Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د اورپايي اتحادې بهر ترلاسه شوي ډیپلوم سره د روغتیا برخه کې د مرسته کوونکي په توګه کارکول یا تجربه ترلاسه کول

د.........لخوا وړاندیز شوي JRS France , JRS France...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 місяці тому

لکه څنګه چې د اروپایی اتحادیې څخه بهر د روغتیاپالنې مرستیال ډیپلومونه په فرانسه کې ندي پیژندل شوي، تاسې باید د روغتیاپالنې مرستیال کیدو لپاره فرانسوي ډیپلوم ترلاسه کړئ.

روزنه یو کال دوام کوي او د روغتیاپالنې مرستیال دولتي ډیپلوم ترلاسه کولو ته لار هواروي. روزنه د پاملرنې د روزنې انسټیټیوټ ( IFAS ) کې ترسره کیږي. انتخاب (د پارکورسپ پرته) په دوه مرحلو کې ترسره کیږي: د دوسیې ارزونه او بیا مرکه ترسره کول.

مهمه یادونه: تاسو کولی شئ د روغتیاپالنې مرستیال ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره خپله مسلکي تجربه تایید کړئ. د دې لپاره تاسو باید لږترلږه یو کال د روغتیا، هوسایني او حفظ الصحې په برخو کې کار کړی وي. کړنلارې یا پروسیجرونه پدې ویب پاڼه کې بشپړ کولای شئ.

په فرانسه کې د روغتیاپالنې مرستیال کیدو لپاره، تاسو باید لږترلږه د فرانسوي ژبې B2 کچه ولرئ.

یادونه: که تاسو د اروپايي ټولنې څخه بهر د ډیپلوم لرئ، تاسو کولی شئ د روغتیاپالنې مرستیال په توګه کار وکړئ.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو باید خپل د روزنې دوسیه او غوښتنه مستقیم د خپلې خوښې روزنې انسټیټیوټ (IFAS) ته وسپارئ. تاسو به دلته په کلیک کولو سره په فرانسه کې مختلف IFASومومئ او دلته په کلیک کولو سره هغه اسناد ومومئ چې ستاسو د دوسیې او غوښتنې د چمتو کولو لپاره او ضمیمه کولو لپاره اړین دي (په ځانګړي ډول په فرانسوي کې د B2 کچې سند په شمول).

مهمه یادونه: اسناد باید په فرانسوي کې لیکل شوي وي یا د یو رسمي او تصدیق شوي ژباړونکي لخوا ژباړل شوي وي.
> دا معلوماتي فایل هم ولولئ: د Refugees.info پاڼه "د سند د رسمي ژباړې غوښتنه"

د دوسیې او غوښتنې سپارلو لپاره وروستۍ نیټه دهر روزنې انسټیټوت IFAS پورې اړه لري او توپیر کوي. د سپتمبر په میاشت کې ښوونځي ته د بیرته راستنیدو لپاره، دا نیټه د ورته کال د جون 10 او د جون 30 ترمنځ ټاکل شوې ده.

مهمه یادونه: د نرس همکار یا مرستیال په توګه روزنې ته د ننوتلو لپاره د چمتو کیدو وړیا روزنیز مرکزونه شتون لري. پدې مرکزونو کې به تاسو زده کړئ چې څنګه خپل د روزنې دوسیه او غوښتنه وسپارئ او د دندې مرکې لپاره ځان چمتو کړئ. دلته په کلیک کولو سره نور معلومات ومومئ.

د مرکې موخه دا ده چې لاندې موضوعات وارزوي:

  • ستاسو انساني او د اړیکو ځانګړتیاوې،
  • د روزنې ترسره کولو او تعقیبولو لپاره ستاسو علاقه مندي او هڅونه
  • او ستاسو مسلکي پروژه
مهمه یادونه: دا د 15 څخه تر 20 دقیقو پورې دوام کوي او په لیرې یا انلاین توګه هم ترسره کیدی شي. د انتخاب طرزالعملونه د ټولو روزنیزو موسسو او مرکزونو لپاره یو شان دي.

د پایلو او نتیجې په اړه به تاسو ته په لیکلي ډول خبر درکړل شي.

که تاسو مثبت ځواب ترلاسه کړئ، نو تاسو 7 کاري ورځې لرئ چې د روزنیز مرکز IFAS سره خپله نوم لیکنه تصدیق او تایید کړئ. د ورکړل شوي نیټې درناوي ډیر ضروري دی! که نه نو ستاسو ځای به بل نوماند ته ورکړل شي.

د نظري او عملي زده کړو 1,540 ساعتونه چې د روزنې انسټیټیوټ او مسلکي چاپیریال کې د ستاجونو په ترسره کولو سره تنظیم شوي.

مهمه یادونه: ځینې تاسیسات یا ادارې ددې امکانات تاسو ته درکوي چې دا کار د زده کړو له لارې ترسره کړي او 70 فیصده نظرې روزنه په آنلاین توګه یا له لیرې تعقیب کړی. په لیرې توګه د روزنې ترسره کول ډیر انعطاف پزیره وي او تاسو کولای شئ په خپل سرعت سره زده کړې ترسره کړئ.

ستاسو د زده کړې تمویل لپاره ډیری بورسونه او مرستې شتون لري:

  • بورسونه د محلي ماموریت څخه غوښتنه کیدی شي که تاسو د 25 کلونو څخه کم عمر لرئ.
  • که تاسو دمخه کار کړی وي، تاسو کولی شئ د کارموندني مرکز Pôle Emploi څخه مرسته ترلاسه کړئ.
  • سیمه ایزې ادارې هم کولی شي د پیرامیډیکل مسلکونو لپاره میاشتنۍ مرستې تمویل کړي.
  • که تاسو په ایل دی فرانس Ile-de-France کې ژوند کوئ ، تاسو کولی شئ دلته ټولې مرستې ومومئ.
مهمه یادونه: دا هم ممکنه ده چې د عامه روغتون خدماتو سره د روزني الاؤنس یا مالي مرستي ترلاسه کولو تړون (contrat d’allocation d’étude) لاسلیک کړئ. دا تاسو ته اجازه درکوي چې په روغتون کې د 18 څخه تر 30 میاشتو پورې د خدمت کولو ژمنې په بدل کې میاشتنۍ سکالرشپ ولرئ چې تاسو ورسره تړون لاسلیک کوئ. دا قرارداد د سیمه ایزې مرستې یا بورس سره یوځای کیدی شي، دا پدې معنی ده چې تاسو دواړه مرستي په یو وخت کې ترلاسه کولای شئ.

او ورپسې څه وکړو؟

ستاسو د نرس مرستیال یا مرسته کونکي ډیپلوم ترلاسه کولو وروسته، تاسو ته ډیری امکانات شتون لري.

د پاملرنې ډیری برخه د کارمندانو په توګه کار کوي او له 70 فیصده څخه ډیر په کلینیکونو یا روغتونونو کې کار کوي. نور یې د صحي پاملرني مرکزونو، د زړو خلکو یا اردو روغتیایی خدماتو مرکزونو کې ګمارل کیږي.

مهمه یادونه: تاسو کولی شئ بیرته ښوونځي ته لاړ شئ ترڅو نرس شي او د نرسنګ په برخه کې زده کړې او ډیپلوم ترلاسه کړئ. تاسو به دلته په کلیک کولو سره ټول معلومات ومومئ.

> دا معلوماتي فایل هم ولولئ: د Réfugiés.info پاڼه "په فرانسه کې نرس کیدل"

15 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • a mugnierاډمین
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • meryem lakchiniد صفحي پورته برخه
  • john14د صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • marianne24ایډیټر او کره کتونکی
  • irایډیټر او کره کتونکی

Liens utiles