د ځوانانو لپاره د فرانسوي ژبې کورسونه او ټولنیز - مسلکي ملاتړ
سره د Abajad سره

د ځوانانو لپاره د فرانسوي ژبې کورسونه او ټولنیز - مسلکي ملاتړ

سره 
د Abajad سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)17 févr. 2023

دا څه شی دی؟

په فرانسوي ژبه کې د پرمختګ او مسلکي پروژې رامینځته کولو لپاره یو پروګرام چې په اونۍ کې په لاندې برخو کې د 15 څخه تر 20 ساعتونو پورې فعالیتونو لري:

  • د فرانسوي ژبې کورس
  • د کار نړۍ ته ننوتل،
  • د کمپیوټر کارول
  • په الی دی فرانس (Île de France) کې شاوخوا ګرځیدو یا نقل حرکت کې مرسته ،
  • روغتیایی مرسته،
  • د مسلکي کسانو سره ناستې
  • انفرادي ملاتړ.

هر ګډون کوونکی د هغه د اړتیاو او موخو سره سم د اباجاد Abajad لخوا، د BimBamJob سازمان لخوا او د یو ځایی ماموریت لخوا د 6 څخه تر 12 میاشتو پورې مرسته کیږي.

یادونه: په دې پروګرام کې د ګډون لپاره، تاسو باید:
- د 18 او 25 کلونو ترمنځ یاست
- په ااوت دی سین 92 Hauts-de-Seine (92) یا سین-سینټ-ډینس Seine-Saint-Denis (93) کې ژوند کوي.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 25 کاله
موده

له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 25 کاله
موده

له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

ولې دا په زړه پورې ده؟

په خپل روزمره ژوند کې خپلواک شئ

پروګرام تاسو ته اجازه درکوي د ورځني ژوند لپاره نوي مهارتونه زده کړئ، لکه په فرانسوي ژبه خبرې کول او پوهیدل، ستاسو روغتیا ته پاملرنه، د کمپیوټر کارول او داسې نور.

خپل ځان چمتو کړئ او دنده ومومئ

پروګرام کاري او مسلکي نړۍ ته په ننوتلو کې د لاندې موضوعاتو په وړاندې کولو سره له تاسو سره مرسته کوي:

  • د مسلکي فرانسوي لغتونو زده کړه،
  • د کار قانون تشریح (مقررات، قوانین، حقوق او په مسلکي وضعیت کې مکلفیتونه)،
  • د سي وي CV لیکل،
  • د کار مرکې لپاره چمتووالی،
  • د ډیری سکتورونو متخصصینو سره ناستې او کتني.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

اباجاد Abajad سره اړیکه ونیسئ

په پروګرام د ګډون یا د پروګرام په اړه د پوښتنو لپاره، تاسو کولی شئ د اباجاد Abajad ټولنې سره اړیکه ونیسئ:

  • د تلیفون له لارې: 0628258120
  • د بریښنالیک له لارې: hello@abajad.com
یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
1 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
8دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Responsable

Abajad
Abajad

Partenaires

BimBamJob

Responsable

Abajad

Abajad

Partenaires

BimBamJob