Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکفرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
د موټړ چلولوجوازلرل (B)

دا چېرته دی ؟

موټر بیمه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 mois

دا څه دي ؟

د موټر اخیستلو وروسته، تاسو باید هغه بیمه کړئ. بیمه د مادي زیانونو پوښلو لپاره کارول کیږي (موټر ته زیان رسیدل، او نور) او یا بدني او فیزیکي زیان (ټپيونه، زخمي کیدل او نور) چې ستاسو موټر یې لامل کیدی شي.

بیمه د لاندې موټرو لپاره لازمي ده:

  • موټرونه ( د شخصي استعمال لپاره، د عامه منفعت لپاره یا حتی هغه موټر چې تاسو کولی شئ د جواز پرته یې وچلوی)
  • 2 یا 3 ویلونه (موټرسایکل یا سکوټرونه) او کواډ یا "منی موټرسایکل"

له کومې ورځي چې ستاسو موټر د چلولو وړ شي، تاسو باید هغه بیمه کړئ (سره له دې که هغه په حقیقت کې استفاده کیږي هم نه او یا هم کله ناکله اسفاده کیږي!)

مهمه یادونه: تاسو لوی خطر سره ځان مخ کوې که تاسو خپل موټرنه بیمه کوئ!
- د بیمي نه لرل یو جرم دی چې د 3,750 یورو جریمې سره مجازات کیدی شي، او دا کولی شي ستاسو جواز (لایسنس) او یا ستاسو موټر بیرته واخیستل شي.
- که تاسو حادثه یا موټر ټکر کړی، نو تاسو باید متضرر شخص ته ډیره ګرانه تاوان (تادیه) ورکړئ!

څنګه یې وکړو ؟

تاسو باید د خپلو اړتیاو او مالي سرچینو پراساس د بیمې د دریو ډولونو څخه غوره کړئ:

  • مقابل جانب ته د ضرر رسیدو بیمه (l’assurance au tiers) : دا تاسو ته اجازه درکوي ټول هغه زیان جبران کړئ (تعویض کړئ) چې ستاسو موټر ممکن بل چا ته رامینځته کړي. له بلې خوا، پدې ډول بیمه کې تاسو چلوونکی او ستاسو موټر به د ستونزې په صورت کې نه پوښل کیږي.
  • د دریمې ډلې وده شوې بیمه (l’assurance au tiers enrichie) : پدې کې د دریمې ډلې بیمې تضمین شامل دي، او ځینې ځانګړي موضوعات چې تاسو یې د تړون لاسلیک کولو په وخت کې غوره کوئ. د مثال په توګه: د غلا، اور، او داسې نورو څخه ساتنه.
  • د ټولو خطرونو په مقابل کې بیمه (l'assurance tous risques) : دا خورا پراخه بیمه ده. دا ټول هغه زیانونه په پام کې نیسي چې تاسو یې ځان او نورو ته رسولی شئ.
مهمه یادونه: مقابل جانب د ضرر رسیدو بیمه لږترلږ یا ارزانه بیمه ده چې تاسو ته اجازه درکوي چې موټر وچلوی !

تاسو کولی شئ د لاندې سازمانونو څخه یو سره د خپل بیمې تړون "پیرود" (ثبت کړئ):

  • د عمومي بیمې اجنټ یا استازی (Agent général d'assurances
  • نمایده ګۍ (Courtier)
  • بانک (Banque)
  • د بیمې شرکت (Compagnie d'assurances)

تاسو کولی شئ د ډیری اجنټانو یا سازمانونو سره اړیکه ونیسئ ترڅو د هغوی وړاندیزونه پرتله کړئ

مهمه یادونه: له بده مرغه، بیمه ورکونکي دفترونه حق لري چې تاسو ته د بیمې ورکولو څخه انکار وکړي، د بیلګې په توګه که تاسو دمخه ډیری حادثې کړې وي. د "بیمې انکار" په صورت کې تاسو کولی شئ د مرکزي قیمتونو دفتر (BCT) سره اړیکه ونیسئ.

لاندې د تړون د ترسره کولو لپاره لازم ګامونه یاد شوي:

  • د بیمې ډول په ګوته کړئ چې تاسو یې غواړئ
  • د بیمې پوښتنو ته دقیق ځواب ورکړئ ترڅو ستاسو د تړون قیمت اټکل ترسره شي (د مثال په توګه: ایا تاسو خپل موټر کار ته د تګ لپاره کاروئ؟ ایا تاسو د موټر یوازینی منظم چلوونکی یاست؟ ایا تاسو کله هم لویه حادثه کړي ...؟)
  • د بیمې وړاندیز مطالعه کړئ. پدې کې لاندې عناصر شامل دي: د قرارداد مسوده، د قیمتونو او تضمینونو په اړه د معلوماتو پاڼه، او د معلوماتو تفصيلي خبرتیا.
مهمه یادونه: په خپلو معلوماتو کې هیڅ کله دروغ مه وایاست چې تاسو یې خپل بیمه ورکوونکي ته ورکوئ! دا کولی شي ستاسو د بیمې قرارداد لغوه کړي، یا تاسو تر پوښش لاندې رانولي که تاسو ستونزه لرئ.

د قرارداد وړاندیز په احتیاط سره ولولئ، ترڅو تاسو په ټولو معلوماتو پوهه شئ. په ځانګړې توګه د تضمین یا ګارانټی محدودیت، خصوصا هغه قضیې چې تاسو پکي پوښلي نه وي، او د تړون د پیل نیټه. که په شک کې وي، د بیمې د دفتر کارکونکو څخه د وضاحت غوښتنه وکړئ.

که تاسو پریکړه وکړئ چې د بیمې وړاندیز ومني:

  • بیمه کوونکی ته لاسلیک شوی قرارداد وسپاری. تاسو به یو سند ترلاسه کړئ چې د قرارداد شتون ثابتوي، او د بیمې سند (چې ستاسو په موټر کې د ښودلو لپاره دی، چې دې پاپیون ویرت “papillon vert” هم ویل کیږي)
  • همدارنګه د "دوستانه راپور" “constat à l’amiable” یوه نا بشپړ شوي کاپي وغواړئ: دا هغه سند دی چې کله کومه حادثه رامینځته شي نو باید د بل کس سره چې په حادثه کې ښکیل وي بشپړه شي.
مهمه یادونه: ډیری بیمه کونکي تاسو ته اجازه درکوي چې د بیمې اخیستني څخه ورسته په 14 ورځو کې قرارداد لغوه کړئ، که تاسو خپل فکر بدل کړئ او له بیمې څخه راضي نه یاست (او ترهغه وخته مو د بیمې کارولو ته اړتیا نه وې پیدا شوي). مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، دا یو مکلفیت ندی.

او ورپسې څه وکړو؟

ستاسو تړون به عموما هر کال په اوتومات ډول نوي کیږي، تر هغه چې تاسو پریکړه ونکړئ چې لغوه (فسخه) یې کړئ. د دې لپاره چې تاسو پوه شئ چې ستاسو تړون په کومه دقیقه نیټه پای ته رسیږي، بیمه کوونکی دنده لري چې تاسو ته هر کال یادونه وکړي.

اړوند موضوعات

د پاڼې سر

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
amintatariamintatariد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
katyakatyaد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه