د بې سرحه تجربې (Expérience sans Frontières) برنامي له لارې خپلو تجربو ته رسمیت ورکړئ
دا څه شی دی؟
د سرحدونو پرته د مخکینۍ زده کړې اعتبار (VAE) تاسو ته اجازه درکوي:
- ستاسو په اصلي هیواد یا فرانسه کې ترسره شوي مسلکي او یا رضاکارانه تجربې پیژني؛
- دا تجربه په فرانسه کې پیژندل شوي ډیپلوم ته واړوئ.
- د VAE کورس کې له مسلکي مشاورینو سره یوځای شئ.
دا د چا لپاره دی؟
ټوله فرانسه
ټوله فرانسه
څنګه وکړو؟
معلومه کړئ چې ایا تاسو د(VAE Sans Frontières) پروسه ترسره کولای شئ
دلته د(VAE Sans Frontières) ترسره کولو شرایط دي:
- کم نه کمه د 5 کلونو د استوګنې جواز یا تتخ دې سیجور ولرئ
- د اروپایی اتحادیې څخه بهر د یو هیواد څخه اوسئ
- مسلکي اویا داوطلبانه تجربه ولرئ چې لږترلږه د یو کال په اندازه فعالیت کول تثبیت کړای شي ( 1607 ساعته)
- غواړئ چې ستاسو دا تجربه د یو ډیپلوم په شکل کې وپیژندل شي
له هغو اکاډمیو سره اړیکه ونیسئ چې د VAE خدماتو وړاندیز کوي
د VAE Sans Frontières ترسره کولو لپاره، تاسو کولی شئ په لاندې معلوماتو اړیکه ونیسئ:
- په مستقیم ډول له هغو اکاډمیو سره چې د نوموړی ملاتړ وړاندیز کوي (11 ښارونه په فرانسه کې: پاریس، کریټیل، ورسایل، ډیجون، نورمنډي، لیل، نانسي-میټز، ریمز، مونټپیلیر، تولوز او نیک Paris, Créteil, Versailles, Dijon, Normandie, Lille, Nancy-Metz, Reims, Montpellier, Toulouse et Nice ).
>> یا په لاندې بريښنالیک تماس ټنګ کړئ او په سیمه کې د مسؤول کس د اړیکو غوښتنه وکړئ: vae-sansfrontieres@ac-lyon.fr - او یا هم ستاسو په چارو کې د مرسته کونکي سلاکار له لارې دې خدماتو ته لاس رسی پیدا کړئ.
خپله تجربه، خپل شالید یا سابقه وړاندې کړئ او نوم لیکنه ترسره کړئ
ستاسو د مسلکي او یا رضاکارانه شالید او سابقي وړاندې کول به د VAE مشاورینو ته اجازه درکړي چې تاسو ته مناسبه لارښوونه وکړي:
- د شواهدو په لټون کې چې د منلو وړ فایل لپاره غوښتل شوي وي
- د ډیپلوم په انتخاب او په پروسه کې ستاسو په "رسمي" ډول راجستر او ثبت ول.
د دې لپاره، دا اړینه ده چې ستاسو په سیمه کې د DAVA (د مخکینۍ لاسته راوړنو د اعتبار لپاره اکاډمیکي برنامي ) سره اړیکه ونیسئ:
- تاسو ته د نږدې DAVA موندلو لپاره کولی شئ په لاندې لنک کلک وکړئ => https://francevae.fr/trouver-mon-interlocutor/
- همدارنګه، تاسو کولی شئ په لاندې امیل ادرس اړیکه ونیسئ =>
- vae-sansfrontieres@ac-lyon.fr
او وروسته؟
د VAE په مسیر کې مسرته کیدل
ستاسو د VAE Sans Frontières مسیر په جریان کې، تاسو به د شخصي، انفرادي یا ډله ایزو مرستو څخه ګټه پورته کړئ:
- میتودولوژیکي ملاتړ (د کار د ساختار په وړاندې کولو کې مرسته، د تشریح کولو لپاره د تجربو انتخاب، اوداسي نور)
- د یوې بهرنۍ ژبې په توګه فرانسوي (FLE) روزنه ستاسو د ژبې کچې ښه کولو لپاره
- د انتخابي کمیټې غړو ته د شفاهي پریزنټشن لپاره چمتووالی ...