مهم معلومات
د .....................سره Préformation pour jeunes exilés
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
دا چېرته دی ؟
د نساجي صنعت کې د کار کولو لپاره روزنه ترسره کړئ
دا څه دي ؟
د نساجي په برخه کې د کارمند یا آپریټر مسلک زده کولو لپاره د 4 میاشتني روزنیز پروګرام چې لاندې موضوعات وړاندې کوي:
- فرانسوي کورسونه
- ډیجیټل کورسونه
- د کار کولو په اړه مشوره (سي وي CV، د مسلکي او کاري نړۍ په اړه پوهاوی، او نور) او شخصي پرمختګ یا ظرفیت لوړونه (باور، هڅونه، او نور)
- په یوه شرکت کې د 3 اونیو ستاج یا انٹرنشپ.
د راتلونکې غونډې نیټې: د نومبر 6، 2023 څخه تر مارچ 1، 2024 په ټور دو پن (Tour du Pin) سیمه کې.
نورې روزنېزي غونډې به په 2024 کې تنظیم شي.
د روزنې په پای کې، د نساجي صنعت سکتور کې د کارموندنې قرارداد تضمین شوی.
موخه: په یوه شریک شرکت کې کار کول، د بیلګې په توګه د نساج یا رخت تولید کونکي یوه فابریکه کې.
د روزنې په ټوله موده کې د مسلکي روزنې ترسره کولو لپاره د مالي مرستي ترلاسه کولو امکانات شتون لري.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د نساجي صنعت سکتور کې شریک یا همکار شرکتونه د هر روزل شوي کس لپاره د کارموندنې ژمنه کوي.
د روزنې په جریان کې به تاسې د یاد صنعت متخصصینو او د عملي کار له لارې تخنیکي مهارتونه زده کړئ.
د 4 میاشتو په موده کې به تاسې د مسلکي روزنې زده کونکي حالت ولرئ او تاسې به د Auvergne Rhône Alpes سیمې څخه مالي مرسته ترلاسه کړئ.
دا روزنه د بهرنۍ ژبې کورسونو په توګه 175 ساعته د فرانسوي ژبې زده کړه وړاندې کوي، په شمول د نساجي صنعت اړوند مسلکونو کې د کاریدونکو لغتونو په اړه 30 ساعته فرانسوي زده کړه.
- د نساجي صنعت سکتور پیژندل،
- د مسلکي کسانو سره کتنې
- د کمپیوټر کارول،
- د شخصي او مسلکي پروژې جوړول.
څنګه یې وکړو ؟
دلته کلیک وکړئ او فورمه ډکه کړئ.
یو مسؤول به بیا تاسو سره د تلیفون له لارې اړیکه ونیسي.
له جیرالدین شال (Géraldine Challe) سره اړیکه ونیسئ
- د بریښنالیک له لارې: geraldine@weaversfrance.org
- د تلیفون له لارې: 0675324709
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي