Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره la plateforme nationale pour le logement des réfugiés

GIP Habitat et Interventions sociales
د.........لخوا وړاندیز شويGIP Habitat et Interventions sociales

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهپه دقیق ډول 1 année

دا چېرته دی ؟

په فرانسه کې د هغو سیمو څخه بهر چې کور مندل پکې ستونزمن دی یو باثباته استوګنځای ومومئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un an

دا څه دي ؟

ایا تاسو کډوال یاست او غواړئ یوې نوې سیمې ته لاړ شئ؟ هر کال، له 600 څخه ډیر کډوال یا د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکي د مهاجرینو د استوګنې ملي پلیټ فارم له لارې استوګنځای ترلاسه کوي.

مهمه یادونه: د پلیټ فارم لخوا وړاندیز شوي د استوګنې ځایونه د هغو سیمو څخه بهر موقعیت لري چې هلته استوګنځای ته لاس رسی ستونزمن او سخته دی: نه په ایل دی فرانس Ile-de-France کې وړاندیزونه، نه په لویو ښارونو او څنډو کي.

د کډوالو د استوګنې لپاره د ملي پلیټ فارم سره د استوګنې موندلو لپاره، تاسو باید:

  • د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکی اوسئ (د کډوال حالت، فرعي محافظت)
  • اوس مهال د استوګنې په یو مرکز کې ژوند کوئ (CPH، CADA، HUDA، CHU، CHRS ...)
  • د کډې یا نقل مکان لپاره تیاری او رضایت لرئ
  • خپلو حقونو ته لاس رسۍ لری، لکه کاف، د کار موندنې مرکز، او داسي نور (CAF, Pôle emploi, etc.) ترڅو ستاسو د کرایې تادیه کولو لپاره مالي سرچینې ولرئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

ملي برنامه او پلیټفارم له تاسو سره مرسته کوي چې تجهیز شویو، ارزانه، او لویو هستوګنځایونو ته لاسرسی پیدا کړئ، بدون له هغو سیمو څخه چې استوګنځای ته لاس رسۍ پکې سخت دی (د مثال په توګه پاریس).

یو سیمه ایز سازمان به له تاسو سره د یو کال لپاره ټولنیز ملاتړ ترسره کوي، ترڅو ستاسو په نوې سیمه کې ستاسو ادغام او شمولیت اسانه کړي:

  • د استوګنځای تر لاسه کول
  • د حقونو پرانیستل یا سپارل
  • په ښوونځي کې د ماشومانو نوم لیکنه
  • د کار موندنې او روزنې په برخه کې مرسته...

ددې برنامي له لارې یو استوګنځای ته لاس رسۍ او مرسته کیدل یوه داوطلبانه پروسه ده. د نقل مکان یا بل ځای استوګنځای غوره کولو پروژه او پروسه له تاسو سره یوځای ترسره کیږي او ستاسو شخصي او مسلکي پروژو سره سمون لري.

  • د ټولنیز مسؤول او د ملاتړ کونکي سازمان سره نوي استوګنځای ته تګ او رسیدل تنظیم کړئ
  • د اوفي (OFII) لخوا ستاسو د ریل ګاډي یا ټرین ټکټونو تمویل.

څنګه یې وکړو ؟

د مهاجرینو لپاره د استوګنې ملي پلیټ فارم ته ستاسو غوښتنلیک یا دوسیه باید ستاسو د ټولنیز کارکونکي لخوا واستول شي. هغه باید ستاسو د پروژې او ستاسو د کورنۍ جوړښت په اړه یوه فورمه ډکه کړي.

مهمه یادونه: تاسو کولی شئ د غوښتنې په فرمه کې ډیري سیمي انتخاب کړئ یا دا په ګوته کړئ چې تاسو ټولو هغو سیمو ته چې د استوګنې لپاره ټاکل شوي چمتو یاست چې نقل شئ. که تاسو یوازې یاست او له یو بل کس سره یو ځای ژوند کولو ته چمتو یاست، دا به ستاسو چانس نور هم زیات کړي چې استوګنځای ته لاس رسۍ ومومئ.

پلیټ فارم د بېلا بېلو سیمو څخه د استوګنځایونو وړاندیزونو ته اړیتا لري: له پليټفارم سره د شته کورنو کوم لست شتون نه لري او نه هم د راتلونکو خالي او لاس رسي وړ کورونو په اړه کوم معلومات لري.

که ستاسو د پروفایل سره مطابقت لرونکی استوګنځی پیداشي، وړاندیز به ستاسو ټولنیز کارکونکي ته واستول شي: د استوګنې ډول، د کور ساحه، د کرایې اندازه، او همدارنګه د کور موقعیت (ترانسپورت، عامه خدمتونه، هټۍ، او نور).

که تاسو موافق یاست، ستاسو ټولنیز کارمند به د سیمه ایز آپریټر یا سازمان سره اړیکه ونیسي ترڅو سیمې ته ستاسو راتګ چمتو کړي. تاسو به یو لیکلی تړون لاسلیک کړئ.

بیا به ستاسو تګ تنظیم شي، او همدارنګه ستاسو د حقونو لیږد.

د دې برنامي په اړه د نورو معلوماتو لپاره خپل ټولنیز همکار او مسؤول سره اړیکه ونیسئ.

د پاڼې سر

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
mariamariaد صفحي پورته برخه
hadudmak19hadudmak19د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
meryem lakchinimeryem lakchiniد صفحي پورته برخه
gip hisgip hisایډیټر او کره کتونکی
sly54sly54د صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
utilisateur_64335utilisateur_64335ایډیټر او کره کتونکی
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه