Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مسلکي او انفرادي ملاتړ ترلاسه کړئ

د .....................سره Mission Locale du Pithiverais

د.........لخوا وړاندیز شوي Mission Locale du Pithiverais ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

د ټولو مسلکي او شخصي کړنو لپاره د 16 څخه تر 25 کلنو ځوانانو لپاره په لاندې مطالب کو انفرادي ملاتړ :

  • یوه مسلکي پروژه رامینځته کول
  • یوه روزنه موندل
  • د یو کار لټون کول
  • اداري طرزالعملونه ترسره کول
  • د یوې استوګنې موندل
  • روغتیا ته پاملرنه کول
  • ورزشي او کلتوري فعالیتونه کول...
یادونه: ملاتړ تر 29 کلنۍ پورې د هغو ځوانانو لپاره وړاندې کیږي چې د معلولیت لرونکي پیژندل شوي وي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د یو مسلکي شخص سره انفرادي کتنې، ستاسې پوښتنو ته ځواب ویل او ستاسو د اړتیاو سره سم ستاسو سره مرسته کول
  • د انټرنیټ له لارې د اداري طرزالعملونو ترسره کولو لپاره کمپیوټرونو ته لاس رسی (یو بریښنالیک استول، فایل یا دوسیه بشپړول، یو سند ډاونلوډ کول، او داسې نور).

  • یوه سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیک لیکل
  • په یو شرکت کې د ستاج یا عملي کار ترسره کول
  • یوه روزنه پیل کول
  • د کار وړاندیزونو ته ځواب ویل.

  • مسلکي ورکشاپونه: د سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیک لیکلو مشورې، د کار مرکې لپاره چمتووالی، او داسې نور.
  • د باور ترلاسه کولو لپاره ډله ایز ورکشاپونه: تیاتر، بدنې حرکات، د نورو سره اړیکې ...

ستاسې سلاکار له تاسې سره د خبرو او ستاسې ستونزو د اوریدلو لپاره شتون لري او کولی شي تاسو ته د ځایي ماموریت د ارواپوه سره د لیدنې وړاندیز وکړي.

څنګه یې وکړو ؟

  • د تلیفون له لارې: 0238307806
  • د بریښنالیک له لارې: ml.pithiverais@orange.fr
  • مستقیم په سایټ یا مرکز کې په لاندې پته:
  • 1 Centre Madeleine Rolland - Porte 4, 45300 Pithiviers
یادونه: ځايي ماموریت په پیل کې کولی شي تاسو ته د تلیفون له لارې معلومات درکړي پرته له ملاقات څخه.

د مرکز کاري ساعتونه په لاندې ډول دي:
- دوشنبه تر جمعې د سهار له 9 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې او د ماسپښین له 1:30 بجو څخه تر 5:30 بجو پوري.
- د دوشنبې په سهار کار نه کوي او د جمعې په ورځ د ماسپښین په 4:30 بجو مرکز تړل کیږي.

10 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • mission locale pithiviersایډیټر او کره کتونکی
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • mohamed sayed shokriد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles