د زده کړو لپاره د یو تعلیمي بورس غوښتنه کول
بورس یا سکالرشپ یوه مالي مرسته ده چې د شرایطو لاندې هغو زده کونکو ته ورکول کیږي چې د پوهنتون په کچه د خپلو زده کړو په تمویل کې ستونزې لري.
هغه کډوال زده کونکي چې د نړیوال یا لنډمهاله خوندیتوب څخه ګټه پورته کوي او د تعلیمي کال د سپتمبر په لومړۍ نیټه د 28 کلونو څخه کم عمر ولري، هغوې د کروس CROUS (د پوهنتونونو او زده کړو چارو سیمه ایز مرکزونه) لخوا اداره شوي بورسونو ته لاسرسی لري.
دوی پدې توګه د "بورس لرونکي" زده کونکي حیثیت لري .
بورسونه د ټولنیزو معیارونو (BCS) یا ځانګړي کلنۍ مرستې (ASAA) پراساس لاندې ګټې وړاندې کوي:
- په میاشتنۍ ډول د بورس یا مالي مرسرتې ترلاسه کول
- تاسو اړتیا نلرئ د پوهنتون د راجسټریشن فیسونه تادیه کړئ، او نه هم د زده کونکي او کیمپس ژوند کې سهم یا وڼده ورکړئ (CVEC)
- تاسو د CROUS په استوګنځيو یا لیلیو کې چې د زده کوونکو لپاره ځانګړي شوي، د استوګنځي ترلاسه کولو لپاره لومړیتوب لرئ، ستاسې د دوسیې ټولنیز شاخص او د شته ځایونو پراساس
- تاسې په پوهنتونونو کې د کروس CROUS ریسټورانټونو کې د یو وخت خواړو په مقابل کې یوازې یوه یورو (€ 1) تادیه کوئ.
د پوهنتون په استوګنځي کې د بورس یا استوګنې لپاره د هرې غوښتنې لپاره، تاسې باید هر کال د زده کونکي ټولنیزه دوسیه (DSE) بشپړ کړئ.
> د Réfugiés.info پاڼه کې دا معلوماتي فایل هم ولولئ: "د کراوس استوګنځي ترلاسه کول" .
تاسو باید د روزنې ټولې دورې لپاره کورسونه تعقیب کړئ، د عملي کار (TP)، درسي کار (TD) لپاره حاضر اوسئ، ازموینه واخلئ، خپل کورنی کار وسپارئ، لازمي ستاجونه ترسره کړئ او داسې نور.
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
14 مرسته کونکي فعالیت کوي
a mugnier
rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
ghannam laspresesد صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه