Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د نکاح خط وثیقه ترلاسه کول

د.........لخوا وړاندیز شوي Ofpra ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

د واده سند یا نکاح خط یو رسمي سند دی چې د دوو کسانو ترمنځ یووالی
یا د ازدواج په اړیکه کې منسلک کیدل ثابتوي.

دا د مدني حالت سند دی (په ټولنه کې پیژندنه او وضعیت) چې د اوفپرا OFPRA (د مهاجرینو او بې وطنه اشخاصو د ساتنې لپاره د فرانسې دفتر) لخوا صا دریږی.

اوفپرا OFPRA د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکو (کډوالو، بې تابعیته اشخاصو او د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکو) لپاره د مدني حالت ډیری اسنادو مسؤلیت برغاړه لري: د زیږون سند ، د کورنۍ د تاریخچې کتابچه، د مړینې سند.

د لوستلو لپاره: د Refugees.info پاڼه "د زیږون د سند غوښتنه کول" مالوماتي فایل هم ولولئ.

د OFPRA لخوا ورکړل شوی د واده سند یا نکاح خط یو مستند (رسمي) سند دی، او د ځینې اداري طرزالعملونو لپاره اړین دی (د تابعیت غوښتنه، طلاق، او داسي نور).

تاسو کولی شئ د خپل ځان او یا د خپلې کورنۍ د یوه غړي (ستاسو میړه یا میرمن، مور او پلار یا نیکه، ستاسو ماشومان یا لمسیان) لپاره د واده سند غوښتنه وکړئ.

مهمه یادونه: د واده سند د اعتبار موده نه لري، یعني دا د ټول ژوند لپاره د اعتبار وړ دی، تر هغه چې ستاسو وضعیت بدل شوی نه وي.

څنګه یې وکړو ؟

ستاسو د واده یا نکاح خط سند د چمتوکولو او ستاسو د وضعیت "تثبتولو" لپاره (د میړه یا میرمن نوم، ستاسو د زیږون نیټه او ځای، د واده نیټه)، افپرا OFPRA ستاسو د اصلي هیواد اداري اسناد کاروي (که تاسو یې لرئ) او ستاسو د پناه غوښتنې مرکې په ترڅ کې ورکړل شوې مالومات.

د ځینو اسنادو د اعتبار په اړه د شک په صورت کې لکه د غلطو مالوماتو،غلطۍ یا د اسنادو نشتوالی، د افپرا OFPRA لخوا په اصلي هیواد کې د فرانسې سفارت یا قونسلګرۍ څخه د څیړنې غوښتنه کیدی شي.

مهمه یادونه: د واده یا نکاح خط سند جوړیدل وخت نیسي. اړتیا نشته چې افپرا OFPRA ته لاړ شئ یا د اسنادو د ژر ترلاسه کولو لپاره تماس ونیسئ.

یوځل چې ستاسو د واده سند بیا جوړ شي، تاسو کولی شئ د افپرا OFPRA ویب پاڼه کې یې غوښتنه وکړئ.

درې مختلف اسناد شتون لري:

- یوه بشپړه کاپي : دا پدې مانا چې د واده یا نکاح خط بشپړ سند

- د کورنۍ او شخصي مالوماتو سره یوه خلاصه : د اړوند کس په اړه معلومات (تخلص، لومړی نوم، د زیږون نیټه او ځای) او د هغه د مور او پلار په اړه معلومات

- پرته له اضافي مالوماتو څخه خلاصه : یوازې د هغه کس په اړه معلومات چې د واده سند سره تړاو لري.

مهمه یاونه: لومړی تاسو په افپرا OFPRA کې د خپلې دوسې شمیرې ته اړتیا لرئ. دا د XX-XX-XXXXX ډوله 9 عددي شمیره ده چې د افپرا OFPRA لخوا تاسو ته د لیږل شوي هر لیک په پورتنۍ کیڼ اړخ کې لیکل شوي.

بیا، تاسو کولی شئ پدې لینک کې غوښتنه ترسره کړئ: https://www.ofpra.gouv.fr/demander-un-acte

  • د "د واده سند یا نکاح خط" باندې کلیک وکړئ، بیا "ورپسې" باندې کلیک وکړئ.
  • بیا په "زه" یا "زما په کورنۍ کې یو څوک" برخه باندې کلیک وکړئ.
  • فورمې ډکې کړئ.
مهمه یاونه: د غوښتنې د ثبتیدو وروسته، تاسو به د تعقیب شمیره ترلاسه کړئ: تاسو باید دا وساتئ ترڅو د غوښتنې پرمختګ تعقیبولو او مالوماتو ترلاسه کولو لپاره یې وکاروئ.

او ورپسې څه وکړو؟

د دې لپاره چې معلومه کړئ چې ستاسو غوښتنه په کومه مرحله کې ده، نو د آنلاین پروسیجرونو پاڼې ته لاړ شئ او د "زما غوښتنه آنلاین تعقیبول" برخه کې د تعقیب شمیره ولیکئ.

که ستاسو د واده په سند کې کومه تېروتنه یا نیمګړتیا شتون ولري، تاسو کولی شئ د معلوماتو سره شخړه وکړئ (ووایه چې تاسو موافق نه یاست).

تاسو باید لاندې پتې ته په سند کې د خطا یا مالوماتو د هیرودو په اړه د وضاحت سره یو لیک واستوئ:
OFPRA
201 rue Carnot
94136 Fontenay-sous-Bois Cedex

مهمه یادونه: تاسو باید په هر لیک کې په افپرا OFPRA کې د خپلې دوسې شمیره ولیکئ.

د نورو ستونزو یا شکایتونو لپاره، تاسو باید لاندې پتې ته د پاریس محکمې ته یو لیک واستوئ:

د پاریس محکمه
Tribunal de PARIS
Parvis du tribunal
Section AC1 - Etat civil
75 859 PARIS CEDEX 17

که تاسو خپل پوستي پته، د تلیفون شمیره، یا د بریښنالیک پته (د اړیکو توضیحات) بدل کړئ، تاسو باید د واده سند ترلاسه کولو لپاره د خپل نوي اړیکو توضیحات OFPRA ته واستوئ.

د لوستلو لپاره: د Refugees.info پاڼه "د اړیکو د جزیاتو د بدلون په اړه OFPRA ته خبر ورکړئ "

15 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • kristel mabialaد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • hugo stéphanد صفحي پورته برخه
  • etienne develayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • anastasiaد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • matthieuد صفحي پورته برخه
  • modernisation_protectionایډیټر او کره کتونکی

Liens utiles