د کور کرایه کولو لپاره دوسیه بشپړول
د.........لخوا وړاندیز شوي Ministère de la transition écologique et solidaire ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 ansدوسیې فاسیل (DossierFacile) یو وړیا عامه پلیټفارم دی چې له تاسې سره د ډیجیټل کرایې دوسیه رامینځته کولو کې مرسته کوي. زموږ استازي ستاسې ملاتړي اسناد ګوري او له تاسې سره مرسته کوي که چیرې اضافي معلوماتو او اسنادو ته اړتیا وي، ددې لپاره چې یوه روښانه، بشپړه او منظمه دوسیه ولرئ او تایید شي.
د ټولنیز هستوګنې یا سوسیال کور په اړه د غوښتنې لپاره، د Réfugiés.info پاڼه کې "د ټولنیز کور غوښتنه کول (HLM)" معلوماتي فایل ولولئ.
د DossierFacile له لارې تاسې کولی شئ خپل فایل یا دوسیه په یوه کلیک سره اړونده ادارې یا د استوګنځي مالک ته واستوئ چې تاسو یې کرایه کول غواړئ. مخکي له مخکي چمتو شوی فایل تاسو ته اجازه درکوي چې د املاکو یا کورنو اعلاناتو ته له نورو خلکو څخه وړاندې ځواب ورکړئ او تماس ونیسئ، او پدې توګه به زیات چانس ولرئ چې هغه کور ترلاسه کړئ چې تاسو یې په لټه کې یاست.
دوسیې فاسیل (DossierFacile) تاسو ته اجازه درکوي چې د استوګنې لپاره د خپل غوښتنلیک د سپارلو پرمهال د یو با کیفیته او بشپړ فایل یا دوسیې له لارې خپل ځان په ښه او ځانګړي ډول وروپیژنئ. ستاسې دوسیه چې د دولت لخوا تصدیق شوې وي، کولی شي ستاسې راتلونکي د کور خاوند ته ډاډ ورکړي.
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
12 مرسته کونکي فعالیت کوي
a mugnier
marianneukraineد صفحي پورته برخه
rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه