Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د رواني مرستې ترلاسه کول او ستاسو د ستونزو اوریدل

د .....................سره Point accueil santé solidarités (Pass)

د.........لخوا وړاندیز شوي Centre communal d'action sociale de la Ville d'Angers ...میاشي کیږي چې نوي شوي 9 місяців тому

د لاندې خدماتو لپاره د ښه راغلاست او اوریدلو ځای، پټ او محرم :

  • خپل رواني روغتیا ته پاملرنه کول
  • تاسو ته غوږ نیول، د خپلو ستونزو په اړه خبرې کول
  • ستاسو د وضعیت سره سم اړونده ادارو ته لارښونه کول
  • له نویو خلکو سره کتل، مشورې ترلاسه کول...
یادونه: موږ ټولو هغو لویانو ته هرکلی وایو چې له جدي ټولنیزو ستونزو سره مخ دي، پرته له ملاقات څخه، پرته له دې چې جنسیت یا ملیت په پام کې ونیول شي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو کولی شئ د نرس سره د لاندې موخو لپاره لیدنه وکړئ:

  • د خپلو اړتیاوو په اړه معلومات ورکول
  • ابتدایي معاینه کول: د وینې فشار، تودوخه، او نور.
  • مناسبو طبي خدماتو ته راجع کیدل.
یادونه: د عمومي طب د وروستي کال زده کونکي په اونۍ کې دوه ځله د سهار لخو په محل کې شتون لري.

یو ارواپوه کولی شي ستاسو ملاتړ وکړي:

  • چهارشنبه، پنجشنبه، جمعه د سهار لخوا د انفرادي مرکو سره
  • د پنجشنبې ماسپښین د ډله ییزو ورکشاپونو له لارې: د بحث ګروپونه، د ښه احساس لپاره پلاستکي هنرونه
  • د نورو روغتیایی مسلکیانو موندلو لپاره.
یادونه: که تاسو په فرانسوي ژبه ښه نه پوهېږئ، نو تاسو کولی شئ د مسلکي ژباړونکي مرسته ترلاسه کړئ ترڅو ځان پوه کړئ او د هغو دردناکو پیښو په اړه خبرې وکړئ چې تاسو ورسره مخ شوي یاست. د DIASM (د رواني روغتیا ملاتړ برنامه) نرسان او ارواپوهان هم ستاسو د مرستې او ملاتړ لپاره شتون لري.

ګډ فعالیتونه د مختلفو ټولنو سره وړاندې کیږي:

  • ځان څرګند کول او له نورو خلکو سره اړیکه نیول
  • هغه څه ووایاست چې ستونزمن دي او هغه چې تاسو ته ښه احساس درکوي.

  • یو ډاکټر یا متخصص موندل
  • د لومړنیو طبي ملاقاتونو لپاره ملاتړ
  • ځانګړو مرکزونو ته راجع او معرفي کیدل ( CMP، DIASM، EMSP Montjoie).

څنګه یې وکړو ؟

د روغتیا او پیوستون د استقبال ځای (پاس) پته:

2, rue Joseph-Cussonneau, 49100 Angers

د ټرام ب، د کوسونو سټیشن. Tram B, station Cussonneau

د کار ساعتونه :

  • دوشنبه تر جمعې پورې د سهار له 8 بجو څخه تر 11:30 بجو پورې
  • دوشنبه، چهارشنبه او جمعه د ماسپښین له 2 بجو څخه تر 4 بجو پورې

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • ccas angers 49ایډیټر او کره کتونکی
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • veronicasiد صفحي پورته برخه
  • rama anzouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • mspد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles