مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
قانوني او قضای مرسته ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
قانوني مرسته هغه مالي ملاتړ دی چې د دولت لخوا هغه کس ته ورکول کیږي چې لږ عاید ولري. دا مرسته د قانوني او حقوقي دوسې مصارفو ټول یا یوه برخه پوښي (په ځانګړي توګه د وکیل فیس او مصارف) او دا مرسته د شخص دعایدو سرچینې پورې اړه لري.
د مرستې څخه د ګټې اخیستنې لپاره، تاسو باید درې شرایط پوره کړئ. خپل شخصي معلومات، خپلې سرچینې، قانوني دوسې په اړه معلومات. په لاندې برخه کې تاسو د لومړې مرحلي په هکله معلومات ترلاسه کولای شئ (>> «څنګه وکړئ؟» "comment faire?" .
په دې هکله د نورو معلوماتو لپاره په لاندې لینک کلیک کړئ:
د اپیل په شرایطو کې د قانوني مرستې لپاره غوښتنې په اړه نور معلومات موندلو لپاره دا صفحه وګورئ.
تاسو کولی شئ د قانوني مرستې لپاره غوښتنه وکړئ، که ستاسو حیثیت په قانوني پروسه کې هرڅه وي لکه ( مدني طرف، شاهد ،مرسته کونکي شاهدان ، تورن ،تر نظارت لاندې، محکوم ، او داسې نور).
تاسو کولی شئ د مختلفو قانوني اجرااتو لپاره د قانوني مرستې څخه ګټه پورته کړئ (طلاق، د بیمې د خسارې ادعا، او داسې نور). د دوسیي د ثبتولو دمخه یا د پروسې په جریان کې د قانوني مرستې غوښتنه کیدی شي. تاسو همدارنګه کولی شئ د یو پروسي له پای ته رسیدو ورسته هم د قانوني مرستې غوښتنه وکړئ (د بیلګې په توګه د محکمې پریکړه پلي کولولپاره).
د عدالت او قانونې مرکز او یا د قانوني حقونو یو مرکز ته د لاسرسي د موندلو لپاره دې ویب پاڼي ته لاړشئ: www.annuaries.justice.gouv.fr پدې انټرنټي پاڼه کې د "عدالت او قانون کور (MJD)" یا "قانونې حقونو ته د لاسرسي مرکز" (PAD) د لټون په خانه کې ولیکئ او خپل د منطقي کوډ د "ساحه" « territoire » په خانه کې ولیکئ.
څنګه یې وکړو ؟
د قانوني مرستې ترلاسه کولو لپاره تاسو باید یو له لاندې شرایوط ولرئ:
- د قانوني محافظت بیمه نه لرل چې ستاسو ټول قانوني لګښتونه پوښي
- د فرانسوي یا اروپایی تابعیت ولرئ، او یا په فرانسه کې په منظم ډول اوسیږي
- ستاسو کلني مالیاتي عاید او د منقول او غیر منقولو شتمنیو ارزښت مو د ټاکل شوي اندازي څخه لاندي وي
> عاید: €11262 (د بشپړې مرستې لپاره) یا €16,890 (د یو برخې مرستې لپاره)
> د منقولو شتمنیو ارزښت: €11262
> د املاکو د شتمنیو ارزښت: €33780
تاسو کولی شئ په دې شنه لیک کلیک کړئ او او د عدلیيي وزارت آنلاین خدماتو له لارې د قانوني مرستي اندازه معلومه کړئ.
avec ce service en ligne du ministère de la justice.
تاسو باید د Cerfa فورمه شمیره( n°16146*03) ډکه کړئ . تاسو کولی شئ دا آنلاین ډک کړئ یا خالي ډاونلوډ کړئ ترڅو دا په لاس ډک کړئ یا یې په خپله ښاروالۍ یا محکمه کې ترلاسه کړئ.
- د آنلاین فارم ډکولو لپاره، تاسو کولی شئ په دې لینک کلیک وکړئ . دا خدمت تاسو ته اجازه درکوي په اتوماتيک ډول ستاسو د معلوماتو په داخلولو سره فورمه ډکه کړئ. بیا تاسو کولی شئ د لیږلو لپاره دمخه بشپړ شوی فارم ډاونلوډ کړئ.
- د خالي فارم ډاونلوډ کولو لپاره (په خپل لاس یې د ډکولو لپاره)، تاسو کولی شئ دلته کلیک وکړئ. دا په کلکه سپارښتنه کیږي چې دا خبرتیا ولولئ کوم چې به تاسو سره د فورمې ډکولو کې مرسته وکړي.
د حقوقي مرستو ادارې صلاحیت په قضاي بخش کې ستاسو په قضاي دوسې پورې مربوط دی چې کوم قضاي بخش به یې مسولیت په غاړه لري.
که چیرته ستاسو قضیه ابتدايي یا استیناف محکمه پرمخ وړي، تاسو کولی شئ د ثبت شوی (راجسټر شوي) پوستې له لارې د رسید (AR) اخیستلو سره واستوئ او یا خپله دوسیه په خپله منطقه کې د قانوني مرستې یوه باصلاحیته دفتر ته وسپارئ.
که د تمیز محکمه ستاسو د قضیي مسوولیت په غاړه ولري، تاسو کولی شئ خپله دوسیه د ثبت شوې ( راجسټر شوي) پوست له لارې د رسید (AR) په اخیستلو سره لاندې پتې ته واستوئ:
Cour de cassation
5 quai de l’Horloge
TSA 70660
75055 PARIS CEDEX 01
که د دولت شورا ستاسو د قضیې مسوولیت په غاړه ولري، نو تاسو کولی شئ خپله دوسیه د ثبت شوی (راجسټر شوي) پوست له لارې د رسید (AR) له تایید او اخیستلو سره لاندې پتې ته واستوئ:
Conseil d'État
1, place du Palais-Royal
75100 Paris cedex 01
که د پناه غوښتنې ملي محکمه (CNDA) ستاسو د قضیې مسوولیت په غاړه لري، نو تاسو کولی شئ خپله دوسیه د ثبت شوی (راجسټر شوي) پوست له لارې د رسید (AR) له تایید او اخیستلو سره لاندې پتې ته واستوئ:
Cour nationale du droit d’asile
35, rue Cuvier
93558 Montreuil Cedex
او ورپسې څه وکړو؟
د قانوني مرستې د نه ترلاسه کیدو په صورت کې، تاسو کولی شئ د قانوني مرستې د رد کیدو پریکړې په مقابل کې خپل اعتراض د ثبت شوې (راجسټر شوي) پوست له لارې د قانوني مرستې دفتر ته د رسید (AR) په اخیستلو او تایید سره واستوئ.
تاسو باید لومړی په خپله اعتراض نامه یا استیناف کې هغه دلیلونه په ګوته کړئ چې ولې مو د پریکړې په مقابل کې اعتراض کړی، د بیلګې په توګه، ستاسو د کورنۍ د اعضاو په شمیر کې اشتباه شوي او یا ستاسو د سرچینو د مقدار په هکله کومه اشتباه ترسره شوی وي). تاسو باید د شوې پریکړې یوه کاپي هم ضمیمه کړئ له خپل اعتراض سره.
یوځل چې اعتراض (اپیل) وڅیړل شي، تاسو ته به د پوست له لارې پریکړه ترلاسه کړئ.
که چیرته نوې پریکړه هم ستاسو په حق کې نه وي او بیا هم ستاسو غوښته رد شوی وي، نوتاسو نور د اعتراض حق نه لری، ځکه دا دوهمه پریکړه نهایی ده.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
14 مرسته کونکي فعالیت کوي