په فرانسه کې د غاښونو درملنې ډاکټر مرستیال کیدل
د.........لخوا وړاندیز شوي JRS France , JRS France...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 16 joursد غاښونو ډاکټر مرستیال د طبي او جراحي پروسیجرونو په جریان کې د غاښونو ډاکټر سره مرسته کوي، ناروغانو ته ښه راغلاست او د انتظار خونې ته یې رهنمایې کوي، د ایکسرې اخیستلو، د غاښونو درملنې وسایلو او تجهیزاتو پاکولو او سټیرلایز کولو مسؤولیت پرغاړه لري، او ناروغانو ته د غاښونو پاملرنې په اړه معلومات چمتو کوي.
د تخنیکي دندو سربیره، د غاښونو ډاکټر مرستیال د کلنیک اداري چارو مسؤولیت هم په غاړه لري: د تلیفون زنګونو ته ځواب ویل، د ملاقات وختونو تنظیم او پلان کول، د ناروغانو څخه فیس اخیستل، د اداري او طبي فایلونو اداره کول، یا حتی د تجهیزاتو او درملو ذخیره کول.
په فرانسه کې د غاښونو ډاکټر مرستیال په توګه کار کولو لپاره، تاسو باید د غاښونو درملنې ډاکټر مرستیال مسلکي ډیپلوم ولرئ چې د RNCP (د مسلکي سرټفکیټ ملي لارښود) سره راجستر شوی وي.
دا ډیپلوم عموما په یو تخصصي ښوونځي کې د 12 څخه تر 18 میاشتو زده کړو او په مسلکي چاپیریال کې د تجربې ترلاسه کولو لپاره د عملي کار یا ستاجونو څخه وروسته ترلاسه کیږي. د هغو کسانو لپاره چې دمخه ډیپلوم لري، او هغه دوې ته اجازه ورکوي چې په خپل هیواد کې د غاښونو د جراح په توګه کار وکړي، دا ممکنه ده چې دغه ډول کسان د غاښونو درملنې ډاکټر مرستیال کیدو زده کړه په ګړندۍ توګه یا کم وخت کې ترسره کړي (درېیم ګام وګورئ).
دا هم ممکنه ده چې د ترلاسه شوي تجربې تصدیق ( VAE ) ترسره کړئ یا د کار او زده کړې (alternance) پروګرام له لارې زده کړه ترسره کړئ (د 30 کلنو څخه پورته عمر کسانو لپاره د زده کړې یا مسلکي کیدو قرارداد). دا په دې مانا ده چې تاسو کولی شئ روزنه هم تعقیب کړئ او د غاښونو درملنې یو کلنیک کې کار هم وکړئ. مګر د دې لپاره تاسو باید خپل کار ګمارونکی یا کلنیک ومومئ (دویم ګام وګورئ).
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
15 مرسته کونکي فعالیت کوي
a mugnier
rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
ammar bazzaziد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه