Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکپناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, فرانسوي اتباع

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

د بانکي "حساب حق" ترلاسه کولو غوښتنه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 5 mois

دا څه دي ؟

یو بانک ممکن ستاسو لپاره د بانکي حساب له پرانیستلو ډډه وکړي. پدې حالت کې، تاسو کولی شئ د بانک دی فرانس سره اړیکه ونیسئ ترڅو د وړیا بانکي "حساب خلاصولو حق" پروسې څخه ګټه پورته کړئ.

په حقیقت کې، هر څوک چې په فرانسه کې میشته وي او لا دمخه حساب نه لري او چا ته چې بانک د یو جاري بانکي حساب خلاصولو څخه انکار کړی وي، حق لري چې دا غوښتنه وکړي.

بانک د فرانس به یو یو بانک وټاکي او حکم وکړي چې هغه به په دې مکلف وي چې یو وړیا بانکي حساب سره له بانکداري خدماتو تاسې ته خلاص کړي.

یادونه: تاسو کولی شئ د حساب حق څخه ګټه پورته کړئ حتی که تاسو لاندې وضعیت ولرئ:
- بانکي خدمات ترلاسه کول منع شوي
- د شخصي کریډیټ پیښې فایل (FICP) کې ثبت شوی
- ډیر پورلرل
- دمخه د بل چا سره حساب لري.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو باید لومړی د بانکي حساب خلاصولو لپاره معیاري غوښتنه وکړئ.

که چیرې بانک ستاسو لپاره د حساب پرانیستلو څخه انکار وکړي یا ستاسو د غوښتنې وروسته په 15 ورځو کې تاسو ته ځواب ونه وايي، نو تاسو کولی شئ د "بانکونو بانک" بانک د فرانس ته زنګ ووهئ.

یادونه: بانکونه د "تجارتي ازادۍ" په اصولو کار کوي. دا پدې مانا ده چې هر بانک حق لري چې پیرودونکي ومني یا رد کړي.

تاسو باید لاندې اسناد چمتو کړئ:

  • که بانک تاسو ته په 15 ورځو کې ځواب ونه وايي: دا ثبوت چې تاسو په بانک کې د حساب پرانیستلو غوښتنه کړې ده (بانک ته د راجستر شوي لیک رسید یا ستاسو د غوښتنې څخه په شخصي توګه د پیسو رسید)
  • که بانک ستاسو د حساب خلاصولو څخه انکار وکړي: د بانکي تاسیساتو لوګو سره د حساب خلاصولو څخه انکار لیک
  • د بشپړ شوي حساب فرمه : د ډاونلوډ کولو لپاره، دلته کلیک وکړئ!
  • د اعتبار وړ د هویت ثبوت چې عکس ولري مخ او شا recto/verso
  • د پتې ثبوت (د مثال په توګه، د اوبو یا تلیفون بل له 3 میاشتو څخه کمې مودې، د کرایې رسید له 3 میاشتو څخه کمې مودې، د ملکیت سند) یا د استوګنې ثبوت
    • د کوربه د هویت ثبوت (د کوربه خلکو لپاره)
  • د قسم خوړلو بیان دا ثابتوي چې تاسو مسلکي یا شخصي بانکي حساب نلرئ.

تاسو لاندې اسنادو ته اړتیا لرئ:

  • که بانک ستاسو لپاره د حساب خلاصولو څخه انکار وکړي: د بانک لوګو سره د حساب خلاصولو څخه انکار لیک،
  • که بانک ستاسو د غوښتنې څخه 15 ورځې وروسته ځواب نه وي درکړی : د حساب پرانیستلو لپاره ستاسو د غوښتنې ثبوت ( بانک ته د راجستر شوي لیک رسید یا ستاسو د غوښتنې د لاسي پیسو رسید په کوم کې چې د نیټې سره په ښکاره توګه لیدل کیږي)
  • د حساب د استحقاق غوښتنې بشپړه شوې فورمه چې دلته په کلیک کولو سره شتون لري
  • د هویت سند د اعتبار وړ عکس سره
    (د منل شویو اسنادو لیست وګورئ> 1 ماده، برخه " الف – د فیزکي شخص لپاره ")
  • د پتې ثبوت چې د 3 میاشتو څخه کمه موده ولري (انټرنېټ، تلیفون، بریښنا، اوبه، د ګاز بل، د کرایې رسید یا د ملکیت سرلیک)
  • د استوګنې سند، که تاسو کوربه یاست (د هغه چا څخه د هویت سند سره چې ستاسو کوربه توب کوي یا تاسو ورسره اوسیږئ)
یادونه: د حساب د استحقاق طرزالعمل په اړه اساسي معلومات او پوښتنې دلته د عمومي ځوابونو سره موندلای شئ.

تاسو کولی شئ له هغه بانک څخه وغواړئ چې د حساب خلاصولو څخه یې انکار کړی ترڅو ستاسو دوسیه مستقیم بانک دي فرانس ته واستوي.

یادونه: د ډیپارټمنټ شورا، کاف CAF (د کورنۍ د تادیې فنډ)، د ښاروالۍ ټولنیز فعالیت مرکز (CCAS) یا ځینې اتحادیې هم کولی شي ستاسو دوسیه د بانک د فرانس ته واستوي.

لومړی ګام د ټولو اسنادو سکین کول دي.
> ولولئ: د Réfugiés.info پاڼه کې " د سند سکین کول"معلوماتي فایل ولولئ

بیا، تاسو باید د بانک د فرانس Banque de France ویب پاڼې ته لاړ شئ او یو حساب جوړ کړئ یا د FranceConnect سره وصل یا لاګ ان شئ.
> د Réfugiés.info پاڼه کې "د FranceConnect سایټ سره وصل کیدل"معلوماتي فایل ولولئ

خپل شخصي ځای ته لاړ شئ، او "د حساب حقونه - انفرادي - د غوښتنې سپارل" باندې کلیک وکړئ.

بیا ټول اسناد ډاونلوډ کړئ او په خپل شخصي ځای کې د بانک دي فرانس څخه ځواب ته انتظار وکړئ.

تاسو کولی شئ د خپلې دوسیې د سپارلو لپاره د بانک دي فرانس یوې څانګي ته هم تللای شئ.

د دې کار کولو لپاره، لومړی تاسو ته نږدې څانګه ومومئ: دلته کلیک وکړئ، خپل پوستی کوډ ولیکئ او "د حساب حق" وګورئ.

یادونه: مخکې لدې چې ستاسو د دوسیې سره یادې څانګې ته لاړشئ ، دا مشوره ورکول کیږي چې د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له 8 بجو څخه د ماښام تر 6 بجو پورې په 3414 شمیره (د محلي تلیفون قیمت) د بانک دي فرانس ویب پاڼه یا د تلیفون له لارې د ملاقات وخت واخلئ.

تاسو کولی شئ خپله دوسیه دثبت یاراجستر شوي پوست له لارې لاندې پته د رسید ترلاسه کولو سره واستوئ:

بانک دي فرانس
Banque de France
TSA 5012075035
Paris Cedex 01

او ورپسې څه وکړو؟

هرڅومره ژر چې بانک دي فرانس ستاسو بشپړه شوي دوسیه ترلاسه کړي، بانک دي فرانس د یو بانک اداره تعیین کوي، کومه چې مکلفیت لري چې ستاسو لپاره د حساب خلاصولو موافقه وکړي.

دا نومول یا تعیینول د 6 میاشتو لپاره اعتبار لري.

بانک دي فرانس به تاسو ته د پوست یا لیک له لارې یا ستاسو په شخصي ځای کې د ټاکل شوي بانکي ادارې نوم او د اړیکې توضیحات درکړي.

د دې نومونې یا د اړوند بانک ټاکلو څخه 3 ورځې وروسته، یاد بانک باید تاسو ته د حساب پرانیستلو لپاره د اړینو اسنادو لیست درکړي.

تاسو باید د لیدنې لپاره د بانک سره اړیکه ونیسئ او ټول اسناد بانک ته راړوئ.

هرڅومره ژر چې ستاسو حساب خلاص شي، تاسو کولی شئ د لومړني بانکي خدماتو څخه وړیا ګټه پورته کړئ :

  • د بانک کارت ترلاسه کول
  • غب RIB (د بانک د هویت بیان) یا د بانکي حساب معلومات،
  • نغدي چکونه او بانکي لیږدونه،
  • په انلاین بڼه د حساب معلومات یا بیلانس کتل، او نور
د پاڼې سر

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
omar kokachomar kokachد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
utilisateur_61623907utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
gaëlgaëlد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
utilisateur_92556286utilisateur_92556286ایډیټر او کره کتونکی