مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
شرایط
دا چېرته دی ؟
په بهر کې واده کول
دا څه دي ؟
کله چې یو شخص چې د فرانسې هیواد لخوا محافظت یا خوندیتوب ترلاسه کړی وي او د (کډوال، فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکي، بې وطنه افرادو) په توګه پیژندل شوي وي کولای شي چې په یو بهرنې هیواد کې واده یا د ازدواج مراسم ترسره کړي.
دا سپارښتنه کیږي چې ټول اړین اجراآت او چارې څو میاشتې مخکې ترسره کړئ، ځکه چې د ځانګړو اسنادو ترلاسه کول وخت نیسي.
واده باید د فرانسې د قانون مطابق وشي، دا پدې مانا ده چې باید هغه شرایط چې په فرانسه کې د واده کولو لپاره دې پوره شي، نور شرایط ممکن د اړوند هیواد پورې اړه ولري.
کله چې ستاسې د ازدواج او نکاح مراسم له فرانسې څخه بهر ترسره شي، نو ددې لپاره چې ستاسې ازدواج په فرانسه کې رسمیت غوره کړي او ثبت شي، تاسې باید یو شمیر کړني او اجراآت ترسره کړئ.
څنګه یې وکړو ؟
یوځل چې تاسو پریکړه وکړه چې خپل واده په بهر کې ولمانځئ، نو اړینه ده چې ژر تر ژره په ټاکل شوي هیواد کې له فرانسوي چارواکو سره (د فرانسې سفارت یا کونسلګیرۍ سره) اړیکه ونیسئ، ددې لپاره چې د اړوند هیواد د ځانګړو طرزالعملونو او قوانینو په اړه ځان خبر کړئ، ترڅو وکولای شئ چې د واده مراسم په قانوني توګه ولمانځئ او رسمي بڼه غوره کړي.
تاسو همدارنګه کولای شئ چې پدې اړه د یو وکیل څخه هم مالومات ترلاسه کړئ.
د ریفوجي.انفو Refugees.info په صفحه کې "د سفر سند ترلاسه کول" مالوماتي فایل هم ولولئ.
تاسو باید د ملاقات وخت ونیسئ یا په نوموړي هیواد کې د فرانسې سفارت یا قونسلګرۍ ته بریښنالیک واستوئ چیرې چې واده کول غواړئ.
ورتسه به دواړه واده کونکي (ناوي او زوم) د مرکې لپاره بلل کیږي.
تاسو باید لاندې اسناد له ځان سره راوړئ:
- پېژندپاڼه (د عکس سره) : د استوګنې معتبر جواز ("کډوال" د استوګنې کارت، د څو کلنې استوګنې اجازه چې د فرعي محافظت څخه ګټه پورته کوي)، د هویت کارت / پاسپورټ؛
- د استوګنې ثبوت : د کرایې رسید، د بریښنا بیل، د تلیفون بیل، او نور.
- د معلوماتو پاڼه (د سفارت یا قونسلګرۍ لخوا ورکړل شوې) بشپړه شوې؛
- د راتلونکې واده کونکي جوړې میرمن او خاوند د زیږون سند کاپي، چې د 3 میاشتو څخه کم نیټه (6 میاشتې که سند بهر ترلاسه شوی وي، د ژباړې او قانوني حیثت سره)؛
تاسو کولی شئ دا سند د OFPRA په ویب پاڼه کې ترلاسه کړئ.
ستاسو د وضعیت په پام کې نیولو سره، کیدای شي چې د نورو اسنادو غوښتنه هم وشي.
دا یو رسمي سند دی چې ستاسو ازدواج یا واده له لاندې معلوماتو سره اعلانوي :
- د راتلونکي جوړې د خاوند او میرمنې لومړني نومونه، تخلصونه، مسلکونه، استوګنځی یا د اوسیدو ځای؛
- هغه ځای چیرې چې واده ترسره شوی.
د واده د اعلان سند خپرول اجباري دي (غیر له کومي استثنی) د څو ورځو لپاره په بهرني هیواد کې د فرانسې په سفارت یا قونسلګرۍ کې، یا په فرانسه کې د ښاروالۍ په تالار کې.
د مرکې او د واده د اعلان سند د خپریدو له دورې وروسته، د " د واده کولو وړتیا سند " صادریږي، که چیرې د فرانسې د قانون لمخې چمتو شوي شرایط تایید شي.
دا په هغه هیواد پورې اړه لري چیرې چې تاسو واده کوئ، د واده یا نکاح مراسم کیدای شي چې د لاندې چارواکو څخه د یوه لخوا ترسره شي:
- د مدني حالت یو مسؤول
- بهرنۍ قونسل؛
د مراسمو وروسته، تاسو ته یو نکاح خط در کول کیږي.
او ورپسې څه وکړو؟
هرڅومره ژر چې تاسو فرانسې ته راستانه شئ، تاسو کولی شئ د افپرا له ادراې سره د خپل واده ثبتولو غوښتنه وکړئ.
تاسو باید دلته په کلیک کولو سره شته فورمه ډکه کړئ او لاندې اسناد ورسره یوځای کړئ:
- د واده کولو وړتیا سند یا د واده کولو د اعلان، یا امر خپرولو سند (publication des bans)،
- د واده د لمانځلو هیواد ته د ننوتلو او وتلو ټاپو سره د پاسپورت فوټوکاپي او د الوتکې یا اورګاډي ټکټ کاپي،
- د بهرني نکاح خط اصلي نسخې یو فوتوکاپي او د هغه ژباړه چې د یوه رسمي ژباړونکي لخوا ترسره شوي وي، او همدارنګه د اصلي سند او ژباړې دواړه مخونو (recto-verso) فوټوکاپي.
>> په ریفوجي.انفو Refugees.info پاڼه کې "د سند رسمي ژباړې ترلاسه کول" هم ولولئ.
تاسو باید خپل دوسیه د پوست له لارې لاندې ادرس ته واستوئ:
OFPRA
201 rue Carnot
94136 Fontenay-sous-Bois Cedex
دا مشوره ورکول کیږي چې د فورمې یوه کاپي واخلئ او د رسید تصدیق سره یې د پوست له لارې واستوئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
14 مرسته کونکي فعالیت کوي