Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د شخصي معلوماتو د تغیر په صورت کې آفپرا (l'OFPRA) ته خبر ورکول

د.........لخوا وړاندیز شوي Ofpra ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

که تاسو خپله پوستی پته، د تلیفون شمیره، یا د بریښنالیک پته (د اړیکو توضیحات) بدل کړئ، تاسو باید د افپرا OFPRA ادارې ته خبر ورکړئ او د خپلو نويو اړیکو توضیحات ورته واستوئ.

دا تاسو ته اجازه درکوي چې د افپرا OFPRA لخوا لیږل شوي رسمي مدني حالت اسناد ترلاسه کړئ، لکه د زیږون سند، د واده سند یا نکاح خط.

> د ریفوجي.انفو صفحه کې لاندې فایل هم ولولئ: Refugees.info پاڼه " د زیږون د سند غوښتنه کول" او " د واده د سند غوښتنه کول"

مهمه یادونه: دا اړینه ده چې د افپرا OFPRA د دوسې شمیره ولرئ او د پتې د بدلون راپور ورکولو لپاره د پیژندنې لیک ترلاسه کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

لومړی تاسو د افپرا OFPRA دوسې شمیرې ته اړتیا لرئ. دا د XX-XX-XXXXX ډوله 9 عددي شمیره ده چې د افپرا OFPRA لخوا تاسو ته د لیږل شوي هر لیک په پورتنۍ کیڼ اړخ کې لیکل شوي.

مهمه یادونه: که تاسو تر اوسه د خپلې افپرا OFPRA دوسې شمیره نه پیژنئ، نو دا ممکنه ده چې خپله بهرنۍ ملي شمیره وکاروئ (د پریفکتور لخوا ورکړل شوي د پناه غوښتنې سند کې 9 یا 10 عددي شمیره).
تاسو باید د دې شمیرې او ستاسو د نويو اړیکو توضیحاتو سره یو لیک ولیکئ، لاسلیک یې کړئ، او دې پتې ته یې واستوئ:
OFPRA
201 rue Carnot
94136 Fontenay-sous-Bois Cedex

  • د "زما شخصي مالومات بدلول " "Modifier mes coordonnées" پاڼې ته لاړ شئ:

https://www.ofpra.gouv.fr/demarches-en-ligne-bpi/modifier-mes-coordonnees

  • خپل شخصي معلومات بشپړ کړئ
  • "ورپسې" "Suivant" کلیک وکړئ
  • خپله نوې پته، خپله نوې ګرځنده شمیره، یا د خپل نوې بریښنالیک پته ولیکئ
  • تایید یې کړئ.
مهمه یادونه: د غوښتنې ثبتولو وروسته، تاسو به د تعقیب شمیره ترلاسه کړئ: تاسو باید هغه وساتئ ترڅو د غوښتنې پرمختګ تعقیب او مالومات ترلاسه کړئ .

او ورپسې څه وکړو؟

د دې لپاره چې معلومه کړئ چې ستاسو غوښتنه څنګه پرمخ ځي، د آنلاین پروسیجرونو پاڼې ته لاړ شئ او د "زما غوښتنه آنلاین تعقیب ولو" برخه کې د تعقیب یا د ثبت شمیره ولیکئ.

16 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • claudia mاډمین
  • andressa bittencourtاډمین
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • omar kokachد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • marina bondarenkoد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • anastasiaد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • utilisateur_73964372ایډیټر او کره کتونکی
  • modernisation_protectionایډیټر او کره کتونکی
  • marianne georgesد صفحي پورته برخه

Liens utiles