افپرا OFPRA ته لیږل شوي اسناد بیرته ترلاسه کړئ

افپرا OFPRA ته لیږل شوي اسناد بیرته ترلاسه کړئ

په لنډ ډول
وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 19 nov. 2021

دا څه شی دی؟

د OFPRA سره ستاسو د پناه غوښتنې د یوې برخې په توګه، تاسو باید د خپل هویت اصلي اسناد، مدني حالت او د سفر اسناد واستوئ. دا اسناد د پروسې په اوږدو کې ساتل کیږي.

د پروسې په پای کې:

  • د پناه غوښتنې د نه منل کیدو په صورت کې، تاسو دا اسناد په اتوماتيک ډول د پوست له لارې بیرته ترلاسه کوئ.
  • د پناه غوښتنې د قبلیدو په صورت کې، دا اسناد د OFPRA لخوا د ټول وخت لپاره ساتل کیږي.

تاسو کولی شئ دا اسناد یوازې په دوه حالتونو کې بیرته ترلاسه کړئ: که تاسو فرانسوي تابعیت ترلاسه کړی او یا خو تاسو په رسمي ډول هغه محافظت یا د دقبولۍ اسناد پریږدئ چې تاسو ته د افپرا لخوا درکړ شوی.

یادونه: دا هم ولولئ: د Réfugiés.info په صفحه لاندې اړونده فایلونه ولولئ:

"د فرانسوي تابعیت لپاره غوښتنلیک" / "د کډوالۍ دریځ رد کول"

تاسو کولی شئ د پوست له لارې د باقي ټولو اسنادو د بیرته راستنیدو غوښتنه وکړئ چې تاسو لیږلي وو (د مثال په توګه د موټر چلولو جواز یا لایسنس) که چیرته Ofpra لا دمخه تاسو ته نه یې درلیږلي.

دا د چا لپاره دی؟

موقع

ټوله فرانسه

څنګه وکړو؟

1

خپل غوښتنلیک د پوست له لارې واستوئ

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

ستاسو غوښتنه باید د یو لیک له لارې وشي او د پوست له لارې ولیږل شي. د خپل OFPRA فایل شمیره په ګوته کول مه هیروئ او د امکان په صورت کې د OFPRA څانګه چې ستاسو دوسیه څیړي.

یادونه: د دوسې شمیره باید په ګوته شي که غواړئ چې غوښتنه مو وڅیړل شي. نوموړې شمیره د آفپرا لخوا ترلاسه شویو ټولو رسمي مکتوبونو کې موندلی شی.

تاسو کولی شئ د لاندې لیک څخه الهام واخلئ:

(ستاسو د لیک په پورتنۍ کیڼ اړخ کې باید لاندې معلومات ولیکئ)

وروستی نوم / لومړی نوم [خپل معلومات ډک کړئ]

پته

د تلیفون شمیره

(ستاسو د لیک په پورتنۍ ښیې خوا کې لاندې معلومات ولیکئ)

OFPRA

څانګه XXX [هغه څانګه په ګوته کړئ چې ستاسو فایل اداره کوي که تاسو یې لرئ]

201 rue Carnot

94136 Fontenay-sous-Bois Cedex

ځای، نیټه،

( ستاسو د لیک کیڼ اړخ ته لاندې معلومات ولیکئ)

موضوع: د n ° XXX فایل څخه XXX بیرته ترلاسه کړئ [د اړین سند ډول په ګوته کړئ] [د فایل شمیره په ګوته کړئ]

ګرانه

زه غواړم چې خپل XXX بیرته ترلاسه کړم [د اړتیا وړ سند ډول] د فایل n ° XXX څخه [د فایل شمیره په ګوته کړئ] ځکه چې XXX [ستاسو د غوښتنې دلیل].

ستاسو د ځواب په تمه، مهرباني وکړئ زما احترامات ومنئ.

وروستی نوم، لمړی نوم

لاسلیک

او وروسته؟

د اړتیا په صورت کې مرسته ترلاسه کړئ

افپرا ته دغوښتنې لیږلو او تماس نیولو کې د ستونزو په صورت کې، د OFPRA سره په 0158681010 اړیکه ونیسئ، د دوشنبې څخه تر جمعي، د سهار له 9 بجو څخه د ماسپښین تر 3 بجو.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
12 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
CDA

Comité de la Démarche Accessible