د ټولنیز یا سوسیال کور غوښتنه کول (HLM)
د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي місяць томуیو سوسیال کور چې همدارنګه ورته د کمې کراې هستوګنځای (HLM) هم وای، دغه ډول کورونه د هغو کسانو لپاره مختص شوې چې ټیټ عاید او امکانات لرې او د شخصې کور په موندلو کې ورته ستونزی وي.
د سوسیال کورونو کرایه تر شخصې کورونو څخه ټیټه (ارزانه) وې.
د ټولنیز کور ترلاسه کولو لپاره د انتظار موده اوږده ده (څو کلونه). دا ستاسو په شخصي وضعیت، د استوګنې ډول او غوښتل شوي یا ټاکل شوي ښار پورې اړه لري.
ځینې دلایل ددې باعث ګرځیدای شي چې ستاسو د کورلپاره غوښتنې ته اولیت ورکړل شي. د بیلګې په توګه، که چیرته تاسو د اوسیدا ځای ونه لری، یا د کورنې او ازدواجې تشدد او تاوترخیوالي قربانيان یاست او یا هم د معلولیت حالت ولری.
سوسیال یا ټولنیز کور ته غوښتنه باید د OFPRA یا د سیندیا CNDA له ځواب وروسته ژر تر ژره ترسره شي چې تاسو ته د کډوال یا د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا د اپارټاید حالت څخه ګټه اخیستونکي حیثیت درکړي. دغه کار به ددې باعث شې چې ستاسو دانتظار موده را کمه کړې او کله چې د اوفپرا جواب تر لاسه کړئ نو کور به ژر په لاس درشي.