Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Français Langue Etrangère Niveau B1

GRETA-CFA Lorraine Nord
د.........لخوا وړاندیز شويGRETA-CFA Lorraine Nord

په نښه شوي خلک

خلکد فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, قانوني اسناد لرونکي کډوال
د فرانسوي ژبې کچهA2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهپه دقیق ډول 5 اونۍ
د ګډون کچهلږ تر لږه 20 ساعتونه هره اونۍ

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
CIR یې لاسلیک کړی او د اوفي کورسونه یې بشپړ کړې وي

دا چېرته دی ؟

د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونو کې ګډون وکړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 mois

دا څه دي ؟

د B1 کچې ترلاسه کولو لپاره په یو ګروپ کې د فرانسوي ژبې وړیا کورسونه ترسره کول.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د ټولګیو په جریان کې به تاسې په لیکلي او شفاهي مهارتونو کار کوئ. په هر ګروپ کې اعظمي 15 کسان شتون لري ترڅو تاسو وهڅوئ چې په فرانسوي ژبه پوه شئ او خبرې وکړئ.

د کورسونو په پای کې به تاسې د دې امکان ولرئ چې د فرانسوي پوهې ازموینه " ادغام، استوګنه او تابعیت" (TCF IRN) ترسره کړئ، ترڅو د خپلې کچې سره سم یو رسمي سند ترلاسه کړئ.

د کورسونو له لارې به تاسې په خپل ورځني ژوند او کار کې ډیر خپلواک شئ، او دا به په فرانسه کې ستاسې ادغام ته وده ورکړي.

څنګه یې وکړو ؟

د لاندې معلوماتو ترلاسه کولو لپاره تاسې کولی شئ یو بریښنالیک واستوئ یا تلیفون وکړئ:

  • د معلوماتو غونډو نیټې
  • د راتلونکو روزنیزو کورسونو ځایونه او نیټې.
یادونه: د Thionville او Metz دفترونو د اړیکو معلومات په لاندې نقشه کې دي.

1. تاسو ته بلنه درکول کیږي چې د ډله ایزو معلوماتو په غونډه کې برخه واخلئ، توضیحات ترلاسه کړئ او د پوښتنو کولو توان او فرصت ولرئ

مهمه یادونه: تاسو کولی شئ د نیټې موندلو لپاره د ګریټا لورین نورد (GRETA Lorraine Nord) سره اړیکه ونیسئ. د خپل استوګنې جواز، د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) او یو سند چې دا ښیي چې تاسو د A2 کچه بشپړه کړې، له ځانه سره راوړل مه هیروئ.

2. که تاسو لاهم لیوالتیا لرئ، تاسو به د غوښتنلیک فورمه یا نوماندۍ فورمه ډکه کړئ.

د پاڼې سر

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
marianne georgesmarianne georgesاډمین
xavidumxavidumاډمین
greta lorraine nordgreta lorraine nordایډیټر او کره کتونکی
alaa alissaalaa alissaد صفحي پورته برخه
nounouد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
foxtrotfoxtrotد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه