مهم معلومات
د .....................سره Sama for All

په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
د لوستلو له لارې فرانسوي زده کول
دا څه دي ؟
د لاندې موخو لپاره د کتاب کلب (club de lecture) کې هره دوهمه جمعه د ماسپښین له 3 بجو څخه تر 5 بجو پورې د ګډون کولو فرصت:
- د لوستلو لپاره اسانه کتابونه موندل
- د کتاب څخه یوه برخه لوستل
- له نورو خلکو سره تبادله او خبرې کول، د کتاب په اړه خپل نظر شریک کول
- خپله فرانسوي ژبه ښه کول.
د کتاب کلب (club de lecture) کې تاسو کولی شئ د اني ایرنو (Annie Ernaux) کتاب " ځای " “La place” ولولئ، ورسته د البرت کاموس (Albert Camus) کتاب " اجنبی" “L’Étranger” هم ولولئ.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- په فرانسوي ژبه ښه پوهیدل، خبرې کول او نورو ګډونوالو ته غوږ نیول
- نوي کلمې زده کول او د خپلو لغتونو زخیره بډایه کول.
- د فرانسوي کلتور په اړه زده کول
- د فرانسوي ادبیاتو په اړه نور معلومات ترلاسه کول.
- د کتاب په اړه بحث کول او خپل نظرونه او د کتاب د متن په اړه خپله پوهه شریکه کول
- د نورو ګډونوالو تجربو او نظرونو ته غوږ نیول.
څنګه یې وکړو ؟
د کتاب کلب د نیټو موندلو او نوم لیکنې لپاره تاسو باید:
- melchior@samaforall.org ته یو برېښنالیک واستوئ
- یا 0664750036 شمیرې ته پیغام واستوئ
- یا د دې واټس اپ ګروپ له لارې اړیکه ونیسئ.
د کتاب کلب هره دوهمه جمعه د ماسپښین له 3 بجو څخه تر 5 بجو پورې د میزون دی ریفوجي (Maison des Réfugiés) کې په لاندې پته ترسره کیږي: 10bis Rue Henri Ribière, 75019 Paris
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
9 مرسته کونکي فعالیت کوي