Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د ګلانو پلورونکی کیدو لپاره فرانسوي ژبه زده کړئ

د .....................سره FLEUrir l'avenir

د.........لخوا وړاندیز شوي Du pain et des Roses , Langues Plurielles, BOP 104, Ville de Paris...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

دا د فرانسوي ژبې وړیا روزنه ده چې په ځانګړې توګه د ښځو او د جنډر لږکیو پورې اړوند خلکو ته د B1 کچې تر لاسه کولو لپاره د لاس رسي وړ ده.

په فرانسوي ژبه کې د B1 کچه درلودل به ورسته تاسې ته اجازه درکړي چې زموږ د ګلانو پلورنکي مرستال کیدو (400 ساعته) حرفوي روزنه کې ګډون وکړئ.

دا 256 ساعته لومړۍ روزنه لاندې موضوعات وړاندیز کوي:

  • د مسلکي موخو لپاره فرانسوي کورسونه ( د ژبې د مهارت ډیپلوم - DCL ترلاسه کولو سره)،
  • د بېلا بېلو مهارتونو پراختیا،
  • د ګلانو پلورونکي سره د 2 اونیو ستاج یا عملي کار فرصت لرل او د ګلانو مسلک پيژندل او تجربه ترلاسه کول.
یادونه: دا لومړۍ روزنه د 30 ساعتونو چې په د څو اونیو په اوږدو کې ترسره کیږي (د چهارشنبه په ورځ هیڅ ټولګي نشته). دا زموږ د ګلانو پلورونکي مرستیال روزنې سره تنظیم شوی ترڅو دا 7 میاشتنی روزنیزه دوره د ډیپلوم ترلاسه کولو او د ګلانو پلورنکي مرستیال په توګه دندې ته لار هواره کړي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

زموږ روزنه تاسې ته اجازه درکوي چې په فرانسوي ژبه کې د B1 سره مساوي کچه ترلاسه کړئ ترڅو بیا د وړتیا یا حرفوي روزنه کې ګډون وکړئ، چې د فرانسوي ژبې یادې کچې ته اړتیا لري.

دا روزنه تاسو ته اجازه درکوي چې په فرانسوي ژبه کې اړینه کچه ترلاسه کړئ او ددې وړتیا پیدا کړئ چې ورسته د ګلانو پلورنکي مرستیال کیدو لپاره د وړتیا روزنه ترسره کړئ، چې دا به تاسې ته د ګلانو پلورنکي مسلک کې د کار کولو فرصت برابر کړي.

د ګلانو مسلک ریښتیني د کار فرصتونه او د پرمختګ امکانات وړاندې کوي.

روزنه د 10 کسانو په کوچنیو ګروپونو کې ترسره کیږي. خبرې کول اسانه او هڅول کیږي.

د ګلونو اداره کول هم د درملنې ارزښت لري او د رواني روغتیا لپاره ډیر ګټور دی.

څنګه یې وکړو ؟

که تاسې پوښتنې لرئ نو د لاندې بریښنالیک پتې له لارې موږ سره اړیکه ونیسئ: preformation@dupainetdesroses.org

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • du pain et des rosesایډیټر او کره کتونکی
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • nawal ghandourد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles