مهم معلومات
د .....................سره Kabubu

په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
سپورت وکړئ
دا څه دي ؟
په لیون او ویلیوربین کې د سپورت فعالیتونه، وړیا او د ټولو لپاره خلاص دي:
- په سالون کې ترسره کیدونکی د فوټبال لوبه کول
- باسکیټبال
- لمبا
- نڅا
- بیډمنټن
- مڼده وهل...
هره اونۍ برنامه توپیر لري.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
روزونکي فعالیتونه د هر ګډون کونکي فزیکي کچې سره په مخ وړي. چاپیریال داسي برابر شوی چې تاسې هلته ښې او دوستانه شیبې ترسره کړئ.
تاسو کولی شئ د روزونکو او برخه اخیستونکو سره ووینئ، او د فعالیت په جریان کې یو بل وپیژنئ.
دا یو فرصت دی چې فرانسوي خبرې وکړئ او واورئ، ټکي زده کړئ او ستاسو کچه ښه کړئ.
تاسو فرصت لرئ چې نوي سپورتونه په وړیا توګه تمرین کړئ.
د مثال په توګه مخلوط فعالیتونه:
- ختل یا ایسکلاد
- د عضلاتو پیاوړتیا
- مڼډه وهل
- بیډمنټن
- لمبا
- باسکیټبال
- نڅا
او 100 فیصده د ښځو فعالیتونه:
- فټنس 100 فیصده میرمنې
- 100 فیصده د ښځو باسکیټبال
- یوګا 100 فیصده میرمنې
- نرم جم 100 فیصده میرمنې.
څنګه یې وکړو ؟
- دلته په کلیک کولو سره آنلاین نوم لیکنه وکړئ. تاسو باید هره اونۍ په راتلونکې اونۍ کې د ترسره کیدو فعالیتونو لپاره ځان ثبت کړئ!
- یا lyon@kabubu.fr ته بریښنالیک ولیکئ یا 0782775864 ته زنګ ووهئ.
- که تاسو کومه پوښتنه لرئ، تاسو کولی شئ دلته په کلیک کولو سره د Kabubu Lyon Whatsapp ګروپ سره یوځای شئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات



14 مرسته کونکي فعالیت کوي