Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکفرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهB2, B1

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل

دا چېرته دی ؟

په پوهنتون کې زده کړو ته د لاسرسي لپاره ډیپلوم (DAEU) ترلاسه کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 mois

دا څه دي ؟

د پوهنتون زده کړو ته د لاسرسي ډیپلوم (DAEU) د هغو خلکو لپاره یوملي ډیپلوم دی چې بکلوریا یا د 12 صنف سند ترلاسه کولو دمخه یې خپلې زده کړې پریښې وي.

د DAEU ډیپلوم تاسو ته د بکلوریا په څیر ورته کچه درکوي او تاسو ته اجازه درکوي، چې:

  • د لوړو زده کړو تاسیساتو کې زده کړې وکړئ (د مثال په توګه پوهنتون کې شاملیدل او زده کړې کول)
  • د اداري ازموینو ترسره کول (د مثال په توګه د ملکي مامور کیدو لپاره عامه خدمت ته لاس رسی)
  • یو ډیپلوم ترلاسه کړی چې د عمومي کلتور کچه تاییدوي.

څنګه یې وکړو ؟

د دې روزنې تعقیب او ترسره کولو لپاره، تاسو باید لږترلږه د 2 کلونو لپاره خپلې زده کړې بندې کړې وي. او تاسي باید د لاندې دوو حالتونو څخه یو ولرئ:

  • تاسو د اکتوبر په لومړۍ نیټه لږترلږه 20 کلن یاست په کوم کال چې تاسو غواړئ اړوند ډیپلوم ترسره کړئ او تاسو وکولای شئ دوه کلن مسلکي فعالیت توجیه کړئ، بشپړ وخت یا نیم وخت. د مثال په توګه: معاش لرونکی کار، د کار موندني مرکز کې ثبت یاست او بیکاره یاست، د والدین رخصتۍ، د لوړې کچې سپورت تمرین کوئ، او داسې نور.

یا

  • تاسو د هغه کال د اکتوبر په 1 کې 24 یا ډیر عمر لرئ چې تاسو فارغ شوی یاست.

د بهرنیو زده کونکو لپاره، د استوګنې جواز د ازموینې کال د اکتوبر تر 31 د اعتبار وړ بودن لازمي دي (ویزه، د استوګنې اجازه، او نور).

مهمه یادونه: معلول زده کونکي مکلف ندي چې ټول شرایط پوره کړي، دا ممکنه ده چې د معافیت غوښتنه وکړئ (یوه استثنایی اجازه چې ددې مخنیوي وکړي چې تاسو په ریښتیا هم پدې حالت کې نه یاست).

که تاسو د 16 او 25 کلونو ترمنځ یاست او ډیپلوم یا مسلکي وړتیا نلرئ، تاسو کولی شئ د روزنې ته د بیرته راستنیدو حق وکاروئ. غوښتنه کولی شي سیمه ایز ماموریتونو یا CIO ( د معلوماتو او لارښووني مرکز) ته ورکړل شي. د نوویل چانسle site Nouvelles chances پاڼې ته مراجعه وکړئ چې د ښوونځي پریښودو پروړاندې مبارزې ته وقف شوې.

2 اختیارونه شتون لري:

د DAEU اختیار A: ادبي، حقوقي

  • دوه اجباري مضامین: فرانسوي او ژبه.
  • دوه مضامین باید غوره کړئ: معاصر تاریخ، جغرافیه او ریاضی.
  • د DAEU اختیار A د هنرونو، لیکونو، ژبو، قانون، اقتصاد، مدیریت، بشري او ټولنیزو علومو د زده کړې لپاره وړاندیز شوی.

د DAEU اختیار B: ساینس

  • دوه اجباري مضامین: فرانسوی او ریاضی.
  • دوه مضامین باید غوره کړئ : فزیک، کیمیا او ساینس.
  • د DAEU اختیار B د ساینس، ټیکنالوژۍ او روغتیا په برخه کې د زده کړو سپارښتنه کیږي.

تاسو باید د هغه مطالعاتو مطابق انتخاب غوره کړئ چې تاسو یې د DAEU وروسته ترسره کول غواړئ.

مهمه یادونه: هغه پوهنتونونه چې د DAEU زده کړي چمتو کوي کولی شي اضافي اختیارونه وړاندې کړي (قانون، اقتصاد، معلوماتي ټکنالوجۍ، د ټولنیز کار پیژندنه، روغتیايي مسلکونه، تجارتي حسابداري، او نور).

ستاسو په شخصي وضعیت پورې اړه لري، تاسو کولی شئ هغه ډول د زده کړو کولوغوره کړئ چې تاسو یې غواړئ:

  • د ورځې یا ماښام ټولګیو کې خپلې زده کړې ترسره کول.
  • مخامخ یا د لیرې (انلاین) زده کړې ترسره کول.

دا مهمه ده چې د پوهنتون سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو غواړئ DAEU ډیپلوم ترسره کړئ ترڅو د ممکنه ډولونو او زده کړو د نوعیت په اړه معلومات ترلاسه کړئ (7 ګام وګورئ).

مهمه یادونه: که تاسو د لرې یا انلاین زده کړې غوره کوئ، دوه رسمي سازمانونه شتون لري:
- CNED (د لیرې زده کړې ملي مرکز)
- DAEU ډي ای اي یو سونیټ (ډیجیټل پیوستون او سیمه ایز جذابیت)
د لیرې یا انلاین زده کړه یو شخصي کمپیوټر، یو پرنټر، یو ښه انټرنیټ اتصال او هیډفون ته اړتیا لري.

دا ممکنه ده چې DAEU ډیپلوم په څو کلونو کې ترسره کړئ (زیات نه زیات په 4 کلنو کې).

د نمرو د محاسبې لپاره دوه فورمولونه شتون لري:

  • عمومي نمرې: تاسو باید د 20 څخه لږ تر لږه 10 عمومي اوسط نمرې ترلاسه کړئ
  • د ازموینې له لارې نمرې: تاسو باید په هره ازموینه کې لږترلږه 10 له 20 څخه ترلاسه کړئ.
مهمه یادونه: د امتحان څخه د اخراج کومه ځانګړې نمره شتون نه لري (کوم چې تاسو له ازموینې څخه محرومه وي) مګر زده کونکی باید ټولو ازموینو ته حاضر شي.

ځینې پوهنتونونه د ترلاسه شوي تجربې (VAE) د اعتبار له لارې د DAEU ډیپلوم ترلاسه کولو وړاندیز کوي. په خپله سیمه کې د مشورتي مرکز سره اړیکه ونیسئ یا مستقیم د پوهنتون سکرتریت سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو زده کړې ترسره کول غواړئ.

> د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه "د VAE Sans Frontières سره ډیپلوم ترلاسه کول" معلوماتي فایل هم ولولئ.

د پوهنتونونو مشاورین او پروفیسوران په تعلیمي څانګو کې په دوامداره توګه شتون لري ترڅو تاسو سره ستاسو د مسلکي پروژې مطابق ستاسو روزنې تنظیم کولو کې مرسته وکړي.

د DAEU ډیپلوم لپاره د نوم لیکنې دمخه د پوهنتون یو استاد یا د روزنې له یو مشاور سره یوه ناسته تنظیم کیږي. دا ملاقات یا ناسته ستاسو د ازموینې انتخابونو غوره کولو لپاره اړینه ده.

د خپل وضعیت او حالت په اړه که تاسو کومه پوښتنه لرئ، نو له لاندې ادارو سره اړیکه نیول مه هیروئ:

  • د کارموندني مرکز سره، که تاسو د کار غوښتونکي یاست؛
  • محلي ماموریتونه، که تاسو د 25 کلونو څخه کم عمر لرئ او کوم فعالیت نلرې او د کار موندني مرکز Pôle Emploi سره ثبت شوي نه یاست؛
  • ستاسو صاحب د کار یا استخدام کونکی که تاسو یو کارمند یاست؛
  • د AGEFIPH اداره، که تاسو د معلول کارګر په توګه پیژندل شوي یاست؛
  • د څانګې شوراګانې، که تاسو د RSA ګټه اخیستونکي یاست.
مهمه یادونه: د DAEU زده کړو نوماندانو لخوا پوښتل شوي اساسي پوښتنې دلته کتلای او لوستلای شئ، د عمومي ځوابونو سره.

د pré-DAEU پروګرام د DAEU ډیپلوم ترلاسه کولو دمخه ستاسو د چمتو کولو لپاره یو کلنه روزنه ده.

دا روزنه د DAEU ترسره کولو لپاره لازمي نه ده، مګر د هغو خلکو لپاره سپارښتنه کیږي چې د زده کړې کچه یې ټیټه وي یا کمې زده کړې یې ترسره کړې وي.

په pré-DAEU روزنه کې راجسټریشن یا نوم لیکنه د پوهنتون د یو مسلکي مسؤول لخوا ستاسو د کچې ارزونې وروسته ترسره کیږي.

تاسو کولی شئ په یوه پوهنتون کې د pré-DAEU په حضورې ډول ترسره کړئ (د پوهنتونونو لیست لپاره 7 ګام وګورئ) یا د CNED سره د لیرې یا انلاین توګه ترسره کړئ ، کوم چې د DAEU لپاره چمتو کولو لپاره روزنه وړاندې کوي.

مهمه یادونه: تاسو کولی شئ په انټرنیټ کې د سونیټ یا CNED سره خپله کچه او خپله پوهه و ازموئ، ترڅو بیا ستاسو د کچې او اهدافو سره مطابقت لرونکي ازموینه غوره کړئ.
د Réussir en université ویب پاڼه پوهنتون کې د زده کړو ترسره کولو یا بیرته راستنیدو اسانتیا لپاره مشورې او میتودونه وړاندې کوي

د پوهنتونونو لیست چې د DAEU څخه دمخه (pré-DAEU) او DAEU لپاره ښوونکي چمتو کوي دلته په کلیک کولو سره شتون لري.

تاسو کولی شئ د سیمې له مخې، د اختیار له مخې، د شکل له مخې لټون وکړئ. په هغه پوهنتون باندې کلیک وکړئ چې تاسو غواړې زده کړې پکې ترسره کړئ، بیا "معلومات" "information" باندې کلیک وکړئ.

د ډیپلوم لپاره راجستر کیدو یا نوم لیکني لپاره، تاسو باید:

  • د غوره شوي پوهنتون په ویب پا ڼه کې آنلاین د راجسټریشن دمخه فایل بشپړ کړئ؛
  • د DAEU اختیار A لپاره په فرانسوي او نورو ژبو لکه (جرمني یا انګلیسي) یا د DAEU اختیار B لپاره په فرانسوي او ریاضي کې د کچې ازموینې ترسره کول؛
  • د مسلکي پروژې وړاندې کولو لپاره د انفرادي موقعیت مرکه ترسره کول او د مضامینو انتخاب تایید ول، او د روزنې تمویل امکاناتو په اړه د معلوماتو تبادله کول.
مهمه یادونه: تاسو کولی شئ هر کال یوازې په یوه پوهنتون کې نوم لیکنه وکړئ.

د DAEU لپاره نوم لیکنه د لګښت وړ ده. د نوم لیکنې فیس د پوهنتونونو له مخې توپیر لري.

ستاسو د وضعیت سره سم مختلفي مالي مرستې شتون لري ترڅو تاسو سره مرسته وکړي:

  • د هغو کسانو لپاره چې د کارموندني مرکز Pôle Emploi سره راجستر او ثبت شوي وي: په ځینو سیمو کې، روزنه په بشپړ یا جزوي توګه د سیمه ایزې شورا لخوا پوښل کیدی شي.
  • د کارمندانو لپاره: مخامخ روزنه په بشپړ یا جزوي ډول د CPF (شخصي روزنې حساب) لخوا پوښل کیدی شي.

> د لوستلو لپاره: Refugees.info پاڼه کې "د خپل شخصي روزنیز حساب (CPF) کارول" معلوماتي پاڼه هم ولولئ.

مهمه یادونه: د CNED فیسونه د CPF لخوا تمویل کیدی نشي.

په مستقیم ډول په پوهنتون کې پوښتنه وکړئ چیرې چې تاسو غواړئ نوم لیکنه وکړئ، چې د روزنې لګښت او احتمالي مالي مرستې څومره ده.

تاسو باید یوه دوسیه ډکه کړئ او ځواب ته انتظار وکړئ: ډیری وختونه، پیسې د راجستریشن یا نوم لیکني له نیټې وروسته او په څو قسطونو کې ورکول کیږي. نو د بشپړ یا جزوي تادیې او تعویض دمخه د ټولو فیسونو تادیه کولو ته چمتو اوسئ.

او ورپسې څه وکړو؟

د DAEU ډیپلوم له لارې تاسو د "بکلوریا کچه" ترلاسه کوی.

د روزنې وروسته، تاسو رسمي ډیپلوم ترلاسه کوئ: سند سکین کړئ او خوندي وساتئ.

دا د پوهنتون او ملکي خدماتو غوښتنلیک فایلونو کې لازمي دی.

د لوستلو لپاره: Refugees.info پاڼه کې "د سند سکین کول" هم ولولئ.

تاسو باید هغه پوهنتون ته د نقل (کاپي) لپاره غوښتنه واستوئ چیرې چې تاسو خپل DAEU ډیپلوم ترسره کړی وي.

د ټولو پوهنتونونو لپاره د اړیکو توضیحات دلته ترلاسه کولای شئ.

که تاسو د DAEU روزنې ته دوام ورکولو لپاره بلې سیمې ته لاړشئ، په لومړي پوهنتون کې په بریالیتوب سره بریالي شوي ازموینې په کوربه یا دوهم پوهنتون کې تایید او منل کیږي.

د روزنې په څلورم کال کې ازموینو ته د نه حاضریدو په صورت کې، د یو کال اضافي دوره د پوهنتون د رییس لخوا په استثنایي توګه ورکول کیدی شي. البته غوښتنه باید توجیه شي (تاسو باید د خپلې غیر حاضرۍ دلیلونه ورکړئ).

مهمه یادونه: د لومړي ثبت او د ډیپلومې اعتبار تر مینځ وخت 4 کاله اعظمي دی. نو تاسو کولی شئ په لنډمهاله توګه روزنه ودروئ او وروسته یې بیا پیل کړئ که تاسو پدې اعظمي موده کې پاتې او درناوی وکړئ.
د پاڼې سر

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
noornoorد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
utilisateur_14587093utilisateur_14587093ایډیټر او کره کتونکی
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
dorradorraد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
meryem lakchinimeryem lakchiniد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه