Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د ژباړونکي او منځګړي کیدل لپاره روزنه ترلاسه کول (د فرانسوي ژبې B2 کچه)

د .....................سره F.LA.M : Français Langues et Médiation

د.........لخوا وړاندیز شوي Kolone ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 jours

د جلاوطنو خلکو لپاره د ژباړونکي او منځګړي د مسلک زده کولو لپاره د 8 میاشتو پروګرام (نومبر څخه تر جون پورې)، چې لاندې موضوعات پکې شامل دي :

- تطبیق شوی مسلکي فرانسوي (د B2 کچه) : په اونۍ کې 9 ساعته (د بین‌فرهنګي اړیکو ځانګړي لغتونه، مهاجرت، ژباړې، منځګړیتوب، طبي-ټولنیز برخه)

- منځګړیتوب Médiation: په اونۍ کې 3 ساعته (د ژباړونکي او منځګړي د مسلک تشریح او اړین مهارتونه: د نورو د خبرو او اړتیاوو ښه درک کول، په دوو ژبو روانه اړیکه (Bilinguisme)، د بېلابېلو کلتورونو ترمنځ اړیکه، او د منځګړیتوب د بېلابېلو پروژو لیکل او عملي کول...)

مهم معلومات: په دې پروګرام کې د ګډون لپاره، تاسو باید د B1 کچه په بشپړه توګه ترلاسه کړې وي او د ژباړې، منځګړیتوب، ټولنیز کار یا د جلاوطنو خلکو د هرکلي مسلکونو پورې اړوند مسلکي پروژه ولرئ.
نوم لیکنه : په سپتمبر کې، د کچې ارزونې او هڅونې مرکې له پاس کولو وروسته.
د حاضرۍ ورځې : سه شنبه، چهارشنبه، پنجشنبه او جمعه سهار.
ستاسو د سرچینو پورې اړه لري، نوم لیکنه په کال کې €30 لګښت لري.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

په فرانسوي ژبه کې د پرمختګ او مسلکي مهارتونو پیاوړتیا لپاره په اونۍ کې 13 ساعته روزنه.

  • د روزنې په جریان کې د ډیری مسلکي کسانو یا متخصصینو لخوا مداخلې ( ژباړونکي منځګړیتوب کوونکي، د اتحادیې غړي، د روزنې مدیران، د ترانز کلتوري چارو متخصصین، او نور)
  • د همکارو جوړښتونو څخه لیدنه (د هرکلي ورځني مرکزونه، د رضاکارو مرکز (مارود)، ټولنیز مرکزونه، او داسې نور)
یادونه: مارود هغه چا ته وایي په لارو کوڅو کې ګرځي او بې کوره خلکو سره مرسته کوي، ورسره خبرې کوي، خواړه، جامې ورکوي، یا خدماتو ته یې لارښوونه کوي.
  • د همکارو او شریکو سازمانونو سره ستاجونه

  • د روزنې وروسته د اورینټل ژبو او تمدنونو ملي انسټیټیوټ (Inalco) کې د میلمه پالنې، منځګړیتوب، مهاجرت (DU H2M) کې د پوهنتون ډیپلوم کې د ګډون امکان
  • د روزنې وروسته په یوه پوهنتون کې د پاسیرل پوهنتون ډیپلوم کې د زده کړې امکان
  • د ملګرو او همکارو جوړښتونو یا سازمانونو د اړتیاو سره سم د کار نړۍ ته د مستقیم ننوتلو امکان

که تاسو مرستې ته اړتیا لرئ، نو شخصي ملاتړ هم درسره کېږي، لکه:

  • له همکارو ادارو او مؤسسو سره مو اړیکه ټینګول، د سي وي (CV) او د انګېزې لیک په لیکلو کې مرسته
  • په پوهنتون کې د نوم‌لیکنې په ترسره کولو کې مرسته
  • د عملي کار یا ستاژ، روزنې یا دندې په موندلو کې مرسته.

دا ملاتړ د دې لپاره دی چې تاسو خپلې زده‌کړې او مسلکي پروژې په بریالیتوب سره پرمخ یوسئ.

  • د ختیځو ژبو او تمدنونو ملي انسټیټیوټ (Inalco) پوهنتون کې د میلمه پالنې، منځګړیتوب، مهاجرت (DU H2M) ډیپلوم ترسره کولو امکان
  • په پوهنتون کې د پاسیریل ډیپلوم ترسره کولو امکان
  • د کار نړۍ ته د مستقیم ننوتلو امکان د شریک جوړښتونو اړتیاو پورې اړه لري.

څنګه یې وکړو ؟

  • په سایټ یا محل کې پدې پته: 7Boulevard d'Algérie, 75019 Paris
  • د تلیفون له لارې: 0987160681

زموږ ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ !

یادونه: موږ به تاسې ته د کچې تعینولو ازموینې ترسره کولو لپاره د ملاقات وخت درکړو. د پایلې او ستاسې پروفایل پورې اړه لري، تاسو بیا کولی شئ د اتحادیې سره ځان راجستر کړئ او برنامه پیل کړئ.

Lieu d'accueil

7 Bd d'Algérie, 75019 Paris, France

09 87 16 06 81

Chargement de la carte...

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • claudia mاډمین
  • koloneایډیټر او کره کتونکی
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • nawal ghandourد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • alice.mد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • anastasiia12345د صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles