Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکفرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

قیمت

وړيا

شرایط

بانکي حساب لرل

دا چېرته دی ؟

په ایل دی فرانسه کې د ټرانسپورټ څخه د استفادې لپاره د کارت ناویګو ترلاسه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي 7 місяців тому

دا څه دي ؟

د هغو خلکو لپاره د ګډون یا عضویت کارت چې په فرانسه کې کار کوي او یا ژوند کوي او په منظم ډول عامه ټرانسپورټ کاروي.

کارت ناویګو (Passe Navigo) د ټرانسپورټ په ټولو وسایطو کې اعتبار او کارول کیدای شي:
- میټرو
- اورګاډی
- ایغ او ایغ RER
- ټرم
- بس

کارت ناویګو مختلف ګډونونه یا ممبرشپونه وړاندیز کوي او لامحدود سفر ته اجازه ورکوي: د دې معنی دا ده چې تاسو کولی شئ د هر سفر لپاره د ټیکټ اخیستو پرته هرڅومره ځلي چې وغواړئ ټرانسپورټ وکاروی.

مهمه یادونه: ځینې لاینونه د کارت ناویګو په عضویت کې شامل ندي: اورلیوال (Orlyval) د (اورلي هوایی ډګر بس)، مستقیم پاریس - هوایی ډګر ایکس کارز ایر فرانس (Bus Direct Paris-Aéroport ex-Cars Air France ) ، د VEA ډیزنيلینډ شټلونه، د اوپن ټور سیاحتي بسونه او کارز روجز. ددې وسایط د کارولو لپاره تاسو باید یو ځانګړی ټکټ واخلئ.

څنګه یې وکړو ؟

د کارت ناویګو (Passe Navigo) غوښتنې کولو لپاره، ډیری امکانات شتون لري:

  • په سوداګریزه اداره کې یا د RATP کاونټر یا مرکز کې. په دې ځایونو کې کارت په سمدستي ډول در کول کیږي.
  • دلته په سایټ کې د انټرنیټ له لارې ، د "کارت غوښتنه" باندې کلیک وکړئ. په دې حالت کې، تاسو باید د Île-de-France Mobilités Connect حساب جوړ کړئ (په "زه خپل حساب جوړوم" باندې کلیک وکړئ) او یو عکس پورته کړئ. کارت ستاسو پتې ته په اعظمي 3 اونیو کې لیږل کیږي یا په 3 کاري ورځو کې د پلورونکي ادارې یا RATP کاونټر یا مرکز کې شتون لري (پرته د شنبې او یکشنبې له ورځو څخه).
  • د بریښنالیک له لارې د کارت ناویګو (Passe Navigo) غوښتنلیک فورمه (د پلور ادارې یا RATP کاونټر کې شتون لري) او یو عکس واستوئ. دا اختیار د هغو خلکو لپاره لازمي دی چې په ایل دی فرانسه کې کار کوي، ولي دلته ژوند نه کوي. په دې حالت کې، کارت ستاسو پتې ته په اعظمي 21 ورځو کې لیږل کیږي.
مهمه یادونه: د Passe Navigo کارت وړیا دی. د کارت په پورته برخه کې ستاسو نوم او ستاسو عکس وي. تاسو نشئ کولی دا بل چا ته پور ورکړئ.

هغه اسناد چې باید ورکړل شي په لاندې ډول دي:

د پاسپورټ اندازې عکس (که تاسو یوې مرکز ته لاړ شئ، عکس په محل کې اخیستلای شئ، اړینه نده چې عکس له ځان سره راوړئ)

  • د اوسیدو ثبوت، یا په فرانسه کې پوستي پته،
  • د کار ګمارونکي سند که تاسو په فرانسه کې کار کوئ، ولي د 5 زون څخه بهر ژوند کوئ.

تاسو باید لومړی د بسته بندۍ یا وړاندیز موده وټاکئ (د ګډون یا عضویت موده څومره ټاکئ):

  • یو کال،
  • میاشت: د میاشتې له لومړۍ څخه تر وروستۍ ورځې پورې،
  • یوه اونۍ: دوشنبه تر یکشنبه،
  • یوه ورځ.

بیا، تاسو باید د ګډون زونونه غوره کړئ. د کارت ناویګو Navigo Pass لپاره، ایل دی فرانس Ile-de-France په 5 زونونو ویشل شوی. تاسو کولی شئ:

  • ټول زونونه (زونونه 1 - 5)،
  • یا 2 زونونه (زونونه 2 - 3، زون 3 - 4 یا زون 4 - 5).

وګورئ چې تاسو په کومه سیمه کې ژوند کوئ او کومې سیمې ته چې تاسو کار، ټولګي ته ځئ، کورنۍ او ملګرو سره ګورئ. تاسو کولی شئ دلته د سیمه ایز ترانسپورت شبکې نقشه ډاونلوډ کړئ، یا مستقیم په سټیشن کې پوښتنه وکړئ.

مهمه یادونه: د کلنۍ (هر کال) یا میاشتنۍ (هره میاشت) ګډون سره کارت ناویګو (Passe Navigo) د اونۍ په پای کې، عامه رخصتیو، د ښوونځي د رخصتیو په جریان کې او د دوبي په جریان کې د جولای له 15 څخه تر اګست 15 پورې "ډی زون" « dézoné » کیږي. دا په دې معنی ده چې تاسو ته اجازه درکوي چې پرته د زون محدودیتونو څخه په ټول الی-دې-فرانس کې سفر وکړئ.

نرخونه د زونونو او "کمیدو" له مخې توپیر لري: د 1 کال پیرود له 12 جلا میاشتو یا هره میاشتې اخیستني څخه لږ لګښت لري ، د 1 میاشتې پیرود له 4 جلا جلا اونیو څخه لږ لګښت لري. که تاسو آنلاین غوښتنه کوئ، تاسو د کریډیټ کارت یا بانکي کارت له لارې تادیه کولای شئ. که تاسو مستقیم په کاونټر یا دفتر کې غوښتنه وکړئ، تاسو کولی شئ په نغدو پیسو هم تادیه وکړئ.

مهمه یادونه: دا ممکنه ده چې کمې پیسې ورکړئ یا تخفیف ترلاسه کړئ، د بیلګې په توګه که تاسو دولتي طبي مرستې (AME) ترلاسه کړې وي، که تاسو معیوب یاست، یا که تاسو ټیټ عاید لرئ.
> د لوستلو لپاره: Refugees.info پاڼه کې "د ټرانسپورټ پیوستون قیمت غوښتنه وکړئ" معلوماتي فایل هم ولولئ.

هرڅومره ژر چې تاسو خپل د Navigo Pass ګډون یا عضویت ترلاسه کړئ، تاسو باید دا په اتوماتیک ماشین کې فعاله کړئ چې د ټکټ دفترونو کې شتون لري، یا د RATP سټیشنونو یا SNCF سټیشنونو کې د پلور ماشین کې. دا باید یوازې یو ځل ترسره شي، او د هر نوي ګډون په پیل کې.

بیا، تاسو باید هرکله چې عامه ټرانسپورټ کاروی، کارت ناویګو (یعنې په ټرمینل کې "بیپ") تایید کړئ.

مهمه یادونه: تاسو کولی شئ د خپل کارت ناویګو بسته، وړاندیز، معلومات یا د تادیې طریقې هر وخت په سټیشن یا ویب پاڼه کې د خپل حساب په کارولو سره بدل کړئ.

او ورپسې څه وکړو؟

د کارت ناویګو کارولو ته دوام ورکولو لپاره، تاسو باید دا په اونۍ یا میاشتنۍ توګه د خپل عضویت سره سم چارج کړئ .

لکه څنګه چې د نوي وړاندیز یا بستې پیرود لپاره، ډیری حلونه شتون لري:

> په ویب پاڼه کې ستاسو د شخصي حساب له لارې
> په یو سټیشن کې په اتوماتیک ماشین کې
> په سوداګریزه اداره یا د RATP کاونټر کې
> د ile-de-France Mobilités ایلیکیشن په کارولو سره د سمارټ فون سره. دلته هر څه تشریح شوي.

مهمه یادونه: "اونۍ" کڅوړې یا وړاندیز د جمعې څخه د راتلونکې اونۍ لپاره چارج کیدی شي.
"میاشتې" کڅوړې یا وړاندیز د راتلونکې میاشتې لپاره د میاشتې له 20 څخه چارج کیدی شي.
په ماشینونو یا کاونټر کې د کارت ناویګو چارجولو لپاره تر وروستۍ ورځې پورې انتظار مه کوئ!

که ستاسو کارت ورک شي یا ستاسو د کارت ناویګوغلا شوی وي، تاسو باید سوداګریزې ادارې ته لاړ شئ، یا د RATP ځینې کاونټرونو ته، یا د SNCF Navigo خدماتو کاونټر ته لاړ شئ ترڅو د ورکیدو یا غلاکیدو راپور ورکړی. تاسو باید د هویت سند او 8 یورو له ځان سره ولری او تاسو ته به نوی کارت درکړل شي.

مهمه یادونه: که کارت ناویګو نور کار نه کوي، تاسو کولی شئ د هغې په یوې ادارې یا کاونټر کې ارزونه او تصدیق ترسره کړئ. د تخنیکي ستونزې په صورت کې، کارت سمدستي او په وړیا ډول بدلیږي.
د پاڼې سر

10 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
noornoorد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
nounouد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه