د لنډمهاله خوندیتوب غوښتنه کول
د.........لخوا وړاندیز شوي Ministère de l'Intérieur ...میاشي کیږي چې نوي شوي 14 днів томуموقتي خوندیتوب (Protection temporaire)
موقتي خوندیتوب هغو کسانو ته سمدستي خوندیتوب ورکوي چې د اوکراین د جګړې له امله فرانسې ته بېځایه شوي وي یا نه شي کولای خپل هېواد ته بېرته ستانه شي.
موقتي خوندیتوب یو استثنايي پروګرام دی چې د اروپایي ټولنې د شورا له خوا د 2022 کال د مارچ راهیسې تصویب شوی او د 2028 کال د مارچ تر 4 مې نېټې پورې غځول شوی دی.
په فرانسه کې موقتي خوندیتوب بېلابېل حقوق ورکوي:
- د فرانسې په خاوره کې د 6 میاشتو لپاره د لنډمهاله استوګنې اجازه (APS)، چې پر هغې د «د موقتي خوندیتوب ګټهاخیستونکی» عبارت لیکلی وي. دا اجازه تر هغه وخته د نوي کېدو وړ ده چې دغه پروګرام په اروپایي کچه فعال وي.
- د کار کولو اجازه او د بانکي حساب د پرانیستلو حق.
- د مالي مرستو د ترلاسه کولو امکان، لکه د پناه غوښتونکو لپاره دولتي مالي کومک (ADA).
- روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی؛ لکه ډاکټر ته مراجعه کول او درمل ترلاسه کول.
- د یو مناسب استوګنځي د موندلو لپاره ملاتړ او لارښوونه.
مهم معلومات: په ځینو څانګو کې، د لنډمهاله استوګنې جواز (APS) لپاره پروسیجرونه آنلاین ترسره کیږي او نور په سیستماتیک ډول په پریفیکتور کې نه ترسره کیږي.
د لومړي ځل لپاره چې کله د لنډمهاله استوګنې جواز (APS) صادر شي په هغه کې "د لنډمهاله محافظت ګټه اخیستونکی" لیکل کیږي او لومړۍ ځل یې نوي کول وړیا دی. په هرصورت، د دوهم ځل نوي کولو (= دریم ځل صادریدل) لپاره یې باید د 100 یورو د مالیي ټاپه ورکړل شي (د می 1، 2026 راهیسې).
د Refugees.info معلوماتي پاڼه وګورئ: " د مالیې ټاپه اخیستل"
د لومړي ځل لپاره چې کله د لنډمهاله استوګنې جواز (APS) صادر شي په هغه کې "د لنډمهاله محافظت ګټه اخیستونکی" لیکل کیږي او لومړۍ ځل یې نوي کول وړیا دی. په هرصورت، د دوهم ځل نوي کولو (= دریم ځل صادریدل) لپاره یې باید د 100 یورو د مالیي ټاپه ورکړل شي (د می 1، 2026 راهیسې).
د Refugees.info معلوماتي پاڼه وګورئ: " د مالیې ټاپه اخیستل"
په Refugees.info کې د معلوماتو ډیری پاڼې د هغو خلکو سره تړاو لري چې لنډمهاله محافظت ورکړل شوی. دوی په ویب پاڼه یا اپلیکیشن کېپه اوکرایني ژبه ژباړل شوي شتون لري (د اپ سټور (ایپل) یا پلی سټور (انډرایډ) څخه ډاونلوډ کیدی شي ).
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
12 مرسته کونکي فعالیت کوي
xavidumاډمین
claudia mاډمین
Aceاډمین
marianneukraineد صفحي پورته برخه
diplosamد صفحي پورته برخه
yassin bazzaziد صفحي پورته برخه
niknameد صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه
gitoroد صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه