مهم معلومات
د .....................سره TOURNESOL
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
د آشپزۍ زده کړه کې روزنه وکړئ (دوديز خواړه)
دا څه دي ؟
د پخلنځي یا اشپز مرستیال دنده زده کولو لپاره د 6 میاشتو وړتیا روزنه چې لاندې موضوعات لري:
- د فرانسوي ژبې مسلکي کورسونه
- د پخلي یا اشپزۍ زده کړې کورسونه
- په شرکت کې ستاج یا عملي کار او د کار لټون کې ملاتړ.
د روزنې په پای کې، تاسو کولی شئ د پخلنځي یا اشپز مسلکي سرلیک ترلاسه کړئ او ورسته په رستورانت کې کار وکړئ.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د 6 اونیو لپاره په شرکتونو کې د روزنې او ستاجونو له لارې به تاسو د دودیز ریستورانت سکتور ومومئ او د اشپز مرستیال دنده زده کړئ.
په دې سکټور کې ډیری کاري پوستونه شتون لري او تاسو د استخدام قرارداد لاسلیک کولو پورې ملاتړ کیږئ.
د روزنې په پای کې به تاسو د پخلنځي یا اشپز مرستیال مسلکي سرلیک لپاره ازموینه ترسره کړئ.
دا یو ډیپلوم دی چې د دولت لخوا پیژندل شوی.
- خپل فرانسوي ژبې ته وده ورکړئ او تخنیکي لغتونه زده کړئ چې په پخلی یا ریستورانت کې کارول کیږي
- د دوامداره خواړو، ډیجیټل (انټرنیټ او کمپیوټر زده کړه)، فرانسوي خواړو په اړه ورکشاپونه.
څنګه یې وکړو ؟
- د ایس ایم ایس له لارې 07 65 80 58 19 شمیرې ته " کاندیداتور ټورنسول" "Candidature Tournesol" واستوئ
- د بریښنالیک له لارې formations@refugee-food.org
د لاندې معلوماتو لیکل مه هیروئ:
- ستاسو نوم، ستاسو تخلص
- ستاسو د تلیفون شمیره.
د نوم لیکنې یا راجسټریشن غوښتنه کولو او د راتلونکي روزنې نیټې موندلو لپاره، تاسو باید دا فورمه وکاروئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
8 مرسته کونکي فعالیت کوي