ترسه کولای شئ.

تاسو څخه ډیری ځله غوښتنه کیږي چې لاندې غوښتنلیک فورمه ډکه کړې. La domiciliation postale

مهمه یادونه: تاسو به اړتیا ولرئ چې ثبوت وړاندې کړئ چې تاسو د ښار سره اړیکه لرئ (پخوانی استوګنځی، کار، ستاسو د ماشوم ښوونځی، طبي یا ټولنیز تعقیب)

یومسوول کس به له تاسو سره وګوري او له ښار سره ستاسو د اړیکې ثبوت به وګوري، د مثال په توګه: د معاش سلیپ یا رسید، د یوې اتحادې څخه سند، د ښوونځي سند، او داسې نور.

که تاسو د ښار سره ستاسو د اړیکې ثبوت لرئ، د ښاروالۍ مرکز مسؤلیت لري چې تاسو ته د استوګنې یا پتې سند درکړي. په ډیری وختونو کې، تاسو ته د مرکې پرمهال ځواب درکول کیږي.

او ورپسې څه وکړو؟

که د ښاروالۍ مرکز تاسو ته استوګنځې پته درکول رد کړي، تاسو کولی شئ دا پریکړه له اداري محکمې سره درج او شکایت وکړئ.

مهمه یادونه: مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، تاسو د دې اپیل یا شکایت کولو لپاره دوه میاشتې لرئ.

د شکایت ثبتولو لپاره باید لاندې اجراآت ترسره کړئ:

  • دا امکان لري چې د وړیا وکیل غوښتنه وکړئ، که تاسو لږې پیسې یا مالي امکانات ولرئ.
  • تاسو کولی شئ د ټولنیز کارمند یا یوې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړئ.

اتحادیې کولی شي د استوګنې یا ادرس ورکولو خدمات هم وړاندې کړي. د خپل ټولنیز کارمند یا د یوې ټولنې څخه چې بې کوره خلکو ته مرستې چمتو کوي د لیست او معلوماتو غوښتنه وکړئ.

مهمه یادونه: په یاد ولرئ چې اړونده اتحادیې ډیری وختونه له حده زیات مراجعین لري او کولی شي تاسو رد کړي که دوی ډیرې غوښتنې ولري.

د استوګنې یا پتې سند چې تاسو ته درکول کیږي د یو کال لپاره اعتبار لري.

دا تاسو ته اجازه درکوي چې د ټولو پروسیچرونو او چارو لپاره خپل آدرس تثبت او توجیه کړئ.

مهمه یادونه: د پتې ساتلو لپاره، تاسو باید لږترلږه په هرو 3 میاشتو کې یوځل پوستي خدماتو ته راشئ.

د یو کال په تیریدو سره، دا اړینه ده چې د نوي کولو غوښتنه وکړئ.

17 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • a mugnierاډمین
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • sitora abdullaevaد صفحي پورته برخه
  • utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
  • aman expertد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • alhindi nourد صفحي پورته برخه
  • nalothmanد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • utilisateur_2134382ایډیټر او کره کتونکی
  • fatma bouhejbaد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • david_hedrich_jrsایډیټر او کره کتونکی
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه

Liens utiles