مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
قیمت
شرایط
دا چېرته دی ؟
د زیږون یا تولد سند ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
د زیږون سند یو رسمي سند دی چې ستاسو د زیږون نیټه او ځای تصدیق کوي.
دا د مدني حالت سند دی (په ټولنه کې هویت او وضعیت) د اوپرا (د مهاجرینو او بې وطنه اشخاصو (اپارټاید) د خوندیتوب لپاره د فرانسې دفتر) لخوا رامینځته کیږي او لیږل کیږي.
افپرا (Ofpra) د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکو (کډوالو، بې تابعیته اشخاصو (اپارټاید) او د فرعي محافظت ګټه اخیستونکو) لپاره د ډیری مدني حالت اسنادو مسولیت لري: د واده سند یا نکاح خط (l'acte de mariage) ، د کورنۍ د ثبت کتابچه یا د میرمنې د مړینې سند هم کولای شئ تر لاسه کړئ.
د افپرا لخوا ورکړل شوی د زیږون سند یو مستند (رسمي) سند دی، او د ځینو اداري پروسیجرونو لکه (واده، تابعیت اخیستل، د هویت اسناد، او نور) لپاره اړین دی .
ولې د واده یا PACS لپاره، تاسو باید د زیږون سند وړاندې کړئ چې د دریو میاشتو څخه کمه موده ولري (د 3 میاشتو مودې په جریان کې د اوفپرا Ofpra لخوا لیږل شوی وي، کله چې تاسو غواړئ خپلې چارې ترسره کړئ).
څنګه یې وکړو ؟
یوځل چې تاسو د کډوال حیثیت او د کډوالۍ اسناد ترلاسه کړئ (یا فرعي محافظت) OFPRA به له تاسو نه وغواړي چې د زیږیدنې سند ترلاسه کولو لپاره یوه فرمه ډکه کړئ او دوی ته یې ورولیږئ.
ستاسو د زیږون سند چمتو کولو او ستاسو وضعیت «دوباره تثبیت» لپاره (د مور او پلار نوم او د زیږون نیټه، ستاسو د زیږون نیټه او د زیږون ځای) افپرا Ofpra ستاسو د اصلي هیواد اداري اسناد کاروي (که تاسو یې لرئ) او هغه معلومات چې تاسې د پناه غوښتنې مرکې پر مهال ورکړې وي.
ستاسو د زیږون سند جوړیدل کیدای شي وخت ونیسي. دا ډیر ګټور ندی چې آوفپرا ته لاړشئ او مکرر تماسونه ونیسئ ترڅو دا لومړنۍ سند وخت له مخکي او ژر ترلاسه کړئ.
یوځل چې ستاسو د زیږون سند جوړ شي، تاسو کولی شئ د خپل ځان لپاره، یا ستاسو د کورنۍ د یوه غړي لپاره (د میړه، مور او پلار یا نیکه، نیا، ماشومان یا لمسیان) په مستقیم ډول د افپرا Ofpra ویب پاڼه کې د زیږون سند غوښتنه وکړئ.
دلته 3 مختلف اسناد شتون لري:
- یوه بشپړه کاپي (copie intégrale) : د بیلګې په توګه د زیږون بشپړ سند
- د کورنۍ معلوماتو سره سند (extrait avec filiation) : د اړوند کس په اړه معلومات (تخلص، نوم، د زیږون نیټه او ځای) او د مور او پلار په اړه معلومات
- پرته له اضافي معلوماتو سند (extrait sans filiation) : یوازې د اړوند کس په اړه معلومات.
دا د XX-XX-XXXXX ډوله 9 عددي شمیره ده چې د هر لیک په پورتنۍ ښي خوا کې د اوپرا لخوا لیږل شوي.
بیا، تاسو کولی شئ پدې لینک کې درخواست یا ِغوښتنه وکړئ : https://www.ofpra.gouv.fr/demander-un-acte
> په "د زیږون سند" باندې کلیک وکړئ، بیا "ورسته" باندې کلیک کړئ.
> بیا په "زه" یا "زما په کورنۍ کې یو څوک" باندې کلیک کړئ.
> فورمه ډکه کړئ.
او ورپسې څه وکړو؟
د دې معلومولو لپاره چې ستاسو غوښتنلیک څنګه پرمخ ځي، د آنلاین پروسیجرونو پاڼې ته لاړ شئ او د "زما آنلاین کړنلاره تعقیبول" “Suivre ma démarche en ligne” برخې کې خپل د تعقیب شمیره ولیکئ.
که ستاسو د زیږون سند کې کومه تېروتنه یا نیمګړتیا شتون ولري، تاسو کولی شئ شکایت وکړئ (دا په دې معنا ده چې تاسو په سند کې د شته معلوماتو سره موافق نه یاست).
تاسو باید لاندې پتې ته د تیروتني یا غلطۍ او د مالوماتو د هیریدو په صورت کې د وضاحت سره یو لیک واستوئ:
OFPRA
201 rue Carnot
94136 Fontenay-sous-Bois Cedex
که ستاسې د هویت اړوند معلومات د استوګنې اجازه لیک یا تتخ دی سیجور او ستاسې د زیږون سند کې یو شان نه وي، نو په هغه صورت کې د شکایت کولو اړتیا نشته، ځکه چې دا به یوه تېروتنه ونه ګڼل شي. په دغه ډول حالت کې تاسې اړتیا لرئ چې خپل د استوګنې جواز یا تتخ دی سیجور بدل کړئ.
د " معادلي سند" یا اصلاح شوی سرټفیکیت "attestation d’équivalence" تاسې ته اجازه درکوي چې د آفپرا لخوا صادر شوي د هویت معلومات او ستاسې د هویت اړوند معلومات چې تاسې دمخه په فرانسه کې ورکړي، د هغوی دوړاو ترمنځ توپیر توجیه کړئ. تاسو دا سند د خپل لومړي زیږون سند سره ترلاسه کړی. دا باید په احتیاط سره وساتل شي، په ځانګړې توګه فوتوکاپي یې باید واخیستل شي.
په ځینو مواردو کې به د افپرا اداره تاسې د پاریس محکمي ته راجع کړي، که چیرې ستاسې غوښتنه د افپرا ادارې لخوا د څیړلو وړ نه وي.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
18 مرسته کونکي فعالیت کوي