مهم معلومات
د .....................سره Programme COOP'R

د.........لخوا وړاندیز شويUnis-Cité
په نښه شوي خلک
خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, فرانسوي اتباع
د فرانسوي ژبې کچهA1, A2, B1, B2, C1, C2
ځانګړي خلکځوانان
قیمت
وړيا
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
د ژمنې مودهتقریبا 8 میاشت
د ګډون کچهتقریبا 28 ساعتونه هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه
دا چېرته دی ؟
په نانټس کې مدني خدمت کول
دا څه دي ؟
دا د ټولنې لپاره د ګټورو ماموریتونو ترسره کول، په فرانسوي ژبه کې پرمختګ او په فرانسه کې ادغام کیدو لپاره د 8 میاشتو ښکیلتیا او تعهد دی.
برنامه په اونۍ کې 28 ساعته ده او همدارنګه لاندې خدمات وړاندیز کوي:
- فرانسوي زده کړې کورسونه
- مدني او ولسي روزنه
- د ملکي خدماتو وروسته ستاسو د مسلکي پروژې لپاره مشورې.
یادونه: په نانټس کې د بیلګې په توګه، د ماموریت موضوعات په لاندې ډول دي:
- د زړو خلکو مرسته او ملاتړ
- د طبیعت ساتنه.
- د زړو خلکو مرسته او ملاتړ
- د طبیعت ساتنه.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- فرانسوي زده کړې کورسونه (په اونۍ کې 2 ساعته)
- په فرانسوي ژبه خبرې کونکو رضاکارانو سره اړیکه
- د زړو خلکو سره په ماموریت کې فرانسوي تمرین کول.
د ملکي خدماتو وضعیت تاسو ته اجازه درکوي چې په میاشت کې €619 یورو ترلاسه کړئ.
د ملکي خدمتونو ماموریت د شلو (20) ځوانو فرانسوي او بهرنیانو په ډله کې تنظیم شوی.
- د کار موندلو یا روزنې لپاره لارښوونې
- د کار مرکې لپاره چمتو کول
- په فرانسه کې د ارزښتونو او کلتور د پوهیدو لپاره مدني او اتباع روزنه.
څنګه یې وکړو ؟
- د تلیفون له لارې: 0251723854
- د بریښنالیک له لارې: nantes@uniscite.fr
یادونه: دا ممکنه ده چې د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په غونډه کې ګډون وکړئ. دلته آنلاین نوم لیکنه وکړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي