د سیاسي مهاجرت وضعیت او سنادو څخه لاس په سر کیدل او منصرف کیدل
دا څه شی دی؟
که تاسو ته د مهاجرت حیثیت درکړل شوی وي، نو تا سو ددې اختیار لرئ چې هر وخت وغواړئ د مهاجرت له اسناد څخه لاس په سر او پرېږدئ. تاسو کولای شئ خپله غوښتنه د فرانسې د کډوالو او بې وطنه کسانو د ساتنې ادارې افپرا ته ورکړئ.
ښه پوهیدل: د کډوالۍ وضعیت پریښودل یوه وروستۍ پریکړه ده چې ستاسو او ستاسو کورنۍ لپاره جدي پایلې لرلی شي.
تاسو کولی شئ د کډوالۍ یا مهاجرت وضعیت پرېږدئ که چیري:
- هغه ویره او خطر چې تاسو څرګند کړی وو، کله چې تاسو په فرانسه کې د پناه غوښتنه کړې وه او نورهغه خطر او ویره شتون نلري؛
- تاسو کولی شئ پرته له کوم خطر څخه خپل هیواد ته سفر او بیرته ولاړ شئ.
استثناء : که یو زیریسن ماشوم (له 18 کلنو کم شخص ) د تناسلي عضو د قطع(سنت کیدل) کیدو د خطر له امله نړیوال محافظت (د مهاجرت اسناد) ورکړشوی وي ، نو هغه نشي کولی د کډوالۍ وضعیت تر هغه پورې پریږدي ترکومه چې دغه خطر شتون ولري.
دا د چا لپاره دی؟
ټوله فرانسه
ټوله فرانسه
څنګه وکړو؟
د معافیت او تنازل اطلاعیه ولولئ او لاسلیک کړئ
د هرځه دمخه باید تاس لومړۍ د دې سند لومړی 2 مخونه ولولئ.
شرایط، پایلې او د منصرف کیدو مرحلې تشریح شوي.
یادونه: دا سند یوازې په فرانسوي کې شتون لري. د دې لپاره چې تاسو پدې سند په ښه توګه پوهه شئ نو د ژباړې لپاره مرسته وغواړئ (له ملګري، د کورنۍ غړي، رضاکار، اتحادیې، او داسې نور).
فرمه ډکه او لاسلیک کړئ
لومړی تاسو د خپل افپرا OFPRA دوسیې ځانګړې شمیرې ته اړتیا لرئ.
یادونه: دا د XX-XX-XXXXX ډوله 9 عددي شمیره ده چې د افپرا OFPRA لخوا لیږل شوي د هر لیک په پورتنۍ کیڼ اړخ کې لیکل شوي.
که تاسو له مخکني کور یا ځای څخه کډه شوي یاست، تاسو باید خپله پته د افپرا ویب پاڼي له لارې تغییر کړئ، د OFPRA ویب پاڼه.
> د ریفیجي.انفو دا مالوماتي فایل ولولئ: Refugees.info پاڼه "د اړیکو یا د مالوماتو د بدلون په اړه OFPRA ته خبر ورکول"
بیا تاسو باید د دې سند په دریم مخ کې فورمه چاپ کړئ، بشپړ کړئ، نیټه ولیکئ او لاسلیک یې کړئ.
دا ممکنه ده چې تشریح کړئ چې ولې تاسو غواړئ د کډوال دریځ یا اسناد پریږدئ، په سند یا پاڼه کې.
یادونه: که ستاسو خاوند یا میرمن هم وغواړي چې خپل دکډوالۍ اسنادو څخه لاس په سرس شي، نو هغه هم باید په انفرادي ډول خپل عریضه یا فرمه بشپړه او وسپاري.
که چیرې د اسنادو څخه لاس په سر کیدل د یو کوچني ماشوم په اړه وي چې پرته له دې چې مور او پلار یې خوندي وي د انفرادي محافظت څخه ګټه پورته کوي، مور او پالر یې مرکې ته بلل کیږي. د ماشوم د ساتنې قانوني حیثت څخه لاس په سر کیدل په صورت کې د استوګنې د حق له لاسه ورکوي. په دې حالت کې، سند باید د دواړو والدینو لخوا لاسلیک شي.
غوښتنلیک OFPRA ته واستوئ
تاسو کولی شئ بشپړ شوی فورمه د پوست یا بریښنالیک له لارې واستوئ.
- د پوست له لارې
فورمه دې پتې ته ولېږئ:
OFPRAOFPRA
Pôle Protection
201 rue Carnot
94136 Fontenay-sous-Bois Cedex
یادونه: دا مشوره ورکول کیږي چې د فورمې یوه کاپي واخلئ او بیا یې د راجستر او ثبت شوي رسمي پوست له لارې ولیږئ.
- د بریښنالیک له لارې
فورمه د ضمیمې په توګه renunciation@ofpra.gouv.fr ته واستوئ
دریفیجي.انفو مالوماتي پاڼه ولولئ: Refugees.info پاڼه "د سند سکین کول".
د OFPRA لخوا د دوسیې کتنه
افپرا کولی شي د هغه چا سره د مرکې غوښتنه وکړي چې غواړي د کډوالۍ یا محافظت اسنادو څخه لاس په سرس شي.
د محافظت د پریکړې پای د ثبت شوي لیک له لارې د رسید تصدیق سره لیږل کیږي او یوه کاپي پریفکتور ته لیږل کیږي.
که تاسو د غوښتنې په دریو میاشتو کې خپله پته بدله کړئ، تاسو باید OFPRA ته خبر ورکړئ چې د پوست او لیکنو ترلاسه کولو ډاډ ترلاسه کړئ.
> د لوستلو لپاره: د Réfugiés.info پاڼه "د اړیکو د جزیاتو د بدلون په اړه OFPRA ته خبر ورکړئ".
یادونه: که، د اسنادو څخه د لاس په سرس کیدو غوښتنې سره سره، OFPRA پریکړه کوي چې ستاسو محافظت یا کډوالۍ حیثیت وساتي، تاسو به د پوست له لارې ستاسو د زیږون سند (او ستاسو د واده سند که تاسو واده کړی وي) ځواب ترلاسه کړئ.
او وروسته؟
ستاسو د شخصي وضعیت لپاره مهمې پایلې
د مهاجرت یا کډوالۍ وضعیت څخه تنازل او پریښودل ستاسو د شخصي وضعیت لپاره جدي پایلې لري:
- دا کولی شي د استوګنې جواز(تتخ د سیجور) د بیرته اخیستلو لامل شي، په ځانګړي توګه که تاسو د 5 کلونو څخه لږ وخت نه د اوسیدو اجازت کارت لرئ:
په فرانسه کې د ژوند کولو د دوام لپاره، تاسو باید د OFPRA (شخصي او کورنۍ ژوند، فرانسوي خاوند یا میرمن، او داسې نور) لخوا د خوندیتوب پرته د بل دلیل په اساس د خپل پریفکتور څخه د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ.
- د OFPRA قانوني او اداري خوندیتوب له لاسه ورکول؛
د هویت او د مدني حالت اسنادو (پاسپورټ، د زیږون سند، او نور) ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید د خپل اصلي هیواد قونسلګرۍ یا سفارت سره اړیکه ونیسئ او ستاسو د اوسیدو ځای د پریفکتور ته د خپل اداري وضعیت تازه کولو لپاره مراجعه وکړی.
ستاسو د کورنۍ لپاره مهمې پایلې
د مهاجرت یا کډوالۍ وضعیت څخه لاس په سر کیدل او پریښودل ستاسو د کورنۍ لپاره هم پایلې لري:
- ستاسومیرمن یا خاوند ممکن د خپل مهاجرت حیثیت او اسناد له لاسه ورکړي؛
- ستاسو هغه اولاد چې بلای سن (18 کلونو پورته) شوي، ممکن د مهاجرت وضعیت او اسناد له لاسه ورکړي؛
- ستاسو کوچني ماشومان ممکن نور د OFPRA لخوا چمتو شوي محافظت څخه ګټه پورته نکړي؛
- ستاسو اصلي هیواد ممکن ستاسوشخصي او کورنۍ پیښو او کړنو له پیژندلو څخه ډډه وکړي چې په فرانسه کې پیښ شوي.
خپل پریکړه بدلول او د نوي محافظت یا کډوالۍ اسنادو غوښتنه کول
که ستاسو نظر بدل شي او وغواړئ چې بیا له نړیوال خوندیتوب څخه ګټه پورته کړئ، تاسو باید د خپل وضعیت او د کورنۍ د غړو د بیاکتنې یا نظرې ثاني غوښتنه وکړئ . ټوله پروسه په دې پاڼه کې تشریح شوې.