د معلولیت په حالت کې د معلولینو لپاره د ایم دی پي ایچ (MDPH) ادارې څخه د مرستي غوښتنه وکړئ.
دا څه شی دی؟
د معلولیت لرونکو خلکو څانګه ( MDPH ) په هره څانګه یا ډیپارټمنټ کې د معلولیت لرونکو خلکو لپاره د معلوماتو او مالتړ ځای دی. دا د معلولینو لپاره دهغوی حالت ته په کتو ځانګړي مرستې وړاندې کوي.
دا د چا لپاره دی؟
ټوله فرانسه
ټوله فرانسه
څنګه وکړو؟
د حقونو او ممکنه مرستې په اړه معلومات ترلاسه کړئ
د معلولیت لرونکو خلکو لپاره په هره څانګه کې شته مرکز ډیری مرستې، ملاتړ او مالي مرستې وړاندې کوي:
- د خوځښت کارت (CMI)
- د معلولیت لرونکو لویانو لپاره مالي تخصیص (AAH)
- د معلولیت لرونکو ماشومانو د زده کړې لپاره مالي تخصیص (AEEH)
- یوه طبي-ټولنیز تاسیس یا خدمت ته راجع کول (ESMS)
- د معلولیت له کبله تعویضیات (PCH)
- د انفرادي زده کړې پروژه (PPS)
- حرفوي لارښوونې / حرفوي زده کړې
- د تعویضاتو مرستو نوې کول (ACTP/ACFP)
- په کور کې د والدینو لپاره د زاړه عمر بیمې سره وړیا تړاو (AVPF)
- د معلولیت لرونکي کارګر حالت پیژندنه (RQTH) ...
تاسو کولی شئ د مرستې په اړه د نورو معلوماتو لپاره پدې لینک کلیک وکړئ.
د دې لپاره چې وګورئ چې تاسو د مالي مرستې مستحق یاست، تاسو کولی شئ په Mesdroitssociaux.gouv.fr کې سمیلټر ترسره کړئ او معلومه کړئ چې تاسو مستحق یاست او که نه.
یادونه: که تاسو غواړئ چې تاسو ته نږدې MDPH مرکز سره اړیکه ونیسئ، ستاسو په څانګه کې د MDPH د اړیکو توضیحاتو لپاره دلته کلیک وکړئ .
د غوښتنې ثبتول او د هغې ارزونې ته انتظار کول
که تاسو د یو یا ډیرو مالي مرستو مستحق یاست، نو تاسو باید بیا د بریښنالیک یا انټرنیټ له لارې د خپلې غوښتنې وړاندې کولو لپاره یوه دوسیه واستوئ (درېیم ګام وګورئ).
د بریښنالیک له لارې د غوښتنې کولو لپاره، تاسو باید لومړی د ډاونلوډ کولو لپاره (15692*01) شمیره لرونکي فورمه ډکه کړئ، ددې فرمې د بشپړولو لپاره دلته کلیک وکړئ او پرنټ یې کړئ، یا یې خپل MDPH، خپلې ښاروالییا خپل CCAS (د ټولنیزو فعالیتونو لپاره د ښاروالۍ مرکز) کې ترلاسه کړئ.
یادونه: که معیوب کس د 18 کلونو څخه کم وي، مور او پلاس باید یاده فورمه ډکه کړي. که چیرې معیوب شخص د 18 کالو څخه پورته وي، نو دا مشوره ورکول کیږي چې د هغه سرپرست یا "مسؤول" (هغه څوک چې د دوی د ساتنې مسؤل دی) د غوښتنې په وخت کې له هغه سره مل وي.
تاسو باید دا اسناد هم د خپلې فورمې سره ضمیمه کړئ:
- د هویت د ثبوت د دواړو خواوو یوه فوټوکاپي (په فرانسه کې د استوګنې معتبر جواز یا رسید)؛
- د 3 میاشتو څخه کم عمر د پتې ثبوت یوه کاپي (د هغو کسانو لپاره چې استوګن شوي وي، دشهادت لیک یا د استوګن شوي کس یا ادارې لخوا ثبوت ته اړتیا ده)؛
- د یو کال څخه کم طبي سند ترلاسه کول، په ځانګړې توګه د MDPH غوښتنو لپاره چمتو شوی سند، د نیټې او ستاسو د ډاکټر لاسلیک سره. د دې سند په بشپړولو کې د مرستې لپاره دلته په کلیک کولو سره توضیحي معلومات وګورئ.
- په قانوني خوندیتوب کې د محکمي پریکړي سند (که تاسو وړ یاست).
ستاسو د وضعیت په پام کې نیولو سره د نورو ملاتړکونکو اسنادو غوښتنه کیدی شي.
یادونه: دا مشوره ورکول کیږي چې د لیږلو دمخه د بشپړشوي فورمي او طبي سند یوه کاپي واخلئ او له ځان سره یې وساتئ.
ټول اسناد (فورمه او ملاتړي اسناد) باید ستاسو د څانګې MDPH ته د ثبت شوي پوست له لارې د رسید تصدیق ترلاسه کولو سره واستول شي.
2 اختیار - آنلاین درخواست یا غوښتنه وکړئ
که تاسو وغواړئ چې په انلاین بڼه خپله غوښتنه وکړئ، تاسو باید لومړی د اړینو اسنادو ډیجیټل یا سکین شوي نسخه چمتو کړئ چې په 2 ګام کې لیست شوي.
دا هم ولولئ: د Refugees.info پاڼه کې "د سند سکین کول" معلوماتي فایل هم ولولئ.
بیا د MDPH آنلاین (MDPH en ligne) سایټ ته لاړ شئ ترڅو خپله غوښتنه پیل کړئ.
یادونه: مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دا آنلاین خدمت لاهم په ټولو څانګو کې شتون نلري. که تاسو ستونزې لرئ، تاسو کولی شئ په مستقیم ډول د خپل MDPH په استقبالیه کې د مرستې غوښتنه وکړئ.
- په خپله څانګه کلیک وکړئ (د تیر یا شمیرې سره بیا په "لټون" کلیک وکړئ ترڅو خپله اړونده څانګه پیدا کړئ).
- بیا په "راجستر / ننوتل" کلیک وکړئ.
- که تاسو حساب نلرئ، "زما حساب جوړول" “créer mon compte” باندې کلیک وکړئ.
- که تاسو دمخه حساب لرئ، خپل بریښنالیک آدرس او پټنوم یا پاسورډ ولیکئ، او په "وصل" کلیک وکړئ.
یادونه: تاسو کولی شئ د خپل FranceConnect حساب سره هم د ایم دی پی ایچ پاڼي ته دننه شئ.
> د لوستلو لپاره: د Refugees.info پاڼه "فرانس کنیکٹ سره د سایټ سره وصل کیدل" معلوماتي پاڼه هم ولولئ.
فورمه ډکه کړئ او اسناد واستوئ.
د MDPH ځواب ته انتظار وکړئ
هرڅومره ژر چې MDPH ستاسو دوسیه ترلاسه کړي، تاسو به د دوسیې د رسید تصدیق ترلاسه کړئ.
که ستاسو دوسیه نیمګړی وي او اسناد بشپړه نوې لیږل شوي، MDPH به تاسو ته بریښنالیک واستوي ترڅو له تاسو څخه د اضافي معلوماتو غوښتنه وکړي.
په هر MDPH کې، ډیری مسلکیان (ډاکټران، ارواپوهان، او نور) د اړوند کس وضعیت ارزوي ترڅو د نوموړې کس ستونزې په بشپړه توګه درک کړي، او د مناسب ځواب وړاندیز ورته وکړي.
تاسو به د 4 میاشتو دننه ستاسو غوښتنې ته ځواب ترلاسه کړئ، د پوستې له لارې یا مستقیم ستاسو په شخصي حساب یا اکونټ کې د MDPH ویب پاڼه کې.
که تاسو د خپلې دوسیې لیږلو څخه 4 میاشتې وروسته ځواب ترلاسه نکړئ، ستاسو غوښتنه "رد شوي" ګڼل کیږي، پدې معنی چې رد شوی.
یادونه: MDPH ستاسو دوسیه نورو ادارو ته د لیږلو مسولیت لري، لکه کاف CAF.
او وروسته؟
د MDPH څخه د مرستو نوي کولو غوښتنه وکړئ
د مرستو نوي کول باید د پای نیټې څخه 6 میاشتې دمخه اعظمي غوښتنه وشي، دا پدې مانا ده چې د مالي مرستې پای نیټه ده.
تاسو باید د لومړۍ غوښتنې په څیر ورته فورمه ډکه کړئ او "زه غواړم خپل حقونه نوي کړم" برخه غوره کړئ. تاسو باید د لومړي غوښتنلیک په څیر ورته اسناد واستوئ (دوهمه مرحله وګورئ) او که ستاسو وضعیت کې تغییر راغلی وي نو په دې هکله معلومات ورکړئ.
د MDPH پریکړه ننګول او شکایت کول
که تاسو د پریکړې سره موافق نه یاست، تاسو کولی شئ:
- پخلاینه یا تسویه: یو مسلکي کس پریکړه غوښتونکي کس ته تشریح کوي.
تاسو د ځواب ترلاسه کولو وروسته 2 میاشتې وخت لرئ چې د پخلاینې یا تسویې غوښتنه وکړئ. تاسو باید MDPH ته د پخلاینې لپاره د غوښتنې د رسیدلو تایید سره یو راجستر یا ثبت شوی لیک واستوئ.
مصالحه یا تسویه کوونکی کس د پریکړې تشریح کولو لپاره یوه غونډه تنظیموي. له هغې وروسته، که تاسو لاهم د پریکړې سره موافق نه یاست، تاسو د اداري اپیل یا شکایت ثبتولو اختیار لرئ.
- اداري استیناف: MDPH غوښتنه بیا څیړي.
تاسو باید د ځواب ترلاسه کولو څخه 2 میاشتې وروسته د معلولیت لرونکو اشخاصو د حقونو او خپلواکۍ (CDAPH) د کمیسیون رییس ته د رسید تصدیق سره راجستریا ثبت شوی لیک (courrier recommandé avec accusé de réception) د پوست له لارې واستوئ. بیا CDAPH تاسو ته د ځواب ورکولو لپاره 2 میاشتې لري. د ادارې لخوا د ځواب نه ورکولو په صورت کې، مخکنی پریکړه تایید کیږی، دا پدې معنی چې لومړی پریکړه درسته ده او ستاسو شکایت نه دی منل شوی.
- محکمې ته د استیناف کولو لپاره مراجعه کول: اداري یا قضایي محکمه د غوښتنې په اړه قضاوت کوي.
د اداري استیناف څخه وروسته، که تاسو د CDAPH له پریکړې سره موافق نه یاست، تاسو کولی شئ د 2 میاشتو په اوږدو کې محکمي ته اپیل وکړئ.
تاسو باید باصلاحیته محکمې (ستاسو د ادعا لپاره مسؤله محکمه) ته د رسید د تصدیق سره یو راجستر یا ثبت شوی لیک د پوست له لارې واستوئ او د نوموړي پریکړي چې تاسو یې په مقابل کې د ایستناف غوښتنکي یاست د خپلو اسناد سره ولیږئ.
مسؤله محکمه د هغه مرستې چې تاسو یې غوښتنکي یاست فرق کوي:
- اداري محکمه : RQTH، حرفوي لارښود، د CMI پارکینګ.
- قضایي محکمه : لومړیتوب CMI، د معلولیت CMI، AAH او CPR، AEEH او د هغې ضمیمې، ACTP/ACFP، په کور کې د والدینو لپاره د زوړ عمر بیمه، PCH، د معلولیت لرونکو زده کونکو د زده کړې پورې اړوند اقدامات، تاسیساتو ته معرفی کیدل او روغتیایی او ټولنیز خدمات،