Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د لیون 3م پوهنتون کې فرانسوي ژبه زده کړئ (منځنۍ کچه)

د .....................سره DU passerelle - Etudiants en exil (niveau A2 vers B1)

د.........لخوا وړاندیز شوي Université Jean Moulin Lyon 3 , Réseau MEns...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکو، کډوالو او بې تابعیته کسانو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره د فرانسوي ژبې غوره کچه ترلاسه کړي.

دا د DU Passerelle روزنه په جلاوطنۍ کې د زده کونکو لپاره لاندې موارد وړاندیز کوي:

  • د B1 کچې ترلاسه کولو لپاره د فرانسوي ژبې کورسونه (په ټولیز ډول 400 ساعته)
  • کلتوري او سپورتي فعالیتونه
  • د کمپیوټر کورسونه،
  • په فرانسه کې ستاسو د پوهنتون او مسلکي پروژې جوړولو لپاره ملاتړ.
مهمه یادونه: روزنه دوه سمسترونه (8 میاشتې) دوام کوي، د سپتمبر څخه تر اپریل پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د لیون 3م پوهنتون کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

> د DU Passerelle په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ: د Réfugiés.info پاڼه وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسې به په پوهنتون کې هره اونۍ د 20 څخه تر 25 ساعتونو پورې د فرانسوي ژبې زده کړو کورسونه ولرئ، د دوشنبې څخه تر جمعې پورې، د سپتمبر څخه تر اپریل پورې د 20 اونیو لپاره.

د هر سمستر په پای کې، تاسې د کال په پای کې د پوهنتون ډیپلوم تاییدولو یا تصدیق لپاره ازموینه ترسره کړه.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس) ترلاسه کولی شئ.

د روزنې په جریان کې به تاسې په فرانسه کې د پوهنتون په اړه معلومات ومومئ: دا چې په فرانسه کې زده کونکی په څه معنی، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم کیږي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د ټولګیو پرمهال د نوټونو اخیستل زده کول او له ټولګي څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه جوړول، و د ازموینو لپاره چمتوالی…

  • په زده کړو کې د یو مرسته کونکي کس لخوا مرسته او همکاري
  • د پوهنتون د کتابتون پیژندل،
  • اداري ملاتړ،
  • نمونه "په شفاهي توګه خبرې کول"، "په ځان باور ترلاسه کول" (لږترلږه 6 ساعته)

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې به مسلکیان د امکاناتو سره سم د زده کونکو سره په انفرادي او ګروپونو کې د اکادمیک او مسلکي پروژې په رامنځته کولو کې مرسته او ملاتړ کوي.

مسلکي کسان هم ستاسو سره ستاسې د سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیکونو په لیکلو کې مرسته کوي، او ستاسې د علاقي وړ د روزنې کورسونو کې د نوم لیکنې په پروسه کې مرسته کوي.

  • د کمپیوټر کورسونه
  • د پوهاوي او مسلکي ادغام مرکې (لږترلږه دوه ساعته)
  • د مسلکي ادغام ورکشاپونه (په ټولیز ډول 32 ساعته).

د روزنې په جریان کې، تاسو مختلف فعالیتونو ته لاسرسی لرئ:

  • سپورتي فعالیتونه،
  • پرله پسې کلتوري سفرونه
  • د پوهنتون محصلینو سره په اړیکه کې کیدل،
  • د خبرو اترو ورکشاپونه
  • د کلتوري تبادلې فعالیتونه (د عکس ژبه، موسیقي، لیکل، او نور).

څنګه یې وکړو ؟

د نوم لیکنې یا راجسټریشن شرایط : د راجسټریشن څرنګوالي موندلو لپاره د پوهنتون ویبپاڼې ته لاړشئ: https://www.univ-lyon3.fr/du-passerelle .

د غوښتنلیک نیټه : د مارچ څخه تر می پورې.

اړیکه : etudiants-exil@univ-lyon3.fr _

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو غوښتنلیک ومنل شي، تاسې به د کچې معلومولو ازموینې او یا مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • anastasiia12345د صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles