Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره each One

each One
د.........لخوا وړاندیز شويeach One

په نښه شوي خلک

خلکفرانسوي اتباع, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, قانوني اسناد لرونکي کډوال
د فرانسوي ژبې کچهB1, B2, C1

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهتقریبا 3 میاشت
د ګډون کچهتقریبا 7 ساعتونه هره ورځ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
د کارموندني مرکز France Travail کې یې نوم لیکنه کړې وي

په بانک کې د پیرودونکو مشاور کیدل

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 5 jours

دا څه دي ؟

وړیا روزنه او د بانکدارۍ په سکتور کې د پیرودونکو مشاور د مسلک زده کولو لپاره پیسې ورکول کیږي، او په پای کې یو دایمي قرارداد یا د کار او زده کړې (الترنانس) قرارداد لاسلیک کړئ.

روزنه د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د 3 میاشتو لپاره تنظیم شوي.

په روزنه کې به تاسو لاندې موضوعات زده کړئ:

  • د پیرودونکو هرکلۍ کول، د هغوی غوښتنو ته ځواب ویل او نوي اړتیاوې يې په ګوته کول
  • د پیرودونکو اړتیاو سره مناسبي مالي او بیمې محصولات پلورل
  • د مالي حلونو وړاندیز کولو لپاره د تلیفون له لارې پیرودونکو سره تعقیبول
  • شکایتونه او شخړې حل کول او وړ خدماتو ته یې لارښوونه کول
  • د دوی پوښتنو ته د ځوابونو چمتو کولو او منظم تماس ساتلو سره د پیرودونکو وفاداري رامینځته کول.
مهمه یادونه: د غوښتنلیک سپارلو لپاره، تاسو باید:
- د استوګنې جواز چې تاسو ته اجازه درکوي په فرانسه کې کار وکړئ
- د فرانس تخوی سره ثبت او راجستر شوی یاست (یا د ثبت نام یا راجسټریشن په پروسه کې یاست)
- د روزنې له پیل څخه بشپړ وخت شتون ولري
- لږترلږه د فرانسوي B1 کچه، شفاهي او لیکلي
- لږترلږه Bac + 2 کجه ولرئ
- ستاسو د بهرنۍ ډیپلوم پیژندنه په ځینو مواردو کې.

په کال کې ډیری روزنیز کورسونه شتون لري، په څو سکټورونو کې (توزیع، ټرانسپورټ، روغتیا، بانکداري، او نور) او په څو ښارونو کې (پاریس، لیون، بوردو، مارسی، لیل، او نور) . پروګرام دلته کتلای شئ.

د هر روزنیز کورس په پای کې، تاسو په یوه لوی شرکت کې د دایمي، ټاکلي مودې یا د کار او زده کړې (الترنانس) قرارداد لاسلیک کولو امکان لرئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د پیرودونکي مشاور مهارتونه زده کول
  • د مراجعینو، همکارانو، مدیرانو سره مسلکي چلند زده کول
  • په ټیم کې کار کول زده کول
یادونه: ستاسو د وضعیت پورې اړه لري، تاسو کولی شئ هره میاشت د € 250 او € 685 تر منځ د فرانس تخوی (پخوانی Pôle Emploi) څخه ترلاسه کړئ.
  • په شفاهي او لیکلي ډول د ښه پوهیدو او خبرو اترو لپاره فرانسوي کورسونه
  • مسلکي تخصصي لغتونه زده کول.

د روزنې په پای کې، تاسو فرصت لرئ چې په یو بانک کې ستاج یا عملي کار ترسره کړئ ترڅو نوي مهارتونه په عملي توګه زده کړئ او تمرین کړئ.

موخه دا ده چې د کار او زده کړې (الترنانس) قرارداد یا د بشپړ وخت دایمي قرارداد لاسلیک کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

د راتلونکو روزنیزو کورسونو نیټې موندلو او ثبت نام یا راجستریشن کولو لپاره، دلته کلیک وکړئ.

د غوښتنلیک یا دوسیې لیږلو لپاره، د پاڼې په سر کې "زه درخواست کوم" باندې کلیک وکړئ، یا "زه ثبت نام یا راجستریشن کوم" باندې کلیک وکړئ او د راجستریشن فورمه ډکه کړئ.

یادونه: دا مهمه ده چې فورمه له پیل څخه تر پایه بشپړه کړئ او "لیږل" کلیک وکړئ کله چې تاسو ټول غوښتل شوي معلومات بشپړ کړئ.
د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
xavidumxavidumاډمین
eachoneeachoneد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
nounouد صفحي پورته برخه
kaiskaisد صفحي پورته برخه
piedhand1998piedhand1998د صفحي پورته برخه
feefeeد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه