مهم معلومات
د .....................سره Français langue étrangère niveau A2

په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
دا چېرته دی ؟
د فرانسوي ژبې زده کړه ترسره کړئ
دا څه دي ؟
د A2 کچې ترلاسه کولو لپاره په ګروپ کې د فرانسوي ژبې وړیا کورسونه ترسره کړئ.
روزنه په 5 اونیو کې د فرانسوي درسونو ټولټال 100 ساعته وړاندې کوي.
- د استوګنې جواز یا رسید (ریسپسي) ولرئ
- د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) لاسلیک کړی او د اوفي OFII لخوا ورکړل شویو زده کړو له لارې د A1 کچې کورسونه بشپړ کړې وي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د ټولګیو په جریان کې به تاسې د ژبې په لیکلو او ویلو په زده کړه کار کوئ.
په هر ګروپ کې اعظمي 15 کسان شتون لري، ترڅو په ښه ډول زده کړه وکړئ، پوه شئ او د خبرو اترو فرصت ولرئ.
د روزنې په پای کې به تاسې د دې فرصت ولرئ چې د فرانسوي ژبې د پوهې ازموینه "ادغام، استوګنه او تابعیت" (TCF IRN) ترسره کړئ، ترڅو ستاسې د کچې سره سم رسمي سند ترلاسه کړئ.
د دې روزنې په ترسره کولو سره به تاسې په خپل ورځني ژوند او کار کې ډیر خپلواک شئ، کوم چې به په فرانسه کې ستاسو ادغام ته وده ورکړي.
څنګه یې وکړو ؟
تاسې کولی شئ د یو بریښنالیک په لیږلو سره یا تلیفون کولو سره لاندې معلومات ترلاسه کړئ:
- د معلوماتي غونډو نیټې،
- د راتلونکو روزنیزو کورسونو ځایونه او نیټې.
- تاسو ته بلنه درکول کیږي چې د ګروپ معلوماتو په غونډه کې برخه واخلئ، توضیحات ترلاسه کړئ او د پوښتنو مطرح کولو فرصت ترلاسه کړئ.
خپل د استوګنې جواز، د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) لاسلیک شوی او یو سند چې دا ښیي چې تاسو د A1 کچه بشپړه کړې ده، له ځانه سره راوړل مه هیروئ.
2. که تاسو لاهم لیوالتیا لرئ، د غوښتنلیک دوسیه بشپړه کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
11 مرسته کونکي فعالیت کوي