Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د سپورت ورځې پرمهال په کار ګمارونکو یا استخدام کونکو سره لیدنه وکړئ

د .....................سره Du Stade vers l'emploi

د.........لخوا وړاندیز شوي France Travail ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un an

دا یو سپورتي پروګرام دی ده چې په یو لوبغالي کې پدې موخه تنظیمیږي چې د کار غوښتونکي د استخدام کونکو یا د هغو صاحب د کار سره وګوري چې خلک په کار ګماري.

د "له لوبغالي څخه د دندې په لور" ورځې کې د ګډون لپاره، تاسو باید په فرانسه کې د کار اجازه ولرئ او د فرانس تخوی سره راجستر شئ.

یادونه: "له لوبغالي څخه د دندې په لور" پروګرام د کال په اوږدو کې په فرانسه کې په ډیری سټیډیمونو کې تنظیم کیږي. د سپورت فعالیتونه اسانه او ټولو کچو ته د لاسرسي وړ دي.

دا پروګرام یوه ورځ دوام کوي او په دوه برخو کې ترسره کیږي:

  • د سهار لخوا سپورتي فعالیتونه : کار غوښتونکي او ګمارونکي په سپورتي فعالیتونو کې په نامعلوم ډول برخه اخلي (هیڅوک نه پوهیږي چې څوک استخدام کونکی دی او څوک د کار غوښتونکي: تاسو یوازې د برخه اخیستونکو لومړني نومونه پیژنئ).
  • د ګمارنې یا استخدام یو ماسپښین : په ماسپښین کې، ټول ګډونوال په ګډه د ډوډۍ خوړلو لپاره د میز شاوخوا سره راټولیږي، تل په نامعلوم ډول. د ډوډۍ په پای کې، ګمارونکي خپل ځان معرفي کوي. بیا تاسو کولی شئ د دوی سره د شته کاري فرصتونو یا د دندو وړاندیزونو لپاره غوښتنه وکړئ، تل په يوه آرامه فضا او چاپیریال کې.

په یاده ورځ حضور لرونکي په کارګمارونکي یا صاحب د کار په مختلفو سکتورونو کې د کاندیدانو په لټه کې وي : ریستورانت، پلور، هوټلونه، او نور.

تاسو اړتیا نلرئ خپله سي وي CV راوړئ یا یو ښه ورزشکار اوسئ. ازموینې ستاسې د مهارتونو او شخصي تجربو ته د ودې ورکولو لپاره تنظیم شوي: د ټیم روحیه، د اوریدلو مهارتونه، ځواب ویونکي ... د حاضرو ګمارونکو لپاره مهم شی د مناسبو کارکونکو یا پروفایلونو موندل دي چې د دوی د شرکت اړتیاو او ارزښتونو سره مطابقت ولري.

مهمه یادونه: د "له لوبغالي څخه تر کار پورې" ورځې کې د ګډون لپاره، تاسو باید په فرانسه کې د کار اجازه ولرئ او د فرانس تخوی یا پولي امپلوا Pôle Emploi سره ثبت شوي یاست.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د دې سپورت ورځې په جریان کې، تاسو کولی شئ د مختلفو برخو کې د استخدام کونکو یا په کارګمارونکو سره لیدنه وکړئ چې ستاسو په سیمه کې خلک په کار ګماري.

دا یو ښه فرصت دی چې تاسو ته نږدې دنده ومومئ.

د دې ورځې په جریان کې، ګمارونکي او کاندیدان کولی شي چې د یو بل سره په بدل او ځانګړي چاپریال کې وګوري، پرته له دې چې د دودیزې مسلکي مرکې فشار څخه تیر شئ.

د ماسپښین مرکې په آرامه فضا او ښه چاپیریال کې ترسره کیږي، چې د جوګینګ یا سپورتي پتلون او ورزشي بټونه یا سنیکرز کې، په میدان یا د لوبغالي په سالون کې ترسره کیږي.

تاسو کولی شئ په ساده سپورتي فعالیتونو کې برخه واخلئ، چې هرچا ته د لاسرسي وړ دي.

دا یو فرصت دی چې ورزش وکړئ او د ټولو ګډون کونکو سره د ډوډۍ شریکولو لپاره ښه وخت ولرئ.

څنګه یې وکړو ؟

د خپل فرانس تخوی استازي سره اړیکه ونیسئ یا زما د کارموندنې پیښو ته لاړ شئ ترڅو تاسو ته نږدې "له لوبغالي څخه د دندې په لور" نیټې ومومئ او د پروګرام لپاره نوم لیکنه وکړئ.

یادونه: که تاسو لا تر اوسه د فرانس تخوی سره راجستر شوي نه یاست، تاسو کولی شئ د Réfugiés.info دا پاڼه ولولئ ترڅو معلومه کړئ چې څنګه نوم لیکنه وکړئ.

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • claudia mاډمین
  • a mugnierاډمین
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • guillaume dumas (pe)د صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles