مهم معلومات
د .....................سره COLLECTIF REFUGIES

په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
دا چېرته دی ؟
فرانسوي ژبه کې پرمختګ کول او کلتوري فعالیتونه ترسره کول
دا څه دي ؟
په اونۍ کې 4 ورځې د 3 څخه تر 4 میاشتو لپاره فرانسوي کورسونه د کلتوري فعالیتونو سره.
په دې روزنه کې د نوم لیکنې لپاره، تاسو باید:
- قانوني عمر ولري (د 18 کالو څخه ډیر)
- د کډوال حیثت ولرئ، یا د فرعي یا لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي اوسئ
- یا فرانسي ته تازه راغلي یاست (تاسو CIR (د جمهوریت ادغام تړون) لاسلیک کړی او د اوفي OFII کورسونه مو بشپړ کړي وي)
- کوربه شوي یاست یا په پاریس کې پته ولرئ
- په فرانسوي ژبه کې ټیټه کچه ولرئ.
ټولګي د دوشنبې، سه شنبې، چهارشنبه او پنجشنبې په ورځ د سهار له 9:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې او د ماسپښین له 2 بجو څخه تر 5 بجو پورې د پاریس په 18مه ناحیه کې ترسره کیږي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- لومړنۍ پوهه او مهارتونه زده کول (لوستل، لیکل)
- په شفاهي او لیکلي ډول ښه پوهیدل او خبرې کول.
- د نورو روزونکو، ستاج کوونکو، د اتحادیې غړو سره تبادله
- کلتوري فعالیتونه ترسره کول: موزیمونو، باغونو، کتابتون څخه لیدنه، او نور.
د فرانسوي ژبې کورسونو او کلتوري سفرونو له لارې به تاسو په ورځنې ژوند کې ډیر خپلواک شئ او د دې وړتیا به پیدا کړئ چې په اسانۍ سره ادغام شئ.
څنګه یې وکړو ؟
که تاسو د روزنې شرایط پوره کوئ، تاسو کولی شئ د پروژې همغږي کونکي سره اړیکه ونیسئ:
- د تلیفون له لارې په 0664585283 شمیره
- یا دې بریښنالیک coordo@collectif-refugies.com ته یو بریښنالیک واستوئ.
که تاسو د فرانسوي ژبې په ازموینه کې بریالي شوی، تاسو به راجستر شئ او تاسو کولی شئ روزنه پیل کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي